د "د پیسو نړیوال صندق" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و 198
۳۴ کرښه:
}}
 
'''د پیسو نړیوال صندق''' {{Lang-en|International Monetary Fund}} یا '''IMF''' یو نړیوال سازمان دي چې په ۱۹۴۵ میلادي کال یې بنسټ په [[امريکې متحده ايالتونه|امریکې]] کې کیښودل شو چې اوس ۱۸۷189 غړي لري. ددې صندق موخې په مختلفو جهتونو کې شتون لري یعنې د نړیوالې پولي همکارۍ پیاوړتیا، مالي ثبات ساتنه، نړیواله سوداگري اسانول، کار او اشتغال کچه لوړول، باثباته اقتصادي پرمختگ رامنځ ته کول او د نړۍ په سطح د غربت کچه راټیټول.
==د صندق دندې==
د دولتونو اقتصادي، مالي او پولي سیاستونو جوړونه او ارزونه ، د تسهیلاتو ( پور ) ورکړه. کله چې د تادیاتو بیلانس توازن موجود نه وي، د غړي هیواد د اړتیا او غوښتنې په اساس لازم تسهیلاتو ( پور ) ورکول کیږي خو شرایط لري. متقاضي هیواد باید د صندق غوښتنې او شرایط ومني او کړنې د صندق د شرایطو په اساس عیارې کړي او ددې ترڅنگ دریېمه دنده یې تخنیکي او فني مرستې او روزنیز پروگرامونه د دولتونو مرکزي بانکونو او اړونده ادارو ته دي. ددې په خواکې، ځینې نورې اهمې دندې هم پرمخ وړي. د مالي او پولي ثبات او پرمختگ لپاره لازمې مشورې او توصې کول، له اړونده چارو څارنه کول، د اړونده مقرراتو او بانکي ساختارونو بیا کتنه او سمون، د ارزي عملیاتو سمبالښت او د تادیاتو د سیستمونو سمون او پرمختگ او هم په مالي نظام کې د سیستمونو ملاتړ او داسې توصې وړاندې کول ترڅو مالیاتي او گمرکي امور، بودجه جوړونه، د مخارجو مدیریت او د کورنیو او بهرنیو قرضو سمبالښت او په ټوله کې د اقتصادي او مالې قوانینو او طرحو سمون او ترتیب د پیسو د نړیوال صندق بنسټیزې دندې او موخې دي.