د "بسوس جګړه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
 
۱ کرښه:
د بسوس جګړه (عربي: حرب البسوس) هغه اوږده جګړه وه چې له [[اسلام]] څخه مخکې د عربو د دوو قبیلو ترمنځ ونښته او ۴۰ کاله یې دوام وکړ. دا جګړه د سعد بن شمس، چې د البسوس بنت منقذ په نامه عربي شاعرې ګاونډی وو، د اوښې د وژلو له کبله رامنځته شوه. البسوس، د هغه مهال نورو عربو په شان، دا کار یې په خپل شان کې ستر توهین وګاڼه او هماغه وو چې ځینې پېښې د دې جګړې لامل شول. تغلب بن وائل او بکر بن وائل قبیلې کابو څلوېښت کاله (۴۹۴ – ۵۳۴ز) وجنګېدل او یو له بله به یې د وژنو غچ اخیسته. د بسوس جګړه نن سبا د جنګ، جنجال او غچ اخیستنې د مخنیوي لپاره په عربو کې د متل په توګه کارېږي.
 
==د جګړې کیسه==
۶ کرښه:
د کلیب وژنه د دواړو قبیلو ترمنځ د جګړې لامل کېږي.
 
د بکر قبیلې یو مشر، الحارث بن عباد، نه غواړي چې په دې جګړه کې را ښکېل شي. نوموړی هڅه کوي چې د دې جګړې مخه ونیسي، نو ځکه خپل زوی جبیر د تغلب قبیلې اوسني مشر او د کلیب ورور [[عدي بن ربیعةربیعه]] ته د روغې جوړې لپاره ورلېږي.
 
هغه مهال په عربو کې دا کار دود وو چې یو لوی کس به یې د مړي په بدل کې مقابل لوري ته د قربانۍ لپاره ور لېږی، او داسې تمه کېده چې مقابل لوری به هغه کس بښي او له همدې لارې به د دواړو خواوو ترمنځ روغه کېږي. خو د تمې او د هغوی د دود خلاف، جبیر یې وواژه. د جبیر غمځپلي پلار الحارث یو اوږد شعر (۴۰ بیتونه) ووایه او په هغه شعر کې یې دا خبره روښانه کړه چې اوس نوموړی په دې جګړه کې برخه اخلي. هغه پر خپلو خلکو غږ وکړ چې خپل سرونه وخریي؛ او د خپل اس د سر او لکۍ وېښتان یې هم وخریل، چې وروسته بیا دا په عربو کې د غم او غچ اخیستنې په توګه یو دود شو. په جګړې کې د تغلب قبیلې ډېر کسان ووژل شول او الحارث دا لوړه وکړه چې تر هغو به د تغلب له خلکو سره خبرې ونه کړم تر څو چې ځمکه زما سره خبرې نه وې کړې، یانې هيڅکله.
۱۳ کرښه:
 
الحارث د خپل زوی غچ اخیستی وو او نور یې نه غوښتل چې د ځمکې د خبرې کولو پر لوړې ټینګ شي، نو هماغه وو چې ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسېده.
==تړلې لیکنې==
 
[[عرب قبایل]]
==اخځونه==
العقد الفريد، ټوک۲، مخ۲۸۶