د "ملا محمد عمر" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
و ←مرموزه وژنه: هه |
ود سمون لنډیز نسته |
||
۲۴ کرښه:
}}
ملا محمد عمر(مجاهد) په انګریزي (Mullah Mohammad Omar Mujahid) د مولوي غلام نبي هوتک زوي، د مولوي محمد رسول لمسی او د مولوي باز محمد کړوسی، په کال ۱۳۳۹ هجري لمریز کې چې له ۱۹۶۰ زېږدي کال سره سمون خوري د افغانستان د [[کندهار ولايت|کندهار ولایت]] د [[د خاکرېز ولسوالۍ|خاکریز ولسوالۍ]] [[چا همت کلی|د چا همت]] کلي په یوه متدینه او علمي کورنۍ کې زیږیدلی دی. د ملامحمد عمرمجاهد والد مرحوم مولوي غلام نبي هم په همدې خاکریز ولسوالۍ کې دنیاته راغلی دی او د همدې سیمې په مختلفو دیني درسونو او دائرو کې خپلې دیني زدکړې ترلاسه کړې، چې بیا په یاده سیمه کې د تدریس او اسلامي دعوت په چارو کې د زیار او مصروفیت له امله د خلکو په منځ کې د یو ښه علمي او ټولنیز شخصیت په توگه وځلید . د ملامحمد عمر له زوکړې دوه کاله وروسته د هغه والد د کندهار له خاکریز ولسوالۍ څخه ددې ولایت د ډنډ ولسوالۍ د نودې کلي ته ولاړ او هلته د خپل ژوند ترپایه د سیمې د خلکو د دیني ښونې او روزنې په چارو بوخت ؤ، نوموړی په۱۳۴۴هجري لمریزکال کې چې له ۱۹۶۵زېږدي کال سره سمون خوري په همدې سیمې کې وفات او د کندهار ښار د طالبانو په پخوانۍ مشهوره هدیره کې خاورو ته وسپارل سو . ملامحمد عمرد خپل پلار له وفات وروسته د پنځه کلنۍ په عمر له خپلې کورنۍ سره د کندهار له ډنډ ولسوالۍ څخه د اروزگان ولایت د هراود ولسوالۍ ته ولیږدیده او هلته یې د خپلو ترونو هر یو مولوي محمد انور او مولوي محمد جمعه تر سرپرستي لاندې د ژوند لومړنۍ مرحله پیل سوه .
== زده کړې ==
زدکړه اوتعلیم:
مرحوم ملا محمد عمر (مجاهد) په اته کلنۍ کې د دیني علومو د ترلاسه کولو لپاره د روزګان ولایت د د هراو د ولسوالي د شهرکهنه سیمې ابتدایې دینې مدرسې ته شامل شو. د دغې مدرسې سرپرستي هم د ملامحمد عمر (مجاهد) د تره مولوي محمد جمعه لخوا ترسره کیده او ملا محمد عمر (مجاهد) هم لومړنۍ دیني زدکړې له نوموړې څخه پیل کړې .
د ملا محمد عمر (مجاهد) دواړو ترونو په تیره مولوي محمد انور د نوموړي په دیني روزنې او پالنې کې خاص رول ترسره کړ .
مرحوم ملا محمد عمر (مجاهد) د خپل شرعي تعلیم لومړنۍ او متوسطه دوره په همدغه مدرسه کې په بريالۍ توګه پای ته ورسوله او اتلس ۱۸ کلنۍ ته له رسیدو سره یې په افغانستان کې د مروجه لوړو شرعي زدکړو په تحصیل پیل وکړ، خو د شرعي لوړو زدکړو د تحصیل مرحله یې په کال ۱۳۵۷ هـ ش ـ۱۹۷۸ م په افغانستان کې د کمونستانو د واک ته رسیدلو له امله نیمګړې پاته شوه.
== کورنۍ: ==
له قبیلوي اړخه د ملا محمد عمر (مجاهد) تعلق د پښتنې قبیلې هوتکو په تومزي قوم پوری دی .
هوتک د پښتنې قبیلې يو لوى شاخ ، او هوتکیان د معاصر افغانستان په تاریخ کې د نومیالي اسلامي شخصیت حاجي میرویس خان هوتک په څیر اسلامپال، مدبر، ملي او جهادي اتلان لري
سترغازي حاجي میرویس خان هوتک رحمه الله چې افغانان یې احتراما د میرویس نیکه په ویاړلي لقب یادوي په کال ١٠٨٨ هـ ۱۷۱۲ م افغانستان له صفوي ظالمانه واکمنۍ ازاد، او د افغانانو لپاره يې په کې د یوه خپلواک مقتدر اسلامي حکومت بنسټ کیښود.
د ملا محمد عمر (مجاهد) کورنۍ له مسلکې اړخه ټول علماء او د دیني علومو مدرسین دي. هغوی خپل ټول ژوند د الله تعالی د دین خدمت، د شرعي علومو تدريس او د مسلمانانو دیني اوفکري روزنې ته وقف کړی، له همدې امله یې په خپله سیمه کې خورا زیات مقبولیت درلود او په معنوي لحاظ د ټولنې تر ټولو باوقاره او اجتماعي حیثیت لرونکي اشخاص پیژندل شوي دي.
د يوې داسې علمي او روحاني کورنۍ په ماحول کې د ملامحمد عمر(مجاهد) پیدایښت او بیا د خپلو علمي او فکري مربیینو (پالونکو) ترمستقیمې پالنې لاندې د هغه نشأت په جهادي او فکري لحاظ نوموړي ته د دې صلاحیت ور وباښه چې د افغاني ټولنې د نورو افرادو په منځ کې د یو مخلص، مجاهد، زړه سواند، با احساسه، اسلامي او ملي شخصیت په توګه راڅرګند او په خپلو جهادي او اصلاحي هڅو سره خپله ټولنه د فساد ، ظلم او بی عدالتۍ او ګران هیواد افغانستان د حتمي تجزیې له شره وژغوري .
د مرحوم ملا محمد عمر (مجاهد) جهادي کورنۍ، وروڼه او ترونه ټول مجاهدین او له ۱۳۵۷ لمریز كال راهيسې تر اوسه پوري یې په تیرو جهادي جریاناتو کې د خپلې کورنۍ څلورتنه شهیدان شوي دي.
په افغانستان باندې د امریکايي یرغل په لومړۍ ورځ ۱۵/۶/۱۳۷۹ـ ۷/۱۰/۲۰۰۱ د ملا محمد عمر (مجاهد) تره ملا محمد حنفیا لومړنی شخص و چې د امریکايي یرغلګرو په بیرحمانه هوایې برید کې په شهادت ورسید.
