د "رخشانه بېګم" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "Ruqsana Begum" مخ د ژباړلو له مخې جوړ شوی
(بې توپيره)

د ۱۱:۳۶, ۲۲ مارچ ۲۰۱۸ بڼه

رخشانه بېګم (په بنګالي ژبه: রুকসানা বেগম) د ۱۹۸۳م کال د اکتوبر پر ۱۵مه زېږېدلې، چې مسلکي کیک سوک وهونکې ده.  هغه دا مهال د بریتانیا او نړۍ د کیک باکسنګ اتله ده.  هغه یوازنۍ ښځینه مسلمانه ده، چې د سپورټ په ډګر کې یې دا اتلولي ګټلې ده.

مخکنی ژوند

له دې سره سره چې د ونې لوړوالی یې یوازې ۱۵۸ سانتي متره دی، خو میرمن بګیم د خپل ژوند ټول شخصي او مذهبي خنډونه لرې کړل او د خپل ورزشي ژوند لوړې پوړۍ ته ورسېده هغه پوړۍ چې لا دوام لري. هغه وايي: " ما یوه سخت دریځه مسلمانه کورنۍ درلوده. زما کورنۍ له ما سره حسابي کوله. په همدې اساس مې نه شوی کولی چې هغوی ته ووایم چې زه د رزمي هنرونو په زدکړه بوخته یم، ځکه پوهېدم چې د دې کار اجازه نه راکوي.

== سرچینې == 

۱- بي بي سي پښتو