Content deleted Content added
مخ تش شو
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۱ کرښه:
[[دوتنه:محمد طاهر کاڼـی.JPG|بټنوک|200px|محمد طاهر کاڼی]][[دوتنه:محمد طاهر کاڼـی.png|بټنوک|200px|محمد طاهر کاڼی]]
[[دوتنه:محمد طاهر کاڼی.jpg|بټنوک|200px|محمد طاهر کاڼی]]
'''محمد طاهر کاڼی''' (۱۳۴۴ لمريز = ۱۹۶۵ زېږدي کال) (په انگرېزي:''Muhammad Tahir Kanay'') د پښتو ژبې [[شاعر]]، [[ليكوال]] او ژباړن دی. نوموړی [[د کندوز ولايت]] د [[دښت ارچي|ارچي دښتې ولسوالۍ]] د [[سلېمانخېل |سلېمانخېلو]] په سيمه (شېرخان جم) په يوه بزگره كورنۍ كې زېږېدلى دى.
 
== مخينه ==
لومړنۍ زده كړې يې د دشت ارچي ولسوالۍ په دوران كلي ښوونځي كې تر نهم ټولگي پورې ترسره كړې. د ۱۳۵۸ ل كال په وروستيو كې د دوران کلي ښوونځی هم د [[ولسوالي|ولسوالۍ]] د نورو ښونځيو په څېر وسوځول شو او محمد طاهر كاڼى دې ته اړوت چې له خپلې كورنۍ سره يو ځاى پلازمېنې [[كابل]] ته وكوچيږي او هلته خپلو زده كړو ته دوام وركړي. پر ۱۳۶۰ ل كال د کابل د [[عبدالرحمان مومند|رحمان بابا]] لېسې په نهم ټولگي كې شامل او پر ۱۳۶۳ ل كال د دغې لېسې له دولسم ټولگي نه فارغ شو. د ۱۳۶۳ ل كال د مرغومي په مياشت كې پوځي خدمت ته د سرتېري په توگه جلب شو. د كابل د تورې ډبرې (سياه سنگ) په پېنځم لمبر نقليه غونډ كې تر يونيم كال پوځي خدمت وروسته پر ۱۳۶۵ لمريز كال د لوړو زده كړو لپاره د [[د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد|شوروي اتحاد]] د [[اوكراين]] جمهوريت د [[لووف]] ښار [[پوهنتون]] ته واستول شو. پر ۱۳۷۰ ل (۱۹۹۱) زېږدي كال يې نوموړى پوهنتون د ښوونې او روزنې او كولتورپوهنې په څانگه كې پاى ته ورساوه او د ماسټرۍ په پوهنيزې درجې سره يې سور بريليك تر لاسه كړ.
 
طاهر كاڼي د ښوونځي په اتم ټولگي كې په نظم ليكلو پيل كړى وو. لومړني نظمونه يې نه دي ساتل شوي. څو کاله يې په شعر لیکنه کې لارغه راغله، خو له ۱۳۶۶ ل كاله راهيسې بیا كله كله شعر ليكي. له ۱۳۷۵ لمريز (۱۹۹۶ ز) كاله راهيسې يې شعرونه، ليكنې او ژباړې په بېلابېلو افغاني خپرونو كې خپريږي.
== دندې ==
محمد طاهر كاڼى پر ۱۹۹۳ ز كال له اوكراين نه [[مسکو]] ته ولاړ او تر ۱۹۹۶ زېږدي كاله يې د پلورونكي په توگه كار كاوه. د ۱۹۹۶ كال له پيل نه د ۱۹۹۷ ز كال تر ورستيو پورې پنډي (جوالي) وو او د يوې گولې ډوډۍ د پيدا كولو لپاره يې دغه درانه كار ته اوږه وركړې وه. د ۱۹۹۷ ز کال پر پاى او ۱۹۹۸ ز كال پر پيل څه موده په [[روسیه]] کې د مېشتو افغانانو د «اواز» په نامه ورځپاڼې پازوال چلوونكى وو. پر ۱۹۹۹ ز كال يې هم له مسكوه د خپرېدونكې «كابل» اونيزې د پازوالۍ چارې پرمخ بېولې، هممهال يې تر ۲۰۰۴ ز كاله په روسيه كې د مېشتو افغانانو د ښادۍ په محفلونو كې د ټنگ ټكور پروگرامونه پرمخ بېول.
 