== شخصي ژوند او کورنۍ ==
له هډ پښتون په پښتنو کې د هوتک له لویې قبیلې سره تړاؤ لري او په هوتکو کې په تومزي ټبر پورې اړه لري . د خلکو له خولې چې لیدلی یې دی وايي : هغه لويه جوسه او دنگه ونه لري (ځينې وايي چې ١.٩٨ متره يا ٦'٦" فوټه يې ونه ده). کورنۍ يې يوه بزگريزه او ديني مخینه لري.
Line ۴۶ ⟶ ۵۹:
ملا محمد عمر مجاهد د خپل ژوند دریمې لسیزې ته لا نه ؤ رسېدلای چې په افغانستان کې کمونستانو د پوځي کودتا له لارې واک ترلاسه کړ. دا هغه وخت ؤ چې نور نو د ملامحمد عمر په څير د هیواد ټولو زدهکوونکو ته د خپلو دیني زده کړو استمرار ناشونی ښکاریده، ځکه د کمونستانو لومړنۍ مقابله د ټول هیواد په کچه له علماؤ، طالبانو، محصلینو او مسلمانو منورینو سره وه. هماغه ؤ چې ملا محمد عمر هم اړینه وبلله چې خپلې لوړې دیني زده کړې نیمگړې پریږدي او د خپل شرعي مسؤلیت د ترسره کولو لپاره له مدرسې څخه د جهادي مورچل په لورې مخه کړي.
دلته د ملا محمد عمر عملي مبارزه پیېږي چې نوموړي خپل جهادي بهیر د روزگان ولایت د دهراود په ولسوالۍ کې د [[حرکت انقلاب اسلامي]] په تنظیم کې پیل کړ. په دغې ولسوالۍ کې له څه مودې وروسته نوموړی د [[روزگان ولايت|روزگان ولایت]] په کچه د یوه مخور جهادي شخصیت په توگه مطرح او د دغه ولایت په بیلا بیلو برخو کې يې د کمونیستانو په وړاندې په متعددو پوځي عملیاتوکې فعال رول ترسره کړ. نوموړي ددغه جهادي شهرت او په جهادي عملیاتو کې د موفقانه رول له کبله په مجاهدینوکي ځای پیدا کړ او ومنل سو چې کله په هغه وخت کې د دهراود په ولسوالۍ د مختلفو سیمو د مجاهدینو له لورې پراخ بریدونه ترسره کیدل نو ملا محمد عمر په همدې عملیاتو کې د ټولو مجاهدینو په خوښه د مختلفو جبهاتو د مجاهدینو مشر او بریدمل بولندوی وټاکل سو . ښه موفق عملیات یې ترسره کؤل چي په همدي عملیاتو کې نوموړی په لومړي ځل زخمي هم سو ،نوموړي تر دریو کالو زیات وخت د خپلې سیمې دمجاهدینو سره د یرغلگرو روسانو او کمونستانو په بډواله په ډیرو مخامخ جگړو کې گډون درلود. د ملا محمد عمر د سنگر ملگري او مشران وایي چې ملا محمد عمر په هغه وخت د جهاد کې له لومړۍ سره چې عمر یې هم کم ؤ خو د هر ډول مسئولیت او کار د ترسره کولو استعداد او وړتياوې یې درلودلې . وروسته په کال ۱۳۶۲ ه.لمريز چې د ۱۹۸۳ زېږدي سره سمون لري له خپلوجهادي ملگرو سره د جهادي فعالیتونو د انسجام په لړ کې د کندهار ولایت میوندولسوالۍ ته لاړ او هلته یې د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم د مشهور جهادي قومندان [[فیض الله اخند زاده]] په جبهه کې د روسي یرغلگرو او د هغوئ د کمونستي تالي څټو په بډواله وسله وال جهاد ته دوام ورکړ. په کندهار ولایت کې هم په بي شمیره جهادي عملیاتو کې د نوموړي د موفقانه رول او په پوځي تکتیکونو کې د ښې وړتیا اوشهرت له کبله د سیمه ییزو جهادي قومندانانوپه کچه د وخت د جهادي تنظیمونو د پاموړ وگرځید . د [[محمد نبي محمدي|مولوي محمد نبي محمدي]] په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم لخوا د مستقلې جهادي جبهې مسؤلیت ورته وروسپارل سو.
== جهاد او مبارزه: ==
مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر (مجاهد) د خپل ژوند دریمې لسیزې ته لا نه و ور داخل شوی چې په افغانستان کې کمونستانو د پوځي کودتا له لارې واک ترلاسه کړ. دا هغه وخت و چې نور نو د ملا محمد عمر (مجاهد) په څير د هیواد ټولو زدهکوونکو ته د خپلو دیني زده کړو استمرار ناشونی ښکاریده؛ ځکه د ملحدو کمونستانو لومړنۍ مقابله د ټول هیواد په کچه له علماوو، طالبانو، محصلینو او مسلمانو منورینوسره وه، هماغه و چې ملا محمد عمر (مجاهد) هم اړینه وبلله چې خپلې لوړې دیني زدکړې نیمګړې پریږدي او د خپل شرعي مسؤلیت د ترسره کولو لپاره له مدرسې څخه د جهادي جبهې په لوري مخه کړي.
هماغه و چې نوموړي خپل جهادي بهیر د روزګان ولایت د د هراو د په ولسوالۍ کې د حرکت انقلاب اسلامي په تنظیم کې پیل کړ. په دغې ولسوالۍ کې له څه وخت تیرولو وروسته نوموړی د روزګان ولایت په کچه د یوه پیژندل شوي زړور جهادي شخصیت په توګه مطرح او د دغه ولایت په بیلا بیلو برخو کې يې د کمونیستانو په وړاندې په متعد دو پوځي عملیاتوکې فعال رول ترسره کړ؛ هماغه و چې نوموړي د دغه جهادي شهرت او په جهادي عملیاتو کې د موفقانه رول له امله په مجاهدینوکي دومره مقبول او ومنل شو چې کله په هغه وخت کې د د هراو د په ولسوالۍ د مختلفو سیمو د مجاهدینو له لوري پراخ تعرضي عملیات ترسره کیدل نو ملامحمدعمرمجاهد په همدې عملیاتو کې د ټولو مجاهدینو په خوښه د مختلفو جبهاتو د مجاهدینو مشر او تعرضي قومندان وټاکل شو او ښه موفق عملیات یې ترسره کړل چې په همدي عملیاتو کې نوموړی په لومړي ځل زخمي هم شو ،نوموړي تر دریو کلونو زیات وخت د خپلې سیمې د مجاهدینو سره د یرغلګرو روسانو او کمونستانو خلاف په ډیرو مخامخ جګړو کې ګډون درلود.
