د "ملا محمد عمر" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون |
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون |
||
۴۵ کرښه:
ملا محمد عمر مجاهد د خپل ژوند دریمې لسیزې ته لا نه ؤ رسېدلای چې په افغانستان کې کمونستانو د پوځي کودتا له لارې واک ترلاسه کړ. دا هغه وخت ؤ چې نور نو د ملامحمد عمر په څير د هیواد ټولو زدهکوونکو ته د خپلو دیني زده کړو استمرار ناشونی ښکاریده، ځکه د کمونستانو لومړنۍ مقابله د ټول هیواد په کچه له علماؤ، طالبانو، محصلینو او مسلمانو منورینو سره وه. هماغه ؤ چې ملا محمد عمر هم اړینه وبلله چې خپلې لوړې دیني زده کړې نیمگړې پریږدي او د خپل شرعي مسؤلیت د ترسره کولو لپاره له مدرسې څخه د جهادي مورچل په لورې مخه کړي.
دلته د ملا محمد عمر عملي مبارزه پیېږي چې نوموړي خپل جهادي بهیر د روزگان ولایت د دهراود په ولسوالۍ کې د [[حرکت انقلاب اسلامي]] په تنظیم کې پیل کړ. په دغې ولسوالۍ کې له څه مودې وروسته نوموړی د [[روزگان ولايت|روزگان ولایت]] په کچه د یوه مخور جهادي شخصیت په توگه مطرح او د دغه ولایت په بیلا بیلو برخو کې يې د کمونیستانو په وړاندې په متعددو پوځي عملیاتوکې فعال رول ترسره کړ. نوموړي ددغه جهادي شهرت او په جهادي عملیاتو کې د موفقانه رول له کبله په مجاهدینوکي ځای پیدا کړ او ومنل
=== د میوند ، ژړۍ ، پنجوايي پر سیمو جگړې ===
له کال ۱۳۶۲هـ ش ـ ۱۹۸۳ م تر۱۳۷۰- ۱۹۹۱ پورې ملامحمد عمر (مجاهد) د کندهار ولایت د میوند، ژړۍ، پنجوایې او ډنډ ولسوالیو په مربوطاتو کې چې د شوروي قواوو په ضد د جهاد مهم مرکزونه ول او نږدې هره ورځ به یې مجاهدین له دښمن سره په جگړه بوخت ول، همدارنگه د زابل په ولایت کې د شهرصفا او مرکز قلات مربوطو سیمو کې د کابل ــ کندهار په لویه لاره د روسي یرغلگرو په خلاف ډیر بريالي عملیات ترسره کول چې په ټولوهغو کې په مستیقمه توگه ملا محمد عمر سهیم ؤ. د ملامحمد عمر تر ټولو خوښه کړای
همدارنگه ملا محمد عمر یې په ویشتلو کې ځانگړی مهارت درلود، د یادوني وړ ده چې کندهار په ځانگړي ډول د [[د میوند ولسوالۍ|میوند]]، [[ژړۍ ولسوالۍ|ژړۍ]] او [[پنجوايي ولسوالۍ|پنجوایي]] سیمي د کمونیزم خلاف جهاد کې هغه سیمي وې چې د روسانو د ماتې او تېښتې محوري نقطي بلل کېدې په دې سیمه کې د کندهار هرات په لویه لاره د کمونستانو دومره زیات ټانگونه او نوروسایط تخریب
د محمد عمر مجاهد شهرت د روس په خلاف جگړه کې ډېر زيات و چې د ځينو جگړو پر مهال یې د پېښو يادونه بهرنیانو هم کړې ، د ځینو بېلگې یې چې د جگړې پر مهال نورو مجاهدینو يادې کړي دي دلته يادې
# د بدوانو پوسته :
د کندهار په ولایت کې د دښمن یوه خورا محکمه پوسته وه چې د بدوانو پوسته یې ورته وئیله د دې پوستې سره دښمن په خورا حساس او حاکم ځای کې ټانگ درولی ؤ چې له انداخت کولو یې مجاهدین ډیر په تکلیف ول. ډیرو مجاهدینو څو ځله کوښښ ورباندې وکړ چي دا ټانگ وولي او مجاهدین یې له شره خلاص کړي خو له بیا بیا هڅو سره سره یې کوم مجاهد په ویشتلو بر یالی
