د "بسوس جګړه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۲ کرښه:
 
==د جګړې کیسه==
دا کیسه په عربو کې د اسلام له راتګه مخکې تېره شوې ده. د البسوس بنت منقذ په نامه عربه شاعره په بکر بن وائل قبیله کې د خپلو خوریانو جلیلة بنت مرة او جساس بنت مرة لیدو ته ځي. جلیلة د تغلب د قبیلې ملک کلیب بن ربیعة مېرمن وي. کلیب په خپلو ځمکو کې یوه نابلده اوښه ويني او په غشې یې ولي. دا د البسوس اوښه وي. البسوس غوسه کېږي، دا کړنه د خپل شان توهین ګڼي او خپل خوریي جساس ته شکایت کوي. جساس په ډېرې جذبې سره خپل اخښي کلیب ته ورځي او وژني یې. د مړینې پر مهال، کلیب پر یوه ډبره خپل ورور عدي بن ربیعة ته، چې په سالم الزیر سره مشهور وي، دا وصیت لیکي چې (سالم لا تصالح) - سالمهǃ روغه جوړه مه ورسره کوه.
 
د کلیب وژنه د دواړو قبیلو ترمنځ د جګړې لامل کېږي.