د "د اقتصاد علم" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
 
۳ کرښه:
==نوم==
اقتصاد چې په انګلیسي کې ورته economy ویل کیږی، اصلا دا کلمه د لرغوني یوناني ژبي د ( οἰκονομία -ايکانومیا ) څخه اخېستل شوي دی چې د دو کلمو څخه جوړ شوي دی چې οἶκος (اُیکُس د کورنۍ په معنا) او νόμος (نُمُس د طریقې یا قانون په معنا) ده. په لرغوني یونان کې یوازې د کورنۍ دنظم ورکولو بحثونه و د ارسطو په اثاروکې د Economicus کلمه دهغې پانګې (ثروت ) او شتمنۍ په مفهوم کارول شوې ده چې له سودا ګریزو هڅو څخه به لاسته راوړل کیدې اقتصادي مسالې د ارسطو په نظریاتو کې د دولت او ټولنې په هکله دهغه د عمومي فلسفې سره ګډې اویوځای دي اقتصاد ټولنیزه پوهه ده چې د نورو تولنیزو علومو یا پوهنو له څانګو لکه تاریخ ، سیاسي علوم ، ټولنپیژندنې سره نږدې اړیکې لري .<ref>[https://www.nunn.asia/2485/2011-06-18-11-39-35/ د عطا محمد میاخېل، دکابل پوهنتون دساینس پوهنځي د استاد لېکنه]</ref>
==د اقتصاد د علم مخېنه==
داقتصاد دعلم بنسټ په واقعي توګه د ( اقتصاد د علم پلار ) [[ادام سمیت]] ( 1723 ـــ 1790) کال د ( [[د ملتونو پانګه|ملتونو د پانګې]] ) دکتاب په خپریدو سره کیښودل شو ، ددې اثر په خپریدو سره د اقتصاد علم له سیاست او فلسفې څخه بیل او خپلواک شو تر دې دمخه د اقتصاد علم د فلسفې او سیاست دیوې برخې په توګه مطالعه کیده .
دملتونو دپانګې د کتاب له خپریدوڅخه نږدې 150 کاله وروسته په 1936م کال کې [[جان مینارد کنز]] ( 1946م ) ( [[د اشغال عمومي تیوري]] ) کتاب په خپرولو سره د اقتصاد علم ته وده او پراختیا ورکړه ، ددې کلونو په ترڅ کې د [[کارل مارکس]] ( 1818ـــ 1924م ) کتاب د ( کاپیټال ) په نوم ، چې د پانګوالۍ د نظام پر ضدیې انتقادي بڼه درلوده ، خپور شو چې د اقتصاد علم یې له پخوانه ډیر بډای او ځواکمن کړ.
 
== د اقتصاد د علم څانګي ==
* [[رسنيز اقتصاد]]