د "منظور پشتين" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
'''منظور احمد پښتين''' يا '''منظور پښتون''' په کال ١٩٩٢ کې د [[سويلي وزيرستان]] په يو وړوکي کلي مولا خان سرای کې زېږېدلی. پلار عبدلودود محسود يې د کلي په سکول کې استاد دی او ځکه منظور پښتين خپلې لومړۍ زدکړې هم د کلي د سکول نه پيل کړي. د تعليم مزل يې د [[گومل پوهنتون]]، [[ډېره اسماعيل خان]] نه د ډي وي آيم يا د څارو د ډاکټر د سند په اخستلو پاې ته ورسيد.
 
ښاغلی پښتين د جنورۍ تر اخره يو گمنام ځوان و اوچا هم نه پيژنده خو چې کله يې د فرورۍ په لومړۍ ورځ په [[اسلام اباد]] کې د پاکستان د پوځ د روي په ضد احتجاجي پرلت ووهلو نو د پښتنو په کور کور، کلي کلي او په نړۍ کې خورو پښتنو وپيژند. د څيړنکارو په وينا د منظور پښتين نوم د پاکستان په نورو ښارونو کې دومره شهرت ځکه ونه موند چې د [[اردو]] ژبې ميډيا ته پاکستاني چارواکو پټ احکامات ورکړي وو چې د پښتنو د پاڅون په اړه دې د خلکو ډيره توجه نه راگرځوي.