د "مسيحيت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
ود سمون لنډیز نسته
۷۱ کرښه:
 
===د درېګونوالي اند===
 
تردى ځايه خبره واضحه اوښكاره ده ، خو دالوهيت د عقيدي د تفصيل په اړوند دغه دين د يو ستر بحران سره مخ ده اوپوهه پري څه اسانه خبره نده، تردي چي يوعادى كس هم دى پوهيږي چى په مسيحى دين كي د (الله )څښتنت صور د دريو اقانيمو (Persons ) نه عبارت دى:
'''۱- پلار .
۲- زوى .
روح القدس.'''
او همدى ته د تثليت ( درى ګوني) عقيده يا (Trinitarian Doctrine) ويل كيږي.
خود تثليت د عقيدى په تشريح او تفصيل كى خپله مسيحى علماء د يو له بل نه په جدا لارو روان دى چى يو نه هم په يقين سره مناسب اوسم تعبيرنه راوځي.
دوى له نظرد دغه درى اقانيموله مجموعي څخه يوڅښتن راځي . آودغه اقانيم كوم دى؟
ځيني وائى : څښتن عبارت دى د پلار، زوى او د مقدس روح مجموعى څخه .
(۱) H. Maurice Reition: studies in Christian doctrine , Macmillan , London 1906, p.3 .
(۲) دغه عقيده ديوي لوى مسيحى مذهب عقيده دى، پدى اړه برطانوى دائرة المعارف وګوري .ج۲۲، ص ۴۸۹د ( Trinity ) مقاله .
 
ځيني بيا وائى: دڅښتن مجموعه عبارت ده له : پلار، زوى او پاك لمنى مريم څخه (1)
اوس ځانته د هر اقنوم څه حيثيت دى ، بيا د هر يو انداز او نسبت د څښتن د مجموعى څخه چى ( ثالوث) يا (Trinity ) بلل كيږي څه دى؟
دغو ټولو پښتونو ته ځواب ويل د يو پيچلى اولا نجمن اختلاف سلسله ده :
څوك نظر لرى چى هر يو په خپل ذات كى يو الله ( څښتن ) دى او مجموعه ددي څښتنانو ( ثالوث) بلل كيږي (2).
يو بله طائفه ( ډله) بيا وايي چى هر يو په خپل ذات ( ځان) كى د يواله ( څښتن) ده خو په هغه اندازه نه كوم چى دڅښتنانو مجموعه ( ثالوث) بلل كيږي ، بلكي ترهغى كم دى . او د ( الله) څښتن اطلاق پر دوي دپراختيا له امله ايښودل شوى (3)
دريمه ډله بيا وائى : دغه درى اقانيمه څښتن نشو بللى اوڅښتن د دريو واړو له مجموعى ( ثالوث) څخه عبارت دى( 4)
 
'''
== په تثليت كى د توحيد عقيده =='''
دغو بى شميرو بيلا بيلو نظرويو د تثليت ( درى ګوني) عقيدى نه يو بوږنونكي خوب ګرځولي ، چي دلته به ددغى عقيدى تفسير وړاندي شي، خو هغه څه چى ډيرو مسيحيانو ځانونوته غوره كړي او ښايي ښه مقبوليت دوى ته ولرى ، هغه څه دي چي برطانوى دايرة المعارف كى راځي.
د درى ګوني ( تثليت) مسيحى عقيدى ښه تعبيرپه لاندى ټكوسره كولى شو.
پلار( آب) اله ده، زوى ( ابن) اله ده او مقدس روح هم اله ده خو دغه درى واړه بيا په مجموع كى درى اله ( دري څښتنه ) نه دى او صرف يو اله ده.
دغه مسيحى عقيده مونږ مجبور وى چى هر يو له دغو دريو ( اقانيمو) څخه څښتن ( اله) او خپل لوى بادار وبلو، خو كاتوليك مذهب بيا داسى نه ده، هغوى له دى منع راوړي چى هر يو ځان ته څښتن او بادار و بلل شي.
دريمى مسيحى پيړي ستر عالم او فلسفى ( سينټ اګسټاين ) (St. Augstine) په خپل مشهور كتاب (On the Trinity) كى دغه قضه په پوره تفصيل سره راوړي:
دعهد قديم ( دپخواني زمانى) او عهد جيد ( اوسنى زمانى ) دكاتوليك څومره علماوو ليكنى چى ماته ئى لوستل اسانه شوى اوپدى اړوند يى ليكنى كړي ټول پدى خبره اتفاق سره لرى سره له هغو ټولو ليكنو سره چى له مانه مخكى ئى په تثليت (درى ګوني) عقيدى كى ليكنى كړي.
(۱ ) د دغى عقيدى خاوندان په عربى مسيحيا نو كى د ( انير مدتيس) مذهب ده، دغه فرقه اوس له منځه تللى، پدى اړه ( نويد جاويد) وګوره ص 365، د ( Sale ) قس( پشپ) په حواله .
(2)Hibbert Journal xxiv no .1. As Quoteb by the Encyclopedia Britannica, 1950, p 479, v.22.
(۳) ددغى عقيدى خاوندان د (مرقوليه ) فرقه ده، پدي اړه ( الخطط المقريزيه)
دريم جلد ، 408 ص. لبنان 1909 ته مراجعه وكړى.
( ۴)St. Thomas Aquinas, Basicwritings of p. 227. v.22.
 
