د "منظور پشتين" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱۰ کرښه:
 
منظور پښتين واي د کتابونو لوستل ورته د پلار نه لکه د ميراث پاتې دي. ښاغلې پښتين د عدم تشدد علمبردار [[باچا خان]]، د روښانيانو د تحريک مشر [[پير روښان]] او د پښتنو د تاريخ او ادب لوې ننگيال [[خوشحال خان خټک]] خپل لارښود مني. د گومل پوهنتون په دوره کې منظور پښتين د ټرايبل سټوډنټس ارگنايزيشن مشر هم پاتې شوی او د دنيا د ډيرو انقلابونو او انقلابيانو په اړه يې لوست کړی دی.
==پښتانو اوږد پرلت==
 
د منظور پښتين په وينا د اسلام اباد په پرلت کې ورته د ټولو نه گران او بوگنونکي وختونه هغه وو چې کله حکومتي ملکانو د حکومت سره دا ومنل چې زمونږ غوښتنې پوره شوې او نور به احتجاج ختموو. او وایي،چې خلکو له يې ډاډ په دې ورکولو چې که ستاسو نه هر څه هم څوک يوسي خو ستاسو زغم او حوصله ستاسو تر ټولو لوي قوت دی او په دې يې ډاډ پيدا شو چې گډونوالو د منظور پښتين د خبرې ملاتړ اعلان کړو.