محمد طاهر کاڼي د ۲۰۰۳ ز كال د [[اپرېل]] له ۸ مې نېټې د ۲۰۰۶ ز كال د اپرېل تر ۳۰ پورې د مسكو ولايت د كډوالو په اداره كې د ژباړونكي په توگه دنده درلوده. د ۲۰۰۷ ز كال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۱۴ ز کال د ډيسمبر تر ۲۵ يې [[د روسيې غږ راډيو]] د [[افغانستان]] په څانگه كې د ويندوی او ژباړن په توگه دنده ترسره كوله. نوموړی د ۱۳۹۵ ل کال د غويي پر ۱۴ (د ۲۰۱۶ ز کال) د مې پر ۳ له روسيې څخه هېواد ته راستون شو او د ۱۳۹۵ ل کال د تلې له لومړۍ نېټې راهيسې په ملي راډيو ټلویزیون کې د اديتور په توگه دنده لري.
 
==نور فرهنگي کارونه يې==
بايد وويل شي چې طاهر كاڼي پر ۱۳۶۸-۱۳۶۹ لمريزو كلونو په [[راډيو افغانستان]] او ټلويزيون كې هم درې سندرې ثبت كړې دي. پر ۱۳۶۸ ل کال يې لومړنۍ سندره په ټلويزيوني دېرې (حجرې) مجلس کې ثبت کړه چې شعر یې د شاعر [[عزيز تحريک]] او سربيت يې داسې وو: «چې ستا په ښکليو سترگو مې نظر ولگېده - په تامې خاموشي مې خود شرر ولگېده». دويمه سندره يې هم پر همدغه کال په راډيو افغانستان کې ثبت کړه چې د [[سلېمان لايق]] يوه غزل وه، طاهر کاڼي کمپوز کړې وه او سربيت يې داسې وو: «بيا مې ساقي ولید د خيالونو په خوبونو کې - بيا د جنت حورې راته ناڅې په جامونو کې». درېیمه سندره يې هم پر ۱۳۷۰ ل کال په راډيو افغانستان کې ثبت کړه. د دې سندرې شعر او کمپوز د استاد [[گل زمان]] وو او داسې پيل کېده: «راشه چې د خوږ زړگي حالونه تاته ووایم - هيڅ درته نور نه وايم، هيڅ درته نور نه وايم». د «بيا مې ساقي وليد...» غزل يې د راډيو افغانستان د ملي ارشيف په ۵۲۰۲ شمېره فيته او د «راشه چې د خوږ زړگي حالونه...» سندره يې د همدغه ارشيف په ۵۳۱۲ شمېره فیته کې خوندي دي.
 
همدا راز پر ليکوالۍ سربېره نوموړي پر ۲۰۰۰ ز کال دوه هنري فېلمونه «ټايټانېک» او «د اسلام ظهور» په پښتو ژبه ژباړلي دي. همدارنگه یې پر همدغه ۲۰۰۰ ز کال د ژويو ژوند د لړۍ يو شمېر مستند او پوهنيز فېلمونه لكه [[زمرى|زمريان]] ، [[د كايوت لېوه]] ، [[گوربت|گوربتان]] ، [[كپېړ]] (ناکه)، د بېزوگانو نړۍ او ځينې نور پښتو ته راژباړلي دي.
 
