د "ملا محمد عمر" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
ود سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
ود سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۲۶ کرښه:
'''محمد عمر''' (زېږېدنه، ١٩٥٩-) (په انگرېزي:''Mullah Mohammed Omar'') چې د '''ملا محمد عمر''' او يا هم په ساده توگه د '''ملا محمد عمر مجاهد''' په نامه يادېږي، په [[افغانستان]] کې د طالبانو د غورځنگ مشر دی. نوموړی چې اوس په يو نامالوم ځای کې استوگنه لري، له ١٩٩٦ زېږيز کال څخه تر ٢٠٠١ ز کې د افغانستان د حکومت هغه مشر و چې د افغانستان د بېړني حالت د کورنيو جگړو پر مهال د وگړو د ژغورنې په موخه رامخته شو. د هغه پلويان ښاغلي عمر ته د [[اميرالمومنين]] او مممد عمر مجاهد خطاب کوي . دا لقب ده ته دسیمې په کچه د مدرسو علماؤ لخوا چې هم د افغانستان او هم د پاکستان په سیمه خلکو کې شهرت لري د يوې ولسي جرگې په لړ کې کال ۱۳۷۵ هـ لمریز د وري د میاشتې په ۱۶مه نېټه ورکړ شوی.<ref>{{cite news|publisher=نن ټکی اسیا|date=[[٣٠ نومبر ٢٠١۴]]|url=https://www.nunn.asia/30711/که-ملا-محمد-عمر-مجاهد-ووژل-شي-؟/|accessdate=٣٠ نومبر ٢٠١۴|title=د ملامحمد عمر (مجاهد) ذاتي طبیعت او سلیقه}}</ref>
<br />
 
ملا محمد عمر د ٢٠٠١ زېږيز کال څخه راپدېخوا، کله چې امريکايانو په افغانستان کې جگړه پيل کړله ده په يوه تد (نامالومه)ځای کې ژوند اخطیار کړ. ملا عمر هغه کس دی چې امريکا يې د نيولو په لټون بوخته وه او غوښتل یې چې دی او د القاعدې د ډلې مشران او نور غړي ونيسي، خو وروسته د اسامه د نیولو او د القاعدې د نورو غړو له افغانستان څخه وتنې، د امریکا دريځ نرم شو او طالبان یې د نوي دولت په چوکاټ کې سياسي هلو ځلو ته وروبلل، خو تر اوسه هم د شمالي ټلوالې د پرچمي غړو لخوا یې مخالفت کېږي او سولې ته نه پرېښودل کېږي. د امريکا حکومت هغه په ٢٠٠١ کال کې د [[نيويارک]] په سوداگريزو مرکزونو باندې بريدونو کې د لاس لرلو او د اسامه بن لادن او د القاعدې د ترهگرې ډلې د غړو د نه سپارلو په خاطر تورن کړی دی.