د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد د جبهې ملګري او مشران وایې چې ملامحمدعمراخوند په هغه وخت یعنې د جهاد په پیل کې سره له دې چې عمر یې کم و خو د هر ډول مسئولیت او کار د ترسره کولو استعداد او صلاحیت درلود او د ډیر ښه صحت او قوت خاوند و.
وروسته په کال ۱۳۶۲ هش ۱۹۸۳ میلادي کې له خپلوجهادي ملګرو سره د جهادي فعالیتونو د انسجام په غرض د کندهار ولایت میوندولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم د مشهور جهادي قومندان فیض الله اخوند زاده په جبهه کې د روسي یرغلګرو او د هغوی د کمونستي تالي څټو په خلاف وسله وال جهاد ته دوام ورکړ. په کندهار ولایت کې هم په بي شمیره جهادي عملیاتو کې د نوموړي د موفقانه رول او په پوځي تکتیکونو کې د ښې وړتیا اوشهرت له کبله د سیمه ییزو جهادي قومندانانوپه کچه د وخت د جهادي تنظیمونو د پاموړ شخص وګرځید او د مرحوم مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم لخوا د مستقلې جهادي جبهې مسؤلیت ورته وسپارل شو.
له کال ۱۳۶۲هـ ش ـ ۱۹۸۳ م تر۱۳۷۰ـ ۱۹۹۱ پورې ملامحمد عمر (مجاهد) د کندهار ولایت د میوند، ژړۍ، پنجوایې او ډنډ ولسوالیو په مربوطاتو کې چې د شوروي قواوو په ضد د جهاد مهم مرکزونه ول او نيږدې هره ورځ به یې مجاهدین له دښمن سره په جګړه بوخت ول همدارنګه د زابل په ولایت کې د شهرصفا او مرکز قلات مربوطو سیمو کې د کابل ــ کندهار په لویه لاره د روسي یرغلګرو په خلاف ډیر موفقانه عملیات ترسره کړل چې ديرو هغو کې نوموړی شخصا په مستیقمه توګه سهیم و. د ملا محمد عمر (مجاهد) تر ټولو خوښه کړای شوې وسله د روسي جنګي شوبلو(ټانګونو) په ضد استعمالیدونکې خورا مؤثره وسله « R.P.G.7» توغندی و چې د مجاهدینو په مینځ کې به راکټ بلل کیده او ده یې په ویشتلو کې ځانګړی مهارت درلود، د یادوني وړ ده چې کندهار په ځانګړي ډول د میوند، ژړۍ او پنجوایې سیمي د کمونیزم خلاف جهاد کې هغه سیمي وې چې د روسانو د ماتې او شکست محوري نقطي بلل کېدې په دې سیمه کې د کندهار هرات په لویه لاره د کمونستانو دومره زیات ټانګونه او نوروسایط تخریب شوي و چې د سرک پر یوه او بله غاړه دښمن د هغو سوځول شویو ټانګونو او پوځي وسائطو دیوالو نه وهلي و څو د مجاهدینو له بریدونو څخه ځانونه پرې وساتي .
مرحوم ملا محمد عمر (مجاهد) له روسانو سره د جهادي عملیاتو په مخامخ نښتو کې څلور ځله ټپي شوی او په وروستي ځل ټپي کیدو کې یې خپله ښۍ سترګه هم له لاسه ورکړې وه .
ملا محمد عمر مجاهد د کندهار او همجوارو ولایاتو په سطحه د شوروي یرغلګرو او داخلي کمونیستانو په ضد د جهاد یو وتلی او مخکښ قومندان پیژندل کیده، چې په خورا ډيرو جهادي عملیاتو کې یې ټاکونکې ونډه او رول درلود، دلته به د نوموړي د روس ضد جهاد مهال د ملګرو له قوله یو څو خاطرې او یادوني د بیلګې په توګه رانقل کړو:
۱ – د کندهار په ولایت کې د دښمن یوه خورا محکمه پوسته وه چې د بدوانو پوسته یې ورته ویله د دې پوستې سره دښمن په خورا حساس او حاکم ځای کې ټانګ درولی و چې له انداخت کولو یې مجاهدین ډیر په تکلیف و ډیرو مجاهدینو څو ځله کوښښ ورباندې وکړ چې دا ټانګ وولي او مجاهدین یې له شره خلاص کړي خو له بیا بیا هڅو سره سره یې کوم مجاهد په ویشتلو بر یالي نشو بالاخره د سیمې مجاهدینو له سنګ حصار نه د مرستې لپاره ملا محمدعمرمجاهد راوغوښت او همدا ټانګ چې د بدوانو د پوستي په ټانګ یې شهرت موندلی و ملا محمد عمر مجاهد د خپل آر پي جي راکټ په توسط په نښه او له منځه یووړ چې دا په هغه وخت کې مجاهدینو ته خورا ستره لاسته راوړنه وه .
۲ – له روسانو سره د جهاد په دوران کي د کندهار د محله جات په سیمه کې په یوه مخا مخ جګړه کې چې د کندهار یو تن بل وتلی او غښتلی مجاهد شهید ملا عبید الله اخوند چې وروسته یې د اسلامي امارت د دفاع وزیراو د امریکا تر یرغل وروسته د مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د نائب په توګه دنده ترسره کوله هم ورسره ملګری و، د دښمن دومره ټانګونه او موټر وسوځول چې په سبا ورځ له لیري نه کتونکو خلکو چې دا سوزول شوی کتار لید نو ګمان یې کاوه چې قوه اوس هم ولاړه ده، حال دا چې د قوې زیات موټر سوزول شوي او نور یې بېرته خپلو مرکزو ته په شا شوي و.
۳ – د روس ضد جهاد په مهال د کندهارـ هرات په لویه لاره د ژړۍ ولسوالۍ د سنګ حصار په سیمه کې د روسانو ټانګونه تیریدل ملا محمد عمر مجاهد چې ملا برادر اخوند (چې بیا د اسلامي امارت نا ئب شو) هم ورسره و، د روسانو په قوه د برید لپاره یواځي د راکټ څلور ګولۍ (مرمۍ) ورسره وي دوی له همغو څلورو ګولیو سره د دښمن په کتار جنګ شروع کړ چې په ترڅ کې یې په همدې څلورو مرمیو د دښمن څلور ټانګونه وویشتل .