==وياړنې او ستاينې==
بايد وويل شي چې پر ۲۰۰۴ ز كال كې په جرمني كې [[د افغانستان د کولتوري ودې ټولنه جرمني|د افغانستان د كولتوري ودې ټولنې]] محمد طاهر كاڼي ته د اړینو او ارزښتناكو نښيرونو د ژباړې له كبله د «بېنوا» د ژباړې ډالۍ ( جايزه ) وركړه. د دغې ډالۍ سند د ۲۰۰۴ ز كال د نوامبر پر ۲۳ مه په مسكو كې د يوې ځانگړې غونډې په ترڅ كې محمد طاهر كاڼي ته وسپارل شو. دغه غونډه د تکړه فرهنگپال ډاکتر شېر حسن حسن په نوښت د مسکو ښار په «سېواستوپل» هوټل کې جوړه شوې وه، چې پر يو شمېر مسکو مېشتو افغانانو سربېره د کانديد اکاډمیسين خدای بښلي استاد [[محمد انور نوميالی|محمد انور نوميالي]] او نامتو شاعر [[عارف خزان]] هم پکې گډون کړی وو. په [[جرمني]] کې د افغانستان د کولتوري ودې ټولنه هر کال د افغانستان د وتلو علمي او فرهنگي شخصیتونو درنښت په ستاینلیکونو کوي. پر ۲۰۱۰ ز کال هم نوموړې ټولنې محمد طاهر کاڼي ته ستاينليک ورکړ.
 
==چاپ شوي نښيرونه يې==
تر اوسه يې دا لاندې نښيرونه چاپ شوي دي:
 
==ژباړې==
#[[افغانستان زما وروستۍ جگړه|افغانستان زما وروستۍ جگړه]] (له روسي ژبې څخه پښتو ژبې ته ژباړه)، ۶۰۳ مخه، د ۱۳۸۰ ل ل (۲۰۰۱ ز) كال [[پېښور]] چاپ.
#[[كوچنى شاهزاده]] (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۲۴ مخه، د ۱۳۸۱ ل ل (۲۰۰۲ ز) كال مسكو چاپ.
#[[افغانستان له شخصي دوسيې څخه]] (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۰۳ مخه، د ۱۳۸۲ ل ل (۲۰۰۳ ز) كال پېښور چاپ.
#[[د ماسكو لاس]] (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۷۳ مخه، د ۱۳۸۲ ل ل (۲۰۰۳ ز) كال پېښور چاپ.
#[[د جرمني امپراتورۍ افغاني جگړه|د جرمني امپراتورۍ افغاني جگړه]] (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۴۶۴ مخه، د ۱۳۸۳ ل ل (۲۰۰۴ز) كال پېښور چاپ.
#[[افغانستان او د پامير پرسر شخړه]] (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۳۸۸ مخه، د ۱۳۸۴ ل ل (۲۰۰۵ ز) كال پېښور چاپ.
#[[په منځنۍ اسيا كې لويه لوبه]] (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۳۸۹ مخه، د ۱۳۸۵ ل ل (۲۰۰۶ ز) كال پېښور چاپ.
#[[د افغانستان د شمال لوېديزې پولې ټاكل، روسي او برتانوي امپراتورۍ]]، ۳۲۷ مخه، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، د ۱۳۸۸ ل ل (۲۰۰۹ ز) كال پېښور چاپ.
#[[د افغانستان له لارې هند ته د فرانسې او روسيې د لښكركشيو پلانونه]] (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۶۱ مخه، د ۱۳۸۹ ل ل (۲۰۱۰ ز) كال پېښور چاپ.
#[[د امير دوست محمد خان دربار ته د روسي سفير سفر او پر هرات باندې د پارس ناكام يرغل]] (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۶۷ مخه، د ۱۳۸۹ ل ل (۲۰۱۰ ز) كال پېښور چاپ.
#[[په تشيال کې لومړنی افغان]]، (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۴۰ مخه، د ۱۳۹۰ ل ل (۲۰۱۱ ز) کال چاپ.
#[[سردار عبدالرحمان خان او روسان]]، (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۷۲ مخه، د ۱۳۹۱ ل ل (۲۰۱۲ ز) کال [[لاهور]] چاپ.
#[[پاکستان د نړيوالې ترهگرۍ ځاله]]، (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۴۰۴ مخه، د ۱۳۹۲ ل ل (۲۰۱۳ ز) کال کابل چاپ، د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز.
#[[واوره او توپان (کتاب)]] (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۷۶ مخه، د ۱۳۹۴ ل (۲۰۱۵ ز) کال [[جلال آباد]] چاپ، مومند خپرندويه ټولنه.
#په افغانستان کې د شوروي پوځونو ظلمونه او جنايتونه (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۴۶ مخه، د ۱۳۹۴ ل (۲۰۱۵) ز کال د خيبر خپرندويې ادارې چاپ.
 
