د "قانون" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
زاړه معلومات لږ بي ډوله وه او ويل يې لږ سخت وه
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۱ کرښه:
قانون عبارت د هغه حقوقي قاعدې څخه دی چې د يو هیواد د لوړ پوړوغړو له خوا په یو هیواد كې وضع كيږي.او په تل پاتې توګه په ټولو خلكو (اتباعو) يو شان د تطبيق وړ وي. كله چى وايو د يو هیواد د لوړ پوړو غړيو له خوا وضع كيږي، د دغې لوړ پوړو غړو سره د ملت (خلكو) اراده شامله ده، ځكه چى بی د ملت د ارادى څخه، هغوي د دارنګه څيزونو حق نه لري. قانون يوه نوى كلمه نه ده چې ووايو په كومې پیړۍ كى دا كلمه پيدا شوه.بلكه د انسان د پيدايښت سره سم، دا قوانين او کړنې موجودې وې، چې د هغې په مرستې سره خلكو د ټولنې د نظم، د هوسا او آرام ژوند تيرولو د پاره هيلې لرلې. قانون هغه معقول او صريح تجويز ته وایى چې د لوړې مرتبې خاوند (پارالمان،[[ولسمشر]] ) يي په ټولنه كې د عامه ذهنونو څخه جوړ وي او د دولت په قوت سره د تطبيق وړ وي.
'''قانون''' یا قانون جوړونه د لاتین (له lex, legis چې قانون معنی ورکوي) د حقوق یوه شاخه ده. همدارنگه قانون هغه متن ته وای چی د مقننه قوې یا ملی شورا لخوا تصویب او د [[ولسمشر]] لخوا توشیع شوی وی.
'''په بله بڼه''':ـ قانون هغه ځانګړي او الزامي امرونه دي ،چی د چارواکو له خوا د ټولنې د نظم ساتلو د پاره وضع کیږي. او د هغې په مرستی د ملت رهبري او رهنمایی کوي.
==د قانون خصوصیات==
'''۱:''' قانون باید د لوړ پوړو مقاماتو له خوا (پارالمان،ولسمشر،جرګه وغیره..) وضع شی.دا ډول قانون زیاتره په بڼییز ډول پاتې کیږي، او هغه دا چې هغه مقام چې په ځانګړې ډول څخه تجویز پلی کوي با صلاحیته وي.<br>
 
'''۲:''' قانون باید عمومي او د اجرا وړ وي. یعنی د کوم شخص د غوره والي په نظر کې و نه نیول شی.
<br>
 
'''۳:''' قانون باید تل پاتی وي. تل پاتې والې د قانون داسې معنا ورکوي، چی یو قانون کله چې نافذ شو،په دوامداره توګه به دوام لري. او د تل د پاره به باقي پاتې وي. مګر په هغه وخت کې چی بل قانون وضع نه شي. او دا هغه وخت دې چی پخوانې قانون خپل ځاﺉ نوي قانون ته سپاري.
<br>
 
'''۴:''' قانون دستوري، کتبي، او په مویدی مجهز دی.چی د دولتي چارواکو له خوا نه د اجرا او د تطبیق وړ دی.
==نور ولولئ==
قانون په خاص معنا سره عبارت د هغی مقررې دې چی د شکلي مراتبو حاوي وي. د صادریدو مرجع یی د لوړ پوړیو غړو له خوا شوي وي او د ولسمشر له توشیح وروسته خپور او اعلان شوی وي.
قانون د شکل له نظره: قانون عبارت د هغې قاعدې څخه دې چې د مقننه قوې له خوا نه وضع، د ولسمشرلخوا توشیح او په رسمي جریده کې د نشر کولو څخه وروسته په خلکو باندې تطبیق کیږي.
د قانون حاکمیت د وخت په حدودو کې: د وخت له نظره قانون تیر شوي وخت ته رجعت نه شي کولې،د هغه اثر په راتلونکي او په حاضر وخت باندی دی. د قانون رجعت تیر شوي وخت ته بې منطقه او غیر منصفانه کار دی.
د قانون د حاکمیت اندازه په مکان کي: د قانون د اجرا کیدو زمینه په یو قلمرو پورې محدوده او تعیین شوي وي. د هر هیواد قانون په همغه هیواد کې د پلي کیدو وړ وي.
<br>
'''د قانون د منځ ته راتلو ضرورت:'''
 
د ټولنې د نظم حفاظت
 
یو اتفاق او اتحاد
 
د حق او عدالت څخه دفاع
 
د خلکو د حقونو څخه دفاع
==د افغانستان قانون==
د افغانستان اوسنې قانون د طالبانو د راپرځیدو څخه وروسته په ۲۳ د قوس په ۱۳۸۲ه ش کال کې د  ولسمشرحامد کرزي په وخت کې په ۱۲ فصلونو او ۱۶۲ مادو کې د لوی جرګی له خوا تصویب شو.او وروسته بیا د ولسمشر د توشیح نه نافذ شو.چې اوس هم دوام لري.
 
 
[[وېشنيزه:ټولنيزې پوهنې]]
"https://ps.wikipedia.org/wiki/قانون" نه اخيستل شوی