۴ – ملا برادر اخوند چې له مرحوم ملامحمد عمر مجاهد سره په جهادي دوره کې نیږدي پاتې شوی وایې چې ملاصاحب دومره زیات روسي ټانګونه ویشتلي چې د ډیر والي له وجې یې شمیر ناشونی و.
په کال ۱۳۷۱هـ ش، ۱۹۹۲ز کې د نجیب د کمونستي واکمنۍ له سقوط او په هیواد کې د تنظیمي جګړو له پیلیدو سره سم ملا محمد عمر (مجاهد) هم د نورو رښتینو مجاهدینو په څیر وسله له اوږې کوزه او په خپله جهادي سیمه کندهار ولایت، د میوند ولسوالۍ د سنګ حصار د كیشاڼو کلي د حاجي ابراهیم د مسجد ترڅنګ یې یوه دیني مدرسه جوړه او په همدي مدرسه کې میشت شو او له ۱۴ ستونزمنو جهادي کلونو وروسته یې د خپلو څو تنو جهادي ملګرو په ملتیا د خپلو نیمګړیو شرعي زدکړو په پوره کولو بیا پیل وکړ.
دا هغه مهال و چې د پلازمېني کابل په شمول ټول هیواد تنظیمي بې هدفه جګړو په سراخیستی و، د ځینو تنظیمي جګړه مارانو د شخصي غرضونو او هوسونو د ترلاسه کولو له امله د مقدس جهاد سپیڅلي آرمانونه نیمګړي او د افغان مسلمان ولس د یو نیم میلیون شهیدانو پاکې هیلې همداسې تر پښو لاندې وې.
== د شر او فساد (کورنيو جگړو) پر وړاندې پاڅون او د اسلامي امارت تأسیس ==
د کمونیستي رژیم له سقوط وروسته د دې په ځای چې اسلامي نظام تاسیس سي او په دې توگه د مجاهد افغان ولس د کلونو کلونو ارمان پوره سي، خپل منځي جگړې پیل سوې، واقعي مجاهدین د یوې منظمې دسیسې له مخې ضعیفه او یا هم بیخي له سياسي صحنې څخه وایستل سول. ځینو پخوانیو مجاهدینو هغه کمونیستان چې باید محاکمه سوي وای په څنگ کې ورسره ونیول لکه برهان الدین رباني او عبدالرب رسول سياف پرچميان ، پخواني جنرالان لکه نورالحق علومي ، عبدالواحد بابه جان ، تورن اسماعیل خان ، گلاب زوی ، فرید مزدک ، کاوياني ، باقر فرین ، جنرال رشید دوستم ، د ببرک کارمل ورور ، د پخواني خاد اړونده مخبرین لکه سروري ، عارف سخره او داسې نور په سلهاؤ يې د هېواد څخه دباندې ولېږل او ځینو نورو په منظمه توگه د ولس په لوټلو، بې پته کولو، د ښځو ماشومانو سره نارواؤ او د وطن په چور تالان پیل وکړ. په دې توگه په درست هیواد کې د هرج ومرج یو داسې تور دوران راغی، چې شاید پخوایي افغانانو نمونه او بیلگه نه وي لیدلي، د مؤمنو هیوادوالو سر، مال او ناموس هره شیبه له گواښ سره مخامخ و، د هیواد په لارو او سرکونو د خودسره، جاهلو او پست صفته ټوپکیانو ځنځیرونه او پاټکونه خپاره سول، چې هر یوه د خپل مزاج موافق له بې وسه هیوادوالو نه یوازې پیسې اخیستي، بلکې د هیوادوالو په عزت او ناموس یي هم صرفه نه کوله، د هیواد د ملي شتمنیو، مادي او معنوي پانگو، د جهاد د غنائمو او حتی د هیواد د ځنگلونو او کانونو داسې بې رحمانه چور تالان پیل سو، چې پخوا یي کله هم بیلگه نه وه لیدل سوې، مؤمن اولس چې څوارلس کاله یي جهاد کړی و نه تنها دا چې د جهاد ثمره یي د ضیاع له خطر سره مواجه وه، بلکې ورځنی ژوند یي هم له خطر سره مخامخ و. د هرج ومرج د فتنې له امله ټولنیز فساد، قتل وقتال، چورتالان، ظلمونه، وحشتونه او د مسلمانانو رنځونه هره شیبه په ډیریدو و، چې دې حالت رښتیني مجاهدین هغوی چې د افغان مؤمن اولس د سوکالۍ، ازادۍ او سرلوړۍ لپاره یي مبارزه کړې وه سخت ځورول.