==پنځونې او څېړنې==
#[[تنكۍ پاڼې]]، (د شعرونو غونډ)، ۷۰ مخه، د ۱۳۷۹ ل ل (۲۰۰۰ ز) كال مسكو چاپ.
#[[اعليحضرت آزاد خان افغان]]، (څېړنه)، ۲۴۷ مخه، د ۱۳۹۰ ل ل ( ۲۰۱۱ ز) کال چاپ.
#[[کيميايي عنصرونه (کتاب)]]، (څېړنه، په دوو ټوکو کې)، ۱۲۸۵ مخه، د ۱۳۹۴ ل ل (۲۰۱۵ ز) کال کابل چاپ، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت.
#[[بهرني ليکوال]] (څېړنه)، د ۱۳۹۴ ل (۲۰۱۵) ز کال کابل چاپ، ۴۹۳ مخه، د افغانستان د علومو اکاډمي.
 
==ناچاپه نښيرونه يې ==
# په افغانستان کې زما پوځي دنده (له روسي څخه پښتو ته ژباړه).
# پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد يرغل او په کابل کې کودتا (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه).
# پښتو ژبه (د ماشومانو لپاره درسي کتاب).
#د هايډروجن مرکبونه (څېړنه).
#کيميايي عنصرونه د انسان په بدن کې (څېړنه).
#له باران سره خبرې (دويمه شعري ټولگه).
=== تر كار لاندې نښير ===
# عضوي تېزابونه (څېړنه).
== باندنۍ تړنې ==
* [http://ps.poems.wikia.com/wiki/%D9%88%DB%90%D8%B4%D9%86%D9%8A%D8%B2%D9%87:%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF_%D8%B7%D8%A7%D9%87%D8%B1_%DA%A9%D8%A7%DA%BC%DB%8C په ويکي شعرونه کې د محمد طاهر کاڼي شعرونه]
* [http://www.youtube.com/user/kanay2011 '''يادونه:''' درانه لوستونکي کولای شي، چې د محمد طاهر کاڼي سندرې د دې ځای په کښېکاږلو سره په یوټوب کې د ده په ځانگړي چینل کې وگوري او وا يې وري]
 
== سرچينې ==
<references/>‎
# [http://samsoor.com/shaer.php?s_id=138 په سمسور وېبپاڼه کې د محمد طاهر کاڼي ژوندليک او شعرونه]
# [http://www.benawa.com/kandahar/fullstory.php?id=1272 نوميالي افغان ژباړونکي محمد طاهر کاڼي ته د استاد بېنوا د ژباړې ډالۍورکړله شوه]
# [http://larawbar.com/detail.php?id=22899 په جرمني کي د افغانستان په اړه علمي سيمينار بشپړ راپور]
#http://kitabtoon.com/kitabona/tarikh/author/83
 
 
 
[[وېشنيزه:پښتانه ليکوال]]
[[وېشنيزه:پښتانه شاعران]]
[[وېشنيزه:افغانان]]
[[وېشنيزه:پښتانه هