د "خاکرېز ولسوالۍ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۴۷ کرښه:
}}
[[دوتنه:Khakrez Distract Afghanistan.jpg|بټنوک|د خاکرېز په ولسوالۍ کي د شاه مقصود (رح) مزار]]
'''خاکرېز ولسوالۍ''' د [[افغانستان]] د [[کندهار ولايت|کندهار]] ولايت یوه ولسوالۍ ده. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۱۹،۲۰۰ وگړو ته رسېږي.<ref>http://www.mrrd-nabdp.org/Provincial%20Profiles/Kandahar%20PDP%20Provincial%20profile.pdf</ref> خاكرېز ولسوالي له كندهار ښار څخه لېري پرته ولسوالى ده، چي دا مهال ډيره ناامنه ده. د نوموړي ولسوالۍ مهم پيداوار ځيره، جواري، غنم، انگور او انار دي او زيات شمېر اوسيدونكي يې په كرهڼه بوخت دي او تقريباً ۶۰ كيلومتره سړك پكښي تير سوى چي ټوله خام دئ او نه دئ رغول سوى.
د نوموړي ولسوالۍ مځكي د كاريزونو په واسطه اوبېږى، چي هغه يې هم زيات ډك سوي او د هغه د پاكيدو كار نه هم دولت كړى او نه هم د كومې موسسې لخوا څخه په دغه اړه کوم څه تر سره سوي دي.نوموړې ولسوالي د ولسوالۍ تعمير نه لري او د امنيه قومندانۍ د تعمير د رغيدوكار يې اوس روان دئ او په نژدې راتلونكي كي به بشپړ سي.په نوموړې ولسوالى كي يو كلينيك فعاليت لري، دغه راز د ملي پيوستون لخوا څخه په نوموړې ولسوالي كي يو شمير پروژې ترسره سوي دي، خو د امنيت د خرابوالي له امله نورو موسسو زړه نه دى ښه كړى، چي په خاكريز كي د بيارغوني او نور كارونه ترسره كړي.
نوموړې ولسوالي د ولسوال په گډون ټول ۹۰ تنه پرسونل لري، چي په هغو هم د ولسوالۍ امنيت ساتي او هم يې نوري چاري پر مخ بيايي.