# د محله جات په سیمه:
له روسانو سره د جهاد په دوران کي د کندهار د محله جات په سیمه کې په یوې مخا مخې جگړې کې چې د کندهار یو تن بل وتلی او غښتلی [[مجاهد ملاعبیدالله اخند]] چې وروسته یې د [[د طالبانو اسلامي غورځنگ|اسلامي امارت]] د دفاع وزیراو د امریکا تر یرغل وروسته د ملا محمد عمر مجاهد د نائب په توگه دنده ترسره کوله هم ورسره ملگری و. د دښمن دومره ټانگونه او موټرونه وسوځول
# کندهار ـ هرات لويه لار :
د روس ضد ولسي جهاد په مهال د کندهار-هرات په لویه لاره د ژړۍ ولسوالۍ د سنگ حصار په سیمه کې د روسانو ټانگونه تیریدل ملا محمد عمرمجاهد سره ملا برادر اخند (چې بیا د اسلامي امارت نا ئب
# د ملا عمر د نږدې ملکاري ملا برادر اخند له خولې :
ملا برادر اخند چې له ملامحمد عمر مجاهد سره په جهادي دوره کې نږدې پاتې
=== د روسانو له وتلو وروسته ===
په کال ۱۳۷۱هـ ل، ۱۹۹۲ز کې د نجیب د کمونستي واکمنۍ له سقوط او په هیواد کې دتنظیمي جگړو له پیلیدو سره سم ملا محمد عمر مجاهد جگړه ناروا وبلله او د ډېر شمېر نورو ولسي مجاهدینو په څیر وسله له اوږې کوزه او په خپله جهادي سیمه کندهار ولایت، د میوند ولسوالۍ د سنگ حصار د [[گیشاڼو]] کلي د [[حاجي ابراهیم مسجد|حاجي ابراهیم د مسجد]] ترڅنگ یې یوه دیني مدرسه جوړه او په همدې مدرسه کې میشت
== د شر او پساد (کورنيو جگړو) پر وړاندې پاڅون او د اسلامي امارت تأسیس ==
د کمونیستي رژیم له سقوط وروسته د دې په ځای چې اسلامي نظام تاسیس شي او په دې توگه د مجاهد افغان ولس د کلونو کلونو ارمان پوره شي، خپل منځي جگړې پیل شوې، واقعي مجاهدین د یوې منظمې دسیسې له مخې ضعیفه او یا هم بیخي له سياسي صحنې څخه وایستل شول. ځینو پخوانیو مجاهدینو هغه کمونیستان چې باید محاکمه شوي وای په څنگ کې ورسره ونیول لکه برهان الدین رباني او عبدالرب رسول سياف پرچميان ، پخواني جنرالان لکه نورالحق علومي ، عبدالواحد بابه جان ، تورن اسماعیل خان ، گلاب زوی ، فرید مزدک ، کاوياني ، باقر فرین ، جنرال رشید دوستم ، د ببرک کارمل ورور ، د پخواني خاد اړونده مخبرین لکه سروري ، عارف سخره او داسې نور په سلهاؤ يې د هېواد څخه دباندې ولېږل او ځینو نورو په منظمه توگه د ولس په لوټلو، بې پته کولو، د ښځو ماشومانو سره نارواؤ او د وطن په چور تالان پیل وکړ. په دې توگه په درست هیواد کې د هرج ومرج یو داسې تور دوران راغی، چې شاید پخوایي افغانانو نمونه او بیلگه نه وي لیدلي، د مؤمنو هیوادوالو سر، مال او ناموس هره شیبه له گواښ سره مخامخ و، د هیواد په لارو او سرکونو د خودسره، جاهلو او پست صفته ټوپکیانو ځنځیرونه او پاټکونه خپاره شول، چې هر یوه د خپل مزاج موافق له بې وسه هیوادوالو نه یوازې پیسې اخیستي، بلکې د هیوادوالو په عزت او ناموس یي هم صرفه نه کوله، د هیواد د ملي شتمنیو، مادي او معنوي پانگو، د جهاد د غنائمو او حتی د هیواد د ځنگلونو او کانونو داسې بې رحمانه چور تالان پیل شو، چې پخوا یي کله هم بیلگه نه وه لیدل شوې، مؤمن اولس چې څوارلس کاله یي جهاد کړی و نه تنها دا چې د جهاد ثمره یي د ضیاع له خطر سره مواجه وه، بلکې ورځنی ژوند یي هم له خطر سره مخامخ و. د هرج ومرج د فتنې له امله ټولنیز فساد، قتل وقتال، چورتالان، ظلمونه، وحشتونه او د مسلمانانو رنځونه هره شیبه په ډیریدو و، چې دې حالت رښتیني مجاهدین هغوی چې د افغان مؤمن اولس د سوکالۍ، ازادۍ او سرلوړۍ لپاره یي مبارزه کړې وه سخت ځورول.
|