ټول غواړي چى د پاكو سپارو په رڼا كى دغه قضيه راوڅيړى.
( د پلار، زوى¸او مقدس روح) عقيده چى په مجموع كى يو ( الهى وحدت) جوړښت ترى منځ راځي په خپل ځان كى تقسيم او ويشه نه منى ، دوى درى الهه يا څښتنه نه دى بلكي ټول د يو څښتن څخه عبارت دى ،او له كومى نه چى پلار زوى پيدا كړي نو پلار زوى نده ،اوله كومى نه چى زوى له پلاره زييږدلي نو زوى پلار نده.او مقدس روح نه پلار ده اونه زوى . بلكى دا د پلار او زوى روح ده چى دواړو كى يو ځاي موندل كيږي او دوى سره په ( ثالوثى) درى ګوني جوړښت كى يوځاي كيږي .
دا ګمان دى هم نه كيږي چى دغه ثالوثي جوړښت د پاك لمنى مريم له ګيډي زيږدلي، او بيا دى د پنطليس پيلاطس په راريا سولى ځړوولى وى اوپه دريمه ورځ دى له خپله قبره بيرته پورته شوى وىاوبيا دي جنت ته ننوځي ځكه دغه پيښي ثالوثى جوړښت سره ندى پيښي شوى او يوازى او يوازى د زوى سره پيښي شوى.
او همداسي داګمان دى هم نه كيږي چى دغه درى ګوني يو والى چى په يسوع مسيح لكه د هغه كونترى په شان چى په ( تعمده) كى راغلى نازل شوى ځكه دغه پيښه د مقدس روح سره پيښ شوى.
او همداراز داګمان هم نه ده صحيح چى په مسيح مسيح باندى( اعتماد) تر سره شى او بيا هغه خپلو دريو زده كونكو سره په غزه كى ولاړ وه او دريم جوړښت ورته د ( ته زما زوى ئى) اواز وكړه.
...... دغه د پلار ويوكى( كلمه) وه چى خپل زوى ئى پرى راوبله. او دپلار، زوى او مقدس روح سره ويشه سره نه منى، او دوى سره د ويش نه منونكى پيښي غوندى كار ترسره شوى، دغه زما عقيده ده ځكه دا يو كاتوليكى عقيده ده (2).
نو اوس عيسايانو سره د درى ګونو يو والى نه د خلاصون لياره كومه ده چى درى نه يوجوړوي او پخوا لدى چى ددى سوال په ځواب پوه شو، لا زمه ده چى پلار، زوى او مقدس روح بايد وپيژندل شي؟
'''پلار:'''
په عيسوى عقيده كى دپلار نه مطلب هغه يو الهى ذات دى چى د كلام ( خبرو) او د (حيات) ژوندون له صفتووتلى وى، او دا د زوى د پيدايښت له ( Principal ) اساس اوتهداب ‘ګڼل كيږي ، د پلار دكلمى هغه تفسير چى مشهور مسيحى فيلسوف (توماس اكو نياس) (St.Thomas Aquinas)كړي سم ندى كوم چى وائى :
پلار يو څوك زيږولى، او يوڅه وخت تير شوى وه چى پلار وه او زوى وجود نه درلود، او دا يو لاهوتى ( خدائى) اصطلاح ده چى يو ازى دا معنى لرى چى پلار دى د زوى اساس وى لكه چى ذات دڅښتن دصفاتوپيليزه او اساس ده . او كه نه له كومى نه چى پلار ده زوى هم وه.
د متي هغي قصي ته اشاره ده 17 : 5 د تجلى قصه.
Basic writing of St. Augstine, Trans by: A.W. Haddan & edited by Whitney, Newyork 1948, p.672.v.2.
 
