د "د کندهار تاریخ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و د Olasyar (خبرې اترې) له خوا شوی سمون د Bloch khan تېر سمون ته بېرته وگرځول شو.
۳ کرښه:
کندهار ته د لوى سکندر راتګ نه يوازي د غرب تاريخپوهان مصروف وساتل، بلکي د لرغوني يونان د مشهور تاريخپوه (هيرودوتس) په شان تاريخپوهانو هم د [[اراکوزیا]] په نامه په خپلو اثارو کي د کندهار ذکر کړى دئ. کندهار پراخ دښتونه او د لويو غرونو سلسلې لري، ابادو مځکو او سمسورو باغونو يې هم اقتصاد او هم ښکلا ته ګټه رسولې ده.
==تجارت==
کندهار چي له پخوا څخه د افغانستان يو مشهور تجارتي ښار و، اوس يې هم خپل تجارتي مرکزيت ساتلى دئ. خو اوسمهال ددولت د نپاملرنۍ له وجهي یي نن سبا د کندهار تاریخي اثار د خطر سره مخ دي .
<ref>{{cite web | url=http://www.pajhwok.com/ps/2017/01/26/%D8%AF-%D8%AF%D9%88%D9%84%D8%AA-%D8%AF-%D9%86%D9%87-%D9%BE%D8%A7%D9%85%D9%84%D8%B1%D9%86%DB%90-%D9%84%D9%87-%D8%A7%D9%85%D9%84%D9%87-%D8%AF-%DA%A9%D9%86%D8%AF%D9%87%D8%A7%D8%B1-%D8%AA%D8%A7%D8%B1%DB%8C%D8%AE%D9%8A-%D8%A7%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D8%AA-%D8%AF-%D9%84%D9%87-%D9%85%D9%86%DA%81%D9%87-%D8%AA%D9%84%D9%88-%D9%84%D9%87-%DA%AB%D9%88%D8%A7%DA%9A-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D9%85%D8%AE-%D8%AF%D9%8A | title=د پانجوک.کام څخه | author=کندهار تاریخ | date= May 2017| publisher= | via=}}</ref> .
<br>
۲۱ کرښه:
د اوسني کندهار ښار تر مخه درې نور ښارونه په مختلفو نومو، موجود ول، چي له هغو څخه لومړى ښار د مقدوني سکندر له خوا څخه دوه زره و درې سوه کاله تر مخه د (اراکوزي سکندريې) په نامه په (٣٢٩ ق م) کي جوړ سوى و. د دې ښار اوس هيڅ نخښه پاته نه ده. ويل کېږي چي اراخوسيا (اراکوزيا) په پخوانيو وختونو کي د ارغسان سيمي ته ويل کېده او کله چي اراخوسيانو خپل مرکز له ارغسان څخه و کدروسيا (کندهار) ته نقل کړ، نو د ارغند ناوه د اراخوسيا په نامه وبلل سوه.
==زوړ کندهار==
[[File:Ruins of old Kandahar Citadel in 1881.jpg|thumb|د کندهار د زوړ ښار کلا چې د نادر شاه لخوا دهغه په حکومت کی خراب ویجاړه شوه]]
دوهم ښار د سرپوزې د غره ختيځي خوا ته پروت و، دا سيمه اوس د (زاړه ښار) په نامه يادېږي، چي د ارګ مخروبه وداني (نارنج ماڼۍ) يې اوس هم کنډواله پاته ده. د (زاړه کندهار) يادونه څه دپاسه زر کاله تر مخه د غزنوي دربار شاعر منوچهري داسي کړې ده:
سيصد هزار شهر کنى، به زقيروان
سيصد هزار باغ کنى، به ز قندهار
دا ښار د افشار نادر تر تاړاکه لا ودان و او کله چي نوموړي د (١١٥٠ هـ ق) په سر کي د هوتکو ملي حکومت ړنګ کړ، ورسره سم يې د کندهار زوړ ښار په بشپړه توګه وران کړ.
 
==نادرآباد==
دريم ښار د (نادرآباد) په نامه يوه نظامي کلا وه، چي په ١١٥٠ هـ ق کي د نادر افشار له خوا جوړه سوې وه. <ref>{{cite web | url= http://hotakonline.com/uploads/Maqalay/Others/naderabad.aw.dasht.e.lagan.pdf | title=د هوتک ډاټکام.کام څخه | author=کندهار تاریخ | date= May 2017| publisher= | via=}}</ref> .