د "پاړسي ژبه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
ود سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۳۱ کرښه:
}}
 
'''دري''' چې د '''پارسي''' ، '''پاړسي'''، '''هزاره گي''' يا '''دېگاني''' (په پاړسي: فارسي) په نومونو هم يادېږي د څو گړدودونو په درلودو ېې ځانته څو نومان ترلاسه کړيدي ، خو معياري ژبه ېې د فارسي په نوم ثبت ده . دغه ژبه د هندواروپايي ژبو په کتار کې يوه پراخه د افغانستان لوېديځ لور ته د ايران ژبه ده . ددې ژبې پراخېدل د مُغلو له پير سره پيل شوه ، د زېږېدو ځای ېې [[ماروالنهر]] ياد شوی چې د نن ورځې د [[ازبکستان|اوزبکستان]] د سوېل لوېديځې سيمې [[بخارا]] ياده شوې چې د همدې ژبې ځينو مؤرخينو هم يادونه کړېده چې يو ېې هم [[غلام محمد غبار]] دی ، همدارنگه د دري گړدود په جوړولوکې ېې د لرغونو سيمه ييزو ژبو لکه [[اسکای]] ، [[تخاري]]، [[سغدي]]، [[پارتي]] او هم [[پهلوي]] اغېزې ښودلي دي .<ref>[[غلام محمد غبار]] : زبان دري اصلآ در دو طرفه رود جيحون (افغانستان و ماورالنهر) بميان آمده و از زبانهای قديمي دو سمت ازقبيل اسکای ، تخاري، سغدي، پارتي، پهلوي در تشکيل آن موثر قوي بوده .</ref> او تر هند پورې ېې پولې وغځولې . ژبه په دوو هېوادو ، ايران او تاجکستان کې د ملي او رسمي ژبې په حيث پېژندل کېږي او د همدې ژبې گړدود د دري په نوم په افغانستان کې د دوهمې رسمي ژبې په توگه په کال ۱۹۶۴م ز کې ونومول شوه. په افغانستان کې د وروستنيو سرشمېرنو اټکل چې په کال ۱۹۹۹ز کې شوی و له مخې ېې د دري ژبې ويونکي په ټول افغانستان کې شاوخوا12.4 ميليونه وگړي ياد کړي دي .<ref>http://www.hewad.com/ethnic.htm</ref>
 
{{د منځنۍ آسيا لويې ژبې}}