او يوهم پربل د پيدايښت مخكى نه لرى. (1).
اوس نو ولى الهى ذات ( پلار) بلل كيږي؟ و دى پوښتني په ځواب كى ( الفريد اى ګاروي)
ليكى:
لاندى خبرى نه مطلب ځينو حقايقو ته د انسان نظر اړول دى،او لومړي اشاره دى ته ده چى ټول مخلوقات په خپل پيدايښت كى څښتن ته ضرورت لرى، لكه چى زوى پلار ته ضرورت لرى.
دوهم : دى كى دا دلالت پروت دى چى الله په خپلو بندګانو داسى مهربانه وه لكه چى پلار په خپلو زامنو(2)
زوى
زوى نه د عيسوى مذهب مراد دخداى د خبرو صفت ده ( Word of God) كومى خبرى چى د انسانانو د خبرو په رنګي نه وى ، د خداى او د بنده د خبرو تر منځ يو لوى توپير پروت دى كوم چى " اكويناس" ئى بيا نوى:
په انسانى فطرت د خبرو صفت كي كوم جوهرى ( اصل) وجود نه لرى او همدا وجه ده چى دى ته مونږ د انسان زوى يا د انسان ماشوم نه شو ويلى خو د خداى دخبرو صفت يو جوهرى صفت دى چى په اصل كى ځان ته وجود لرى، نوځكه په مجازي توګه (زوى) بلل كيږي اوهر څه چى پليزه او اساس ده هغه ( پلار) ده .(3)
د عيسوى عقيدى په مطابق د خداى نه چى كومه اندازه معلومات لاس ته راځي ټول دهمدغه صفت په ذريعه سرته رسيږي او د همدغه صفت نه ټول څيزونه پيداكيږي او دغه صفت د
( پلار) په شانى پخوانى اوهميشه دى (۴) او همدغه الهى صفت وه چى په انسانى وجود كى ئى حلول وكړ او د مسيح بن مريم په شكل څرګند شو او له همدى نه د ( خداى زوى بلل كيږي).
او د تجسيد عقيده ده چى په مسيحى دين كى د يو لوى او مستقل حيثيت نه برخمنه ده تفصيل به ئى وروسته را شى.
 
== مقدس روح ==
د مقدس روح نه مطلب ( Holy Spirit ) د پلار او زوى د ژوندون او مينى صفتونه دى يعنى د دى صفت په واسطه ذات ( پلار) د خپل علم ( زوى) سره مينه كوى او همداراز زوى د خپل پلار سره، دغه صفت هم لكه د خبرو د صفت په شان ديو جوهرى ( اصل) وجود به رنګي وجودلرى، او د پلار او زوى په رنګي قديم ( پخوانى) او هميشنى دى.
او له همدى امله داهم ځان ته يو اقنوم ( Person ) شخصيت بلل كيږي.(5)
مسيحيان عقيده لرى كله چى مسيح عليه السلام په اعتماد كى نيول كيده همدا صفت وه چى دهغه په وجود كى لكه د كونترى په شان يي حلول وكړ.(6)
 
۱-Basic writhihgs of St. Thomas Aquinas, edited by pegis pp. 324- 26, 1 Newyork 1945.
۲- ددينونو او اخلاقو دايرة المعارف ( ۵۸۵-۳).
۳- Aquinas,The smmma Theologica , Q .33.Art .20,3.
۴- Augustine: The city of god book xi,ch xxiv.
۵- The city of god , p168 v.2.
۶- پدي هكله متي وګوري ۱۶:۳ اوكومي ټوټي چي مو دلته وړاندي كړي ، هغه دي چي ( اوغسطنوس ) ددري ګوني عقيدي په تفسير كي بيان كړي.
 
او كله چى الله نوموړي اسمان ته پورته كاوه نو همدغه مقدس روح وه چى الله حوارينو ته د اور ژبوپه رنګي ددوي د(۵۰) اختر په ورځي كي نازلي كړي وي چي د( عنصرة )(۱) اختر په نوم هم ياديږي چي دوي يي ( Pentecost ) بولي . (۲)
۱- عنصرة يو عبراني كلمه ده چي دمحفل او اجتماع معني وركوي ، او دعنصرة اختر اويا (۵۰) اختر په مسيحي عقيده كي دهغي ورځي يادون دي چي مقدس روح د( صهيرنية ) په غونډه كي په ذده كونكو را نازل شو ، چي دا په اورشليم كي واقع دي ، اودغه اخترد ( الفصح) او ( احد القيامة ) يعني په دريمه ورځ دقبر نه دمسيح عليه السلام دريدل وروسته لدي چي په صليب او په دار وځرول شو ، او مړ شو دا دهغي يادون دي . د۵۰ مي ياد دي ، او ديهودو په نژد دا د( عيد النصرة ) دهغي اختر ياد دي چي په طور سينا كي شريعت پر موسي( عليه السلام ) نازيليده .
۲- كتاب الاعمال ۲:۱ نه تر ۲۲ او اګسټاين ص ۶۷۲، دوهم جلد .
 
په لنډه توګه د درى ګوني عقيدى يو والى په مسيحى عقيده كى (Tri-Unity) عبارت لدى نه ده چى د الله اطلاق په دريو اشخاصو ( اقانيمو) باندى كيږي.
دڅښتن ذات چى ( پلار) كيږي ، د څښتن خبرو صفت چى ( زوى ) ګنل كيږي او د دوى دواړو د ژوندون او مينى صفت چى مقدس روح يي بولي، او هر يو لدغو دريواړوڅښتن بلل كيږي، خو ټول په مجموعه كى درى خدايان ندى بلكى ټول د يو خداى تعبير وركوى .
 
 
{{main|Trinity}}
[[Image:Andrej Rublëv 001.jpg|left|thumb|215px|The [[Hospitality of Abraham]] by Andrei Rublev: The three angels represent the three persons of God]]