ملا محمد عمر مجاهد چې دغه مهال له خپلو مجاهدو ملگروسره د کندهار په میوند ولسوالۍ کې اوسیده، د نورو واقعي مجاهدینو غوندې د دې حالاتو لیدلو دی هم ډیر زیات اندیښمن کړی و نوموړي لیدل چې د کندهار – هرات په لویه لاره گام په گام پاټکونه جوړ سوي او ټوله ورځ د هیواد مظلوم مسافر، ښځې او سپین ږیري د بد اخلاقه ټوپکیانو په لاس لوټل کیږي، بې آبه کیږي او وژل کیږي، باید ووایو چې دغه مهال په کندهار کې پاټکونه دومره زیات سوي و، چې د هیواد تجارانو چې له هرات څخه به یي د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د ویش باډر ته مالونه راوړل، ددې په ځای چې په عمومي لاره خپل مالونه انتقال کړي د ډیرو پاټکونو له امله یې له هرات څخه راوړي تجاري اموال په میوند کې ښکته کول او د ریگ له لارې یې په دښتو کې په ډیرو تکالفو تر ویش پورې رسول تر څو د پاټکوالوله شره خوندي وي . ملامحمد عمر مجاهد او دده مجاهدو ملگرو ته د کندهار ښار وضعیت هم ورمعلوم و، چیرته چې خودسره ټوپکیانو ښار کوڅه په کوڅه تر خپل منځ ویشلی و، د بیت المال ملکیتونه یي مسلسل غصبول او په نغدو پیسو یي پلورل او په دولتي ځمکو یي شخصي مارکیټونه جوړول، په دې سربیره یي تر خپل منځ همیشه جگړې کولې چې ترمنځ یي اولس ځپل کیده. همدې بې پایه ناخوالو واقعي مجاهدین اړ کړل چې د فساد د ورکولو او د مسلمانانو د سر او مال د تحفظ په خاطر خپل وس وکړي، مجاهدینو تر خپل منځ مشورې او غونډې پیل کړې، ملامحمد عمر مجاهد او ملگرو یي خپله لومړنۍ غونډه د پنجوایي ولسوالۍ د زنگاوات په سیمه کې د سیمې له مشهورو او پیژندل سویو علماء کرامو سره جوړه کړه، د روس ضد جهاد په مهال د کندهار د مجاهدینو د عمومي قاضي مولوي سید محمد صاحب ( چې په مولوي پاسني صاحب یي شهرت موندلی و) په مشرۍ د علماء کرامو دې غونډې ملا محمد عمر مجاهد ته وویل چې باید د فساد په ضد قیام وکړي او دوی ټول یې ملاتړي دي، له همدې غونډې څخه ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي تحریک اساس کیښود او د ۱۴۱۵ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵ نیټه د فساد او گډوډۍ په ضد یې د مبارزې بنسټ کیښود. د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ اسلامي تحریک د فساد د مخنیوي په خاطر مبارزه پیل کړه، چې د ولس او رښتنیومجاهدینو له پراخ هرکلي سره مخامخ سول، لومړی یي کندهار ولایت او ورپسې یي د افغانستان زیاتي سیمې له بي بندوباره او فاسدو ټوپکیانو تصفیه کړې، هغه مهال چې د هیواد ډیري سیمې د طالبانو تر تسلط لاندې راغلې وې د ۱۴۱۶ هق کال د ذوالقعدې میاشتې په ۱۵ مه نیټه د افغانستان د علماء کرامو یو لوی ټولي چې شمیر یي تر ۱۵۰۰ زیات و، په کندهار کې یي د یوې غونډې په دائرولو سره د ملامحمد عمر مجاهد امارت تائید او نوموړي ته یي د امیرالمؤمنین لقب ورکړ، د ۱۳۷۵ هـ ش کال د میزان میاشتې په شپږمه نیټه د افغانستان پلازمینه کابل هم د اسلامي امارت تر تسلط لاندې راغله چې ورپسې د افغانستان د ټولو مرکزي او شمالي سیمو په شمول د هیواد په ۹۵ فیصده خاوره د اسلامي امارت حاکمیت ټینگ سو .
د ملامحمد عمر مجاهد په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د شریعت په اساساتو ولاړ اسلامي نظام رامنځته کړ، له اوږده ځنډ وروسته یي یوځل بیا نړۍ ته د اسلامي نظام ژوندۍ بیلگه وړاندې کړه، هیواد یې له تجزیې وژغوره او هم یې د بې مسؤلیته کسانو نه د بیت المال اسلحې را ټولي کړې او یو بي مثاله امن یې راووست دا په داسي حال کي چي ټوله نړۍ د ملل متحد په شمول دغه کار ته بې وسه او وارخطا وه خو نړیوال کفري مستکبرینو دا شریعت اوامارت ونه سو زغملی نو ځکه یي په وړاندې دښمنانه دریځ خپل کړ او بې ځایه بهانې یې ور ته لټولې ترڅو یې په پای کې ورباندې په گډه پوځي برید وکړ.
== د ملامحمد عمر(مجاهد) قیادي شخصیت: ==
ملامحمد عمر(مجاهد) د یو قیادي شخصیت په توگه د ځانگړي طبیعت او سلیقې څښتن دی .
Line ۹۵ ⟶ ۱۲۰:
همدا لامل دی چې ملامحمد عمر (مجاهد) د خپلو لارویانو او مجاهدینو په زړه کې داسې محبوبیت لري چې د هغه تعلق نه په ظاهري منصب پوري دی او نه په مادي امکاناتو پوري، اوس چې د یرغلگروله لوري د افغانستان له اشغال نه دیارلس کاله تیریږي د هغه تر مشرۍ لاندې عام مجاهدین ماسوا له دي چې هغه مخامخ وویني یواځې د هغه شفاهي او مکتوبي اوامرو ته په داسې احترام قائل دي، چې د تعمیل لپاره يې آن دخپل سر په قربانولو هم باک نه کوي.
== د نړیوالو اسلامي قضایاو په اړه یې اهتمام: ==
ملامحمد عمر (مجاهد) د طالبانو د اسلامي تحريك د مؤسس او د مسلمانانو د یوه مشر په حیث د اسلامي امت د قضایاوو په اړه خاص اهتمام لري .
Line ۱۰۳ ⟶ ۱۲۷:
ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي امت په درد دردمند مشر دی، او له مسلمانانو وروڼو سره اخوت، همدردي ، ایثار او همکاري یې یوازې شعاري نه بلکې عملا یي هم همیشه ثابته کړې ده .
== عقیدوي او فکري انتماء: ==
ملامحمد عمر(مجاهد) په عقیدوي او فکري لحاظ د مسلمانانو د اهل السنة والجماعة د منهج لاروی او د حنفي مذهب مقلد دی .
د خرافاتو او بدعتونو سخت مخالف دی، د مسلمانانو ترمنځ یې مذهبي، فکري او تنظیمي اختلافات هیڅ نه خوښیږي. خپلو مجاهدینو او ټولو مسلمانانو ته په خپلو منځونوکې د اسلامي وحدت او فکري همغږي په ټینگولو توصیه او ټینگارکوي، د مسلمانانو ترمنځ عقیدوي وحدت او یو والی د وخت تر ټولو اهم ضرورت گڼي، د قرآن اوحدیثو په رڼا کې د سلف صالحینو او ائمه مجتهدینو په نقش قدم رفتار کول د اسلامي امت د نجات یوازینی لامل بولي.
== شخصي ژوند: ==
ملا محمد عمر(مجاهد) چې د ژوند زیاته برخه یې د دیني علومو په زدکړه او مطالعه، جهاد، دعوت او د اسلام د لارې په خدمت کې تیر کړي د افغانستان د معاصرو چارواکو په جمله کې شاید تر ټولو نیستمن او د بیت المال له شتمنیوڅخه نه استفاده کوونکی شخص وبلل شي؛ ځکه نوموړي نه د تیرجهاد په مهال له خپل جهادي نفوذ څخه په استفادې سره دخپل شخصي ژوند د برابرولو په اړه څه کړي او نه یې په افغانستان باندې د امارت د «۷» کلنې سرتاسري واکمنۍ په مهال کې.
