د "پښتو" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۳۴ کرښه:
 
== مخينه او لرغونتوب ==
د ويدا اوستا مها بهارت او [[پهلوي]] او داسي نورو زړو کتابونو او برليکونو کې د پښتو ادب لرغونتيا تر ميلاده هم ډيره پخوانۍ ښکاري - د راجيت سيتارام پنډت په قول ميلنده پڼهو اصلي نسخه په زړه پښتو ليکل شويده - موړ کتاب چې د باختري يوناني [[پاچا]] ميلندر او بودايي حکيم ناگه سينه تر منځ علمي او مذهبي بحثونه او خبرې اترې دي ،دي، د بودايي مذهب يو لوۍ [[کتاب]] گڼل کيږي- له دې څخه دا وايبره (نتيجه) په لاس راغله چې تر ميلاده يونيم سل کاله وړاندې لا پښتو ادب ددې توان درلود چې کتابونه پر اوليکل شي-
 
همدارنگه د [[هندوستان]] [[د راجستان ايالت]] په يو [[مندر]] کې موندل شوې شعري مجموعه چې په وينا گرۍ ليک دود کښل شوې، د [[روشن لا ملهوتره]] هندي ليکوال په حواله پښتو شعرونه هم لري- ( سر مححق زلمې هيوادمل - د پښتو ادبياتو تاريخ- لرغونۍ او منځنۍ دورې)
۴۶ کرښه:
{{دشعرپای}}
 
لنډ مطلب دا چې نه يم دروغجن ،دروغجن، او تيری کونکی نه يم - او نه د بل تيری په ځان زغملی شم <ref>پښتو څيړنې - 223 گڼه - کابل </ref>
 
== د پښتو ژبې اغيز په نورو ژبو کې ==
۵۶ کرښه:
{{دشعرپای}}
 
خو څومره چې دغه خاوره په [[آسيا]] کې د زړه غوندې مهم رول لري دغه رنگ ددې هيواد د وگړو [[ژبه]] (پښتو) هم د سيمې په ادب کې ځانگړی مقام لري- د [[صديق الله رښتين|پوهاند رښتين]] صيب (پښتو څيړنې -223- په حواله په فارسۍ کې تقريباٌ څلور سوه نه زيات پښتو لغاتونه ځاۍ لري- لکه اوربند ،اوربند، <nowiki>[[اټکل]]</nowiki> ، اوچتاوچت، ،پټ، پټپلمه، ،تول، پلمهټوټه، ،تکړه، تولټال، ،چټک، ټوټهدود، ،سيالي، تکړهگډوډ، ،لنډه، ټال ، چټک ، دود ، سيالي ، گډوډ ، لنډه ، لمبه ،لمبه، واک او داسې نور -
 
تر ميلاده وړاندې هر کله چې په [[هنديان|هندي]] اريايانو کې طبقاتي توپير راغی چې ځينی د پرهمنانو چې په پښتو کې بريمنانو په بڼه راځي ،راځي، اوس يي هم استعمال دود دی ،دی، ځينی د وليسه (تجارت کارو او خواري کښو) او ځينې لښکري خلکو دو اداري مشرانو په ډلو کې وويشل شول - چې دغه وروستۍ طبقه يي (کښ توري) وبلل- د کابل شاه په يو بيت کې( 160 ق م )د کښه توري ذکر راغلی دی- ددوۍ په طبقاتي ژوندانۀ کې د پښتو کليمې ننوتل د پښتو ادب د ځانگړي مقام بيلگه گڼلی شو.
 
د مور خان قبيلې څخه چې کله د [[منځنۍ اسيا]] اريايانو قدرت ترلاسه کړ نو هغوۍ چې سو ډير (ناشولته) وبلل - چې دغه ويي (لغت) اوس هم په همدی مفهوم پښتو کې دود دی- دغه راز د پخواني بخدي نوم (اوسنی [[بلخ]]) چې د اريايانو لومړې ښار وو، د بکهت او پښت له کليمې سره د نزديوالي نښه ده -
۸۲ کرښه:
 
== د پښتو ژبې پښويه ==
پښويه ديوې ژبې له بېلابېلوگړدودو يالهجو(dialects) څخه د را اېستلو يا استخراج کړو اصولو او قاعدو يوه يوازېنۍ ټولگه ده چې د ژبپوهانو له خوا د ژبپوهنې په رڼا کې کښل کېږي. پښويه په انگرېزي ژبه کې گرامر بلل کېږي .
يو داسې گرامر، لکه يو دېموکراتيک اساسي قانون له اړوندو ويونکيو څخه رامنځته کېږي، خو تطبيق يې په هغو نه، بلکې په هماغو کښونکو (ژبپوهانو) او ښوونکو اړه لري چې پرخپلو يې د يوې- يوازېنۍ کره ليکلارې د راخپلونې او پر پرديو ته يې د ټوليزې ژبې د زده کړې لپاره پر کار اچوي،يا تطبيقوي.
 
