د "غلجي" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
ژبښود سم شو
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل کاريال سمون
ژبښود سم شو
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل کاريال سمون
۱ کرښه:
'''غلجی''' ، '''خلجی''' ، '''غرزی''' ، '''غرځی''' ''(په عربي ژبه : ملوک الجبال)'' نومول سوی . د پښتني گڼ شمېر قبایلو درست( بشپړ) ټبرنی نوم دئ چي په تدریجي توګه د غرزي څخه غلجی يا خلجی جوړ سوی او په سیمه کي مشهوره سوی دئ. دا ټبر د [[افغانستان]] په ټبرونو کي تر ټولو غټ ټبر دئ او ډېر لرغونی تاریخ لري . د غرزيؤ (خلجیو ، غلجيؤ ، غلځيؤ) په اړه د افغانانو دښمنانو لخوا ډېری جعلیات او خپلسري څېړني سوي دي چي له مخي ئې د افغانستان تر ټولو لوی ملت پښتانه په ناوړه نومونو او تاریخونو پوري تړلي دي . دغه ډېری جعلياتو ته په کتو سره د معاصرو پښتنو څېړونکو د کتاره [[محمد معصوم هوتک]] هم په خپل کتاب د[[پښتني قبیلې او روایتي شجرې]] کي يادونه کړې او د جعلگرو له مخه ئې پرده پورته کړې چي دغسي ئې کښلي: په پښتنو کي غلجی (غرځی،غرزی) قبایل هم د شمار له مخي او هم په تاریخ کي د خپل ځانگړي رول د مخي د يادوني وړ دي. ٫٫ له دغي قبیلې څخه لودیانو د څلورمي هجري پېړۍ په سر کي په ملتان کي د يوې درنې پاچهۍ تاداؤ کښېښود چي نیمه پېړۍ ئې دوام وکړ او د [[سلطان محمود غزنوي|غزنوي سلطان محمود]] له خوا په ۴۰۱ هـ س ورانه سوه . تر دې وروسته په هند کي دغلجي شاهانو اوږده دوره شرو( پیل) کېږي چي شرو ئې په ۱۲۰۶ زېږدیز کال کي وه او څه د پاسه درې سوه ؤ شل کاله ئې دوام وکړ. همدارنگه دی د غلجي پر ځای غرزی ورته کاروي ځکه چې غلجی د پردوپالو د خوا دغي لویي قبیلې ته ويل سوئ او دا ځکه چي د پردو ژبنيزو تېروتنو او کله کله متعصبو فکرونو د پښتنو سم نومونه ناوړه اړولي او ناوړه يېئې تعبیر کړي دي.
 
== پېښلیک ==
"https://ps.wikipedia.org/wiki/غلجي" نه اخيستل شوی