Line ۱۲۳ ⟶ ۱۴۵:
ای زموږ استاذانو درنوعلماوو! که خدای مه کړه له موږ څخه د مسلمانانو په دې ستر امانت کې څه تقصیر او انحراف پیښیږي د هغه سمونه او اصلاح ستاسو شرعي مسؤلیت دی، تاسو به د خپل شرعي علم په رڼا کې دي طالبانو ته د استقامت او په حقه لاره د تللو حتمي لارښوونه کوئ، که چیري له دي طالبانو څخه د اسلامي احکامو د تنفیذ په اړه کوتاهي یا انحراف رامنځته کیږي او تاسو هغه وینئ او د اصلاح په اړه یې څه نه وایاست د هغې پړه به د الله په نزد ټوله ستاسو په غاړه وي او زه به د سوال ځواب په ورځ ستاسو گریوان ته لاس دراچوم .»
== طبیعت اوشخصي مزاج: ==
ملا محمد عمر (مجاهد) د خپلې خاموشي ترڅنګ یو ډول خاص ظرافت او خوش طبعي هم درلوده نوموړي په هیچا باندې که څه هم په هر لحاظ تر ده کشر و ځان لوړ نه ګاڼه، له خپلو ملګرو سره یې برخورد ډیر مینه ناک، صمیمانه، باشفقته او له متقابل احترامه ډک و، په مجالسو کې یې زیاتره د جهاد په اړه بیانونه کول .
== له امریکايي یرغل وروسته ==
له امریکايي یرغل وروسته ستونزمنو امنیتي شرائطو او د دښمن له لوري سخت جدي تعقیب د مرحوم ملامحمدعمر(مجاهد) په معمولي وظایفو او د اسلامي امارت د زعیم په توګه د جهادي چارو په تعقیب او تنظیم کې کوم تغیر نه را ووست .
په دې وخت کې چې نوموړی په افغانستان کې په مخفي شکل اوسیده خپله کاري ورځ يې د الله عز وجل په عبادت او د قرآن کریم په تلاوت پیلوله او د فرصت په مهال یې د قرآن کریم د بېلابیلو تفاسیرو او احادیثو مطالعه کوله، د یرغلګرو په خلاف د جهادي چارو مراقبت یې ډیر په جدیت سره کاوه، د جهادي او پوځي امورو د ترتیب او سمبالښت په غرض یې په معینه طریقه جهادي قومندانانو ته اوامر او توجیهات صادرول، د جهادي نشراتي منابعو او نړیوالو خبري رسنیو له تعقیب څخه یې د یرغلګرو خلاف جهادي بریاوو او نورو موضوعاتو معلومات ترلاسه كول ، او له همدې لارې یې د هیواد او نړۍ له ورځنيو پیښو ځان خبراوه.
== او بالآخره وفات يې ==
له ټول عمر جهاد، دعوت ، اصلاح ، فداکاریو او سر ښندنو وروسته له الهي قضا او تقدير سره سم بالاخره د غه فداكاره مجاهد د اسلامي امارت نوښتګر مؤسس امیر المؤمنین ملامحمد عمر مجاهد له دې فاني نړۍ د ابدیت په لوري وکوچید.
هغه امیر المؤمنین چې د واکمني هره لحظه یې له تاريخي کارنامو ډکه وه
هغه امير المؤمنین چې د اسلامي امارت په مهال يې په افغانستان کې د شريعت ځنډیدلي احکام یوځل بیا نافذ شول.
هغه امير المؤمنین چې د واکمنۍ په مهال يې د افغانستان حكومتي نظام اسلامي شو، اقتصاد اسلامي شو، بهرنی سیاست اسلامي او د حکومت د ټولو احکامو یواځنۍ مرجع قرآن کریم ، نبوي احادیث او اسلامي فقه وګرځول شوو.
همدي امير المؤمنين د یرغلګرو د اشغال په مقابل کې پوره ۱۲ کاله په ډیرو ستونزمنو شرائطو کې د ټولې کفرۍ نړۍ په مقابل کې د يوه جهادي مقاومت حیرانوونکي قیادت وکړ، داسې قیادت چې پوځي تکتیکونواو محاربوي نزاكتونو ته یې د نړۍ د پوځي اکاډیميو ماهرین ګوته په غاښ او د امریکا او ناټو تر ټولو مغرورو قومندانانو يې نظامي وړتیا ته د تسليمي سر ټیټ کړ.
نوموړي قائد د نړیوال صلیبي ایتلاف په وړاندې دغه معجزانه قیادت د خپل هیواد له سپیرو کلیو او خټینو کورونو څخه رهبري کړ، هغه په دې ټولې ۱۲کلنې جهادي دورې کې هم دعصري الیکترونیکي وسائلو له استفادې څخه بي پروا و او هم د معاصرې نړۍ د مصنوعي سپوږمکیو د تخنیک له کارولو څخه مستغني.
هغه به په خپلې ځانګړې طریقې له مجاهدینو سره په تماس کې و ، خو دښمن یې نه د هستوګنې ځای معلوم کړای شو او نه یې د مقاومت له لومړۍ کرښې سره د مداوم ارتباط څرک ولګاوه.
ریښتیاهم چې ملا محمد عمر(مجاهد) په جهادي قیادت کې د کلیوالي تکتیکونو په کارولو سره د غربي نړۍ د کشف او څار پرمختللې تکنالوجي وننګوله ،ځکه هغوی له خپل ټول تخنیکي تفوق سره سره نه د ده د ځای ځایګي درک ولګاوه او نه يي هم د خپلو پرمختلليو تسلیحاتي وسائلوپه مټ د هغه له جهادي ګوزارونو څخه ځان خوندي کړای شو.
هوکې ! ملامحمد عمر مجاهد د۲۱ پیړۍ زاهد واکمن و، داسې واکمن چې خپله واکمني یې د الله د کلمې تر لوړ والې ځار کړه .
همدې زړور او نوښتګر قائد بالاخره له الهي قضا او پریکړې سره سم د۱۳۹۲ هـ ش کال د ثور د میاشتې په څلورمه نیټه خپله روح د هغې حقیقي مالک ته وسپارله او له فاني نړۍ څخه يې د تل لپاره سترګې پټې کړې:
انا لله وانا الیه راجعون…
== راځې دلته د دغه نوښتګر قائد په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو, اسلامي مفکرینو او سیاست پوهانو ځیني هغه تاثرات ولولو چې د نوموړي د وفات په مناسبت یې څرګند کړي: ==
=== د اسلامي نړۍ ستر محدث او د سترو مجاهدینو استاد علامه ابو محمد المقدسي: ===
خدای دي پرامام ملاعمر باندې رحم وکړي، د ده امثال په اوسنۍ زمانې کې ډیر کم لیدل کیږي، د الله نظام يي پر ځمکه نافذ کړ، مهاجرینو ته يي پناه ورکړه ، د نصحیت ګرو نصیحت يې و مانه او له کفارو سره ترهغو وجنګیدو تر څو یقین (مرګ) ورته راغی.
