د "د شنې خونې اغېزه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د ایجادگر په وسیله د یو نوي مخ جوړول.
(بې توپيره)

د ۱۶:۵۴, ۴ جون ۲۰۱۷ بڼه

د ګلخونې اغېز چې څوک یې د ګلخانې یا د شنې خونې اغېز هم بولي، د لمر د وړانګو په مرسته د مځکې د تودونې بهیر دی. دغه چار کې د ګلخونې غازونه اړین رول لري. غازونه روڼه (رڼه) دي او د لمر وړانګې په نېغه ترې تېرېږي او مځکې ته راځي. د وړانګو یوه برخه مځکه جذبوي او بله بېرته اوښتنه (انعکاس) کوي. دې بهیر کې مځکه تر منفي ۱۸ درجو تودوېږي. د اوښتونکو وړانګو یوه برخه د ګلخونې د غازونو په مرسته راګرځول کېږي چې دې سره د مځکې تودوخه تر مثبت ۱۵ درجو لوړېږي. که چېرته د ګلخونې غاز ته د مځکې په ګرچاپېر کې د ښيښې او یا یوه پلاستیک په سترګه وکتل شي نو د تودونې بهیر به یې کټ مټ د ګلخونې چار ته ورته وي او له دې څخه یې نوم د ګلخونې د اغېز شوی دی.

د ګلخونې د اغېز رامنځ ته کېدنه

وروسته له اتلسمې او نولسمې پیړۍ، د رغاویز اوښتون د راډګر ته کېدو سره کارخونو د سکارو، نفتو او غازو د سوځول کارول ډېر کړل چې په پایله کې د ګلخونې په غازونو کې د کاربن دای اکسایډ کچه ډېره شوه چې د تودوخې ساتنې یې پیاوړتیا وموندله او د مځکې د تودوخې درجه مخ په لوړېدو شوه. دغه چار غټې اغېزې په پنځ درلودې چې غټ غټ بدلونونه یې راوستل د بېلګه په توګه د مځکې د تودوخې د لوړېدو سره د اوبو تاو هم ډېر شو چې د ګلخونې غاز یې لا تکړه کړ.

د ګلخونې د اغېز موندنه

په ۱۸۲۷ کې فرانسوي جوزف فوریر وویل چې تودوخه کیدای شي يوازې د پټو تودو وړانګو څخه تشريح شي. د زیږیدیز په ۱۸۶۱ کې د انګریزي جان تیندېل په ډاګه کړه چې د اوبو تاو او غازونه لکه کاربن دای اکسایډ تودوخه جذبوي او په دې اند شو چې په دغه غازونه د پنځ او د اقلیم بدلون کولای شي روښانه کړي. په ۱۸۹۶ زیږیدیز کې سویدني سوانت ارحینیوس خپلې موندنې خپرې کړې. هغه لیکلي و چې د مځکې د تودوخې بدلون د کاربن دای اکسایډ د کچې سره تړښت لري او د هغه دوه ځله ډېروالی سره د مځکې تودوخه د ۴ څخه تر ۶ درجو لوړېږي. نوموړي د زیږیدیز په ۱۹۰۶ کې دغه شمېر په دقیق توګه څرګند کړ چې ۱،۶ ځله و. دې سره ارحینیوس د مځکې د تودېدو د بهیر موندونکی وګڼل شو.

سرچينې

  • ښيښه په ودانۍ کې کتاب
  • د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ پاڼې