د "د کندهار تاریخ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۲۱ کرښه:
د اوسني کندهار ښار تر مخه درې نور ښارونه په مختلفو نومو، موجود ول، چي له هغو څخه لومړى ښار د مقدوني سکندر له خوا څخه دوه زره و درې سوه کاله تر مخه د (اراکوزي سکندريې) په نامه په (٣٢٩ ق م) کي جوړ سوى و. د دې ښار اوس هيڅ نخښه پاته نه ده. ويل کېږي چي اراخوسيا (اراکوزيا) په پخوانيو وختونو کي د ارغسان سيمي ته ويل کېده او کله چي اراخوسيانو خپل مرکز له ارغسان څخه و کدروسيا (کندهار) ته نقل کړ، نو د ارغند ناوه د اراخوسيا په نامه وبلل سوه.
==زوړ کندهار==
[[File:Ruins of old Kandahar Citadel in 1881.jpg|thumb|د کندهار د زوړ ښار کلا چې د نادر شاه لخوا دهغه په حکومت کی خراب ویجاړه شوه]]
دوهم ښار د سرپوزې د غره ختيځي خوا ته پروت و، دا سيمه اوس د (زاړه ښار) په نامه يادېږي، چي د ارګ مخروبه وداني (نارنج ماڼۍ) يې اوس هم کنډواله پاته ده. د (زاړه کندهار) يادونه څه دپاسه زر کاله تر مخه د غزنوي دربار شاعر منوچهري داسي کړې ده:
سيصد هزار شهر کنى، به زقيروان
سيصد هزار باغ کنى، به ز قندهار
دا ښار د افشار نادر تر تاړاکه لا ودان و او کله چي نوموړي د (١١٥٠ هـ ق) په سر کي د هوتکو ملي حکومت ړنګ کړ، ورسره سم يې د کندهار زوړ ښار په بشپړه توګه وران کړ.
 
==نادرآباد==
دريم ښار د (نادرآباد) په نامه يوه نظامي کلا وه، چي په ١١٥٠ هـ ق کي د نادر افشار له خوا جوړه سوې وه. <ref>{{cite web | url= http://hotakonline.com/uploads/Maqalay/Others/naderabad.aw.dasht.e.lagan.pdf | title=د هوتک ډاټکام.کام څخه | author=کندهار تاریخ | date= May 2017| publisher= | via=}}</ref> .