=== د سعودي عربستان ستر محدث او فقیه علامه شیخ علوان : ===
د تاریخ ټولې پاڼې مې واړولې خو له ملا عمر پرته مې داسې حاکم پیدا نه کړ چې هغه دې خپله واکمنې د الله تعالی له دین څخه قربان کړي وي الله دي پري ورحمیږي او فردوس جنت دي ځای شي.
=== مشهور ژورنالیست عرفان صدیقي: ===
هغه چې کله دخپلې واکمنۍ دوروستی ښار کندهار له سقوط وروسته د افغانستان د مغرورو غرونو په خوا روان و نو په تندي یې له الله تعالی پرته بل چا ته د سجدې خاپ نه ښکارېدو.
=== دوكتور حاکم المطیري الكويتي: ===
د ملا محمد عمرمجاهد په وفات سره اسلامي امت یوستر مجاهد زعیم له لاسه ورکړ، داسې زعیم چې د یرغلګرې صلیبي ټلوالې په خلاف يي تاریخي مقابله پیل کړه.
اي د اسلامي امت زعيمه ! ته په ریښتیا د اسلامي امت لپاره داسې امام وي چې د اسلامي امت موجود اوراتلونکي نسلونه ، د هغوي ټول جهادي او فکري نهضتونو او فقهي مدارس به په تا پسي اقتداء کوي.
اي لویه استاذه ایا ته په ریښتیا له مونږه وکوچیدي؟!
=== دكتورشامل: ===
ای د نړۍ ژبپوهانو اديبانو !
راشئ د نړۍ د ټولو ژبو قاموسونو له سره ولیکئ ، له هغو ټولو څخه د رجولیت (نارینه توب) لغت وباسئ او پرځای یې یواځې د ملاعمر نوم ورځای کړئ…
=== أبو حمزة الدرعاوي: ===
دا شرعي مسئله ده چې څوک له دښمن سره د مقابلې په سنګر کې د رباط په حال کې وفات شي هغه شهید دی خدای تعالی دي د شهید ملاعمر (مجاهد) شهادت قبول او فردوس جنت ځای کړي.
=== أبو عزام الأنصاري: ===
لوی سړی و په ډیر لوی وجود کې امیر (ساربان) يې پیاده شو ( وفات شو) خو قافله مخ په وړاندې روانه ده.
پر دې سربیره د امیر المؤمنین د وفات خبر د نړۍ د خبري رسنیو تر ټولو داغ خبر و او د اسلامي نړۍ یو زیات شمیر علمي او جهادي شخصیتونو په دې اړه د اسلامي امارت د مشر تابه په نوم د غمشریکي او خواخوږۍ پیغامونه راولیږل.
== خپله د اسلامي امارت رهبري شوری هم د امیر المؤمنین د وفات په مناسبت په لاندې متن افغان مجاهد ولس او اسلامي نړۍ ته د تسلیت او خواخوږۍ اعلامیه خپره کړه . ==
=== د عاليقدر امير المؤمنين ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات د اعلان په اړه د اسلامي امارت د رهبري شوری او دمرحوم د کورنۍ اعلامیه ===
بسم الله الرحمن الرحیم
إن الحمد لله , نحمده، ونستعينه، ونستغفره، ونتوب إليه، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله؛ فلا مضل له، ومن يضلل؛ فلا هادي له. ونشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، ونشهد أن محمداً عبده ورسوله، صلى الله عليه وعلى آله وأصحابه وسلم تسليماًکثیرا.
أما بعد. فقد قال الله تبارک و تعالی:
وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلاَّ بِإِذْنِ الله كِتَابًا مُّؤَجَّلاً وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ الآخِرَةِ نُؤْتِهِ مِنْهَا وَسَنَجْزِي الشَّاكِرِينَ۱۴۵وَكَأَيِّن مِّن نَّبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُواْ لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَمَا ضَعُفُواْ وَمَا اسْتَكَانُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ۱۴۶وَمَا كَانَ قَوْلَهُمْ إِلاَّ أَن قَالُواْ ربَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِي أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ۱۴۷ آل عمران.
ترجمه : او هیڅ یو کس لره دا واک نشته چې مړ شي مګر دالله تعالی په حکم سره په لیکل شوې ټاکلې نیټه به مري،او څوک چې ددنیا اجر غواړي نو له همدې یي برخه ورکوو او څوک چې داخرت اجراو ثواب غواړي نو له هماغه یعني اخرته یي ورکوو،او زر به شاکرینو ته ښه بدله ورکړو. او ډیر داسې نبیان دي چې په خوا کې یي ډیر خدای پالونکي جنګیدلي دي خو دالله په لاره کې د ور رسیدلو مصیبتونو له امله نه سست شول،نه کمزوري شول او نه یي سرټیټی وکړ او الله همداسې صابرین خوښوي.او ددوی له دې پرته بله خبره نه وه چې ویل به یې: اې زموږ ربه ګناهونه مو راوبخښه او په خپلو چارو کې زموږ تیری راوبخښه او پښې مو ټینګې کړه او پر کافرانو نصرت او بریا راکړه .
مرګ حق دی موږ پردې ایمان لرو چې له الله تعالی پرته هر موجود د مرګ سره مخ کیږي،حتی د الله تعالی تر ټولو محبوب مخلوق د دوو جهانونو سردار حضرت رسول اکرم محمد صلی الله علیه وسلم هم د مرګ څکه کړې او له دنیا څخه یي رحلت کړی دی.
