د "امير امان الله خان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۳۳ کرښه:
دلته به ډېر اصلاحات راځي، چې هېواد په نړۍ كې خپل مناسب ځاى ومومي، زه به د “شاورهم فى الامر” پر اساس د هېواد چارې اجرا كوم، تاسې به د خپل دين او هېواد په چارو كې ډېر هوښيار اوسئ او په بيدارۍ به وطن ساتئ.
زه تاسو، ټول اهل اسلام او ټول بني نوع انسان ته خير او سعادت غواړم.”
 
كله چې اعليحضرت امان الله خان انگرېزانو ته د افغانستان خپلواكي اعلان كړه، انگرېزانو هېڅ غوږ پرې ونه گراوه، نو ځكه اعليحضرت اړ شو چې د انگرېزانو په وړاندې د غزا او جهاد اعلان وكړي. افغان ملت په ډېر لإ وخت كې انگرېزانو ته ماته وركړه. انگرېزانو چالاكي وكړه، د خپلې شرمېدونكې ماتې د پردې كولو لپاره يې د سولې خبرې پيل كړې او د افغان غږزيانو د لا نورې پرمختيا مخنيوى يې وكړ.
د هېواد د فرهنگ د غوړېدا په لړ كې د اعليحضرت امان الله خان لومړى گام د امان افغان خپرول وو، چې لومړۍ گڼه يې د ١٩١٩ زېږيز كال د اپرېل پر ١٢مه د [[عبدالهادي داوي]] په مديريت خپره شوه. دغې خپرونې د خلكو د ذهنونو په روښانولو كې پوره ونډه واخيسته او هېوادوالو ته يې د هېواد د پرمختيا لورى په گوته كړ. د مطبوعاتو په برخه كې بيا وروسته په لسگونو نورې جريدې او مجلې خپرې شوې او په هر ولايت كې يوې جريدې خپرونې كولې. همدا وخت د ارشاد النسوان په نامه د ښځو يوه خپرونه هم وه.
Line ۴۳ ⟶ ۴۴:
اروا يې ښاده .
د اعليحضرت د وصيت له مخې د هغه جنازه افغانستان ته راوړل شوه او په جلال اّباد كې د خپل پلار د مرقد تر څنگ خاورو ته وسپارل شو.
 
[[File:اعلیحضرت غازي امان الله خان.jpg|thumb|اعلیحضرت غازي امان الله خان]]
 
اعلیحضرت [[غازي امان الله خان]] د[[۱۹۱۹]] زیږدیزکال داپریل په میاشت کې دکابل په عیدګاه جومات کې پر منبر باندې [[دافغانستان دخپلواکۍ]] اعلان کوي
 
== انځورتون ==