د "احمد شاه درانی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۶۳ کرښه:
سدو د عمر ځوی، عمر د معروف ځوی، معروف د بهلول ځوی، بهلول د کاني ځوی، کاني د بامي ځوی، بامي د حبيب ځوی، حبيب د پوپل ځوی، پوپل د پوپلزو لومړی نيکه د زيرک ځوی، زيرک د عيسی ځوی، عيسی د اودل (ابدال) ځوی اودل د ترين ځوی، ترين د شرخبون ځوی او شرخبون د سړبن ځوی.
 
د احمد شاه بابا نيکه دولت خان د دولسمې هجري پېړۍ په سر کې د کندهار د اوداليو پښتنو نوميالی مشر و،و{{نیازمند منبع}}، خو څنگه چې يې په پښينی خاوره کې د پردو حکومت نه مانه او د صفوي حکومت د عصبی او ارمنی حکمران گرگين امر ته يې غاړه نه ايښووله نو ځکه ارمنی گرگين تر يوه ناڅاپه يرغل وروسته دولت خان د کندهار ختيځې خوا ته د [[ښار صفا]] په سيمه کې د هغه د ځوی نظر محمد خان سره وواژه، کلا او شتمني يې ور تالا کړه.
 
دې پېښې د هغه ځای پښتانه سخت وپارول په تېره بيا د [[ارغستان]] پښتانه ټول په يوه سلا [[گرگين]] ته پورته شول، گرگين ېې وارخطا کی مجبور شو د روغې له لارې ورته راوړاندې شو ، او د [[دولت خان]] د مشر زوی [[رستم خان]] مشرتوب ېې ومانه ، خو ددې د پاره چې د پښتنو له يرغله په امان پاته شي د دولت خان کشر زوی [[زمان خان]] (د احمد شاه بابا پلار) ېې د يرغمل په توگه د ځان سره پخپل دربار کې وساته. څو چې بيا ېې [[کرمان]] ته ولېږه او د (۱۱۲۲ هـ لمريز) کال تر شا وخوا پورې هلته نظر بند و . هغه وخت چې د [[ميرويس نيکه]] په لاس په [[کندهار]] کې د صفوي حکومت کمبله ټوله شوه او گرگين ېې وواژه ، نو زمان خان هرات ته راغی او هلته د پښتنو په مشرتوب او پاچايي وټاکل شو ، څو چې په (۱۱۳۵ هـ لمريز) کال ېې د دې جهان له ژونده سترگې پټې کړلې.<ref>'''د افغانستان نوميالي''' - د ارواښاد بېنوا اثر - د ز رديف کې د زمان خان ابدالي ليکنه</ref>