د "منظور پشتين" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۹ کرښه:
منظور پښتين څلور وروڼه او درې خويندې لري چې دې په کې د ټولو مشر دی. تير کال يې واده کړی. د کډوالۍ د سختو ورځو په اړه واي خپل وطن پرېښودل ورته ډير گران کار و. واي پلار يې د کډوالۍ په وخت په ده پاسلونه کړې وه چې که هر څنگه وي د هغه کتابونه دې خوندي کړي. خو په افسوس سره واي چې کله واپس کلي ته لاړو نو نه يې د کور ودانی پاتې و او نه کتابونه. منظور پښتين واي پلار يې په کور پسې دومره نه و خفه خو په کتابونو پسې يې وژړل.
 
منظور پښتين واي د کتابونو لوستل ورته د پلار نه لکه د ميراث پاتې دي. ښاغلې پښتين د عدم تشدد علمبردار [[باچا خان]]، د روښانيانو د تحريک مشر [[پير روښان]] او د پښتنو د تاريخ او ادب لوې ننگيال [[خوشحال خان خټک]] خپل لارښود مني. د گومل پوهنتون په دوره کې منظور پښتين د ټرايبل سټوډنټس ارگنايزيشن مشر هم پاتې شوی او د دنيا د ډيرو انقلابونو او انقلابيانو په اړه يې لوست کړی دی.<ref name="bbc">{{Cite news|url=http://bbc.in/2p9q0vg|title=د پښتنو منظور پښتین له کومه راغی؟|date=2018-03-11|work=[[BBC Pashto]]|access-date=2018-03-12|language=ps}}</ref>
 
==پښتانو اوږد پرلت==