همدې حقیقت ته په پام سره د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه او د ملامحمد عمر مجاهد کورنۍ اعلانوي چې د اسلامي امارت مؤسس او زعیم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د ورپيښې شوې ناروغۍ له امله خپل روح ملک الارواح ته وسپاره او له دې فاني جهان څخه یي رحلت وكړ. انالله واناالیه راجعون .ورحمه الله تعالی رحمة واسعة
ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله علیه د اسلامي امت یو ویاړلی او مخلص رهبر و،چې په ډیرو سختو شرائطو کې یي د اسلامي حاکمیت لویدلی بیرغ راپورته کړ، د اسلامي امارت تر نامه لاندې یي یو بشپړ منظم او د اسلامي سیاست پر اصولو برابر شرعي نظام تأسیس کړ،الله تعالی دده په توسط نه یوازې د افغانستان په سطحه مؤمنانو ته د اسلامي نظام نعمت ور ولید بلکې درست جهان ته یي د واقعي اسلامي حاکمیت نمونه وړاندې کړه.
دا څو کرښې شاید د نوموړي د ویاړمنو کارنامو د احتوا تاب ونلري،نوځکه اصلي خبرې ته ځو او هغه داچې عالیقدر امیرالمؤمنین رحمه الله نور له دې دنیا رحلت کړی،په دې شرائطو کې زموږ دنده دا ده چې له نوموړي راپاتې امانت اسلامي امارت هماغسې وپالو لکه ده مرحوم چې پاللی و،هماغسې اسلامي شریعت ته التزام وکړو،هماغسې مخلص او په الله تعالی متوکل واوسو،هماغسې قربانۍ ته حاضر او د حق په لاره کې مؤمن، متعهد،متوکل،صابر،ثابت او له الله تعالی څخه ویریدونکي واوسو تر څو الله تعالی همداسې ددې ستر بار د پورته کولو او تر منزله رسولو توفیق راکړي،او همداسې مو د دنیا او اخرت په سرلوړۍ او بریا ونازوي .
مرحوم ملامحمدعمر مجاهد چې دامریکا په مشرۍ دنړیوال کفري یرغل له ټول فشار او تعقیب سره سره په هیواد کې اوسېده اوپه تیرو څوارلسو کلونو کې حتی د یوې ورځې لپاره هم له افغانستان څخه بهر پاکستان یا کوم بل هیواد ته نه دی تللی او له خپل میشت ځای څخه یي د اسلامي امارت چارې رهبرې کولې چي دنوموړي په دي ستر استقامت او له هیواده په نه وتلو کره شواهد او دلایل مو جود دي څه موده وړاندې د ورپیښې شوي ناروغۍ له امله چې دناجوړي په وروستیو دوه اونیو کې سختي زیاته شوه او په حق ورسید.
عالیقدر امیرالمؤمنین رحمه الله که جسما یو شخص و مګر په معنوي لحاظ نوموړی یو خوځښت،یوه نظریه او د یوه مقدس ارمان حامل و،که څوک غواړي د هغه روح خوشاله کړي او له هغه سره د وفا ثبوت وړاندي کړي،نوباید د نوموړي له میراث اسلامي امارت سره وفا وکړي،د اسلامي نظام د اعادې لپاره په دې شرائطو کې په حیث د مسلمان دا زموږ د فرد فرد وظیفه ده چې د اسلامي امارت د قوت،وحدت ، پراختیا او بریا لپاره ټولې هڅې په کار واچوو، ددې ګډ کور بنیادونه لا پاخه کړو،ځکه زموږ د مسلمان اولس او مجاهد قشر عزت او سرلوړي یوازې د همدغه صف په قوت سره تضمیندلی شي .
مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله اسلامي امارت د یوه ستر خوځښت په حیث په داسې ډول ودان کړی او روان کړی چې ترشا یي جوړ او محکم بنیادونه ، مخلص او باتدبیره ملګري او منظم تشکیلات پرې ایښي دي لهذا مجاهدین او ټول مسلمانان دي مطمئن اوسي،چې دا کاروان به د اسلامي امارت ټول مسؤلین او افراد د الله تعالی په نصرت او دمسلمانانو په ملاتړ د عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله له ارمانونو سره سم منزل مقصود ته رسوي ان شاءالله تعالی و ماذالک علی الله بعزیز
د اسلامي امارت د مشرتابه ، رهبري شورى او دعالیقدرامیرالمؤمنین رحمه الله دکورنۍله پریکړې سره سم به سر له نن یعني د ۱۴۳۶ هـ ق کال د شوال له ۱۴ څخه تر دریو ورځو پورې په ټولو سیمو کې دعلماء کرامو ،د مساجدو د امامانو،قومي او جهادي شخصیتونو،د اسلامي امارت د مسؤلینو،مجاهدینو او عام اولس لخوا د مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله روح ته د دعاء په خاطر دقران کریم د ختمونو ،فاتحو او دعاګانو مراسم ترسره کیږي،او له الله تعالی څخه به مرحوم امیرالمؤمنین ته د مغفرت او اسلامي امارت ته د استحکام او بریالیتوب دعاګانې کیږي .
په پای کې باید یادونه وکړو چې د مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد مورنی ورور ملا عبد المنان اخنداو د مرحوم ملامحمد عمر مجاهد مشر زوی مولوي محمد یعقوب له ټولومسلمانانو څخه خصوصي غوښتنه کوي چې د مرحوم ملا محمدعمر مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت په واکمنۍ کې که ددوی کوم ډول حقوق تلف شوي وي، نو ټول دې ورته عفو وکړي او په دعاګانو کې دي تل یاد ساتي،موږ په دې ستر غم کې ټول مسلمان امت او په خاص ډول د افغانستان مجاهد ولس له ځان سره شریک بو لو اوټولو ته له الله تعالی څخه دتسلیت او صبرجمیل غوښتونکي یو . والسلام
د افغانستان د اسلامي امارت رهبري شوری او دعالیقدر مرحوم ملامحمدعمرمجاهدکورنۍ
۱۴۳۶ هـ ق کال د شوال المکرم ۱۴مه
۱۳۹۴هـ ش کال د اسد ۸ مه
۲۰۱۵میلادي کال د جولای ۳۰ مه
<references/>
Line ۲۲۸ ⟶ ۲۵۳:
* [http://news.bbc.co.uk/hi/english/static/in_depth/world/2001/war_on_terror/investigation_on_terror/people_3.stm د ملا محمد عمر په هکله د بي بي سي بيوگرافيکي مالومات]
* [http://web.archive.org/web/20040421044621/www.jihadunspun.com/thePlayers/mullahoverview.htm د ملا محمد عمر په هکله د سپړلي جهاد د وېبپاڼې پېژندنڅېره]
*
{{start box}}وسلې مرګ کولای شي، خو مرګ ګرځولی نشي{{succession box |
before=[[برهان الدين رباني]] |
title=[[طالبان|د مومنانو قومندان (د افغانستان نه ټاکل شوی ولسمشر)]] |
|