۱۰۲ کرښه:
مانا يې داچې ويونکيو يې دزده کړې، ليک لوست او ميډيا له لارې ړومبی يوه-يوازېنۍ ادبي،فرهنگي، علمي يا په يوه ټوليز نامه((کره ليکنۍ بڼه)) راخپله کړې او بيايې هله سره گړنۍ هغه هم يوه پرتليز يووالي ته رسېدلې ده.
 
هن، که له عامې ساده او روانې پښتو څخه دکوم ښاغلي يا اغلې موخه هغه فارسي ځپلې او اردو ځپلې پښتو وي چې نه د پښتو له عمومي گرامري قاعدې او قانون سره اړخ لگوي او نه دکوم گړدود استازي کوي ،کوي، فارسي ځپلې پښتو، لکه:
 
تصميم نيول(پتېيل)، صورت نيول(ترسره کېدل)، په عمل راوړل(تر سره کول)، په لاره اچول(پيلول، لاس پورې کول)، څو، ترڅو ((چې))، د...څخه ملاتړ، هرکلی، دفاع، مخنيوی ... .
 
*اوردو ځپلې ژبه
 
کوم چې، چاچې، چېرې چې...؛ په يکم مارچ اجلاس يا جلوس اېستلې شي، د قامي اسېمبلي مېمبرانو په ډېر تعداد کې واک اوټ وکړلو... .
 
نو داخو پښتو نه ده او په هېڅ يوه گړدود کې يې څرک نه لگي. مانا يې دا شوه چې له ټوليز گرامر سره اړخ نه لگوي او گرامر لکه ديوه دېموکراتيک اساسي قانون په توگه له بېلابېلو پښتو گړدودونو څخه راچاڼېدلی او را وتلی او پر ټولو پښتنو يوشان تطبيقېږي.
۱۳۳ کرښه:
تر اوردو ـ انگريزي اغېز لاندې:
ناکره ـ د وزارت خارجه ترجمان قرارداد تسليم کړی شو.(کره: د بهرنيو چارو د وزارت وياند پرېکړه ليک ومانه)
بدعنوانه بيروکرېټ نا اهله و گرځولې شو(کره:بدنام کارمند بې برخې کړ شو) او داسې نورې ستونزې .
 
په لاندينويو پاڼو کې د سمې او کره ليکنې يوه لنډه لارښوونه وړاندې کېږي
۲۱۰ کرښه:
دغه راز موږ په پښتو کې ترهه او گر لرو نو تر تروريست خو خلک په ترهه گر په اسانه پوهېږي چې کوم ډول جنايت کار ته اشاره کېږي.
 
راډيو ژورناليسټ له نويو کلمو بلکل منع کول بې گټې کار دى. نوي مفاهيم نوې کلمې غواړي .
 
خو بهتره دا ده چې د نويو کلمو په استعمال کې ځينې خبرې په پام کې وي چې د تيروتنې چانس کم شي:
۲۲۴ کرښه:
پ: نوې کلمه که سملاسي مطلب ورسوي دا يې بل امتياز دى. ترهه گر يا وړانديز يا ولسمشر که د اول ځل لپاره هم څوک اوري په مطلب يې پوهېږي خو غونډله د جملې په معنا دا کمال نه لري.
 
ج: له نوې کلمې بايد د هماغې کورنۍ نورې کلمې هم جوړې شي. له ولسمشره، ولسمشري جوړېږي او دا يې يو بل امتياز دى .
 
چ: نوې کلمه بايد التباس پېدا نه کړي، يعنې بله معنا ونه لري. ټاکنې نن سبا د انتخاباتو په معنا ډېره راځي خو ټاکنې مقرريو ته هم وايي. د چارواکي د کلمې د سملاسي منل کېدو يو علت دا وو چې د مسوول کلمې بله معنا (گناه گار او جواب ده) هم لرله، يعنې په هغې کې التباس وو او په چارواکي کې دا عيب نه شته.
"https://ps.wikipedia.org/wiki/پښتو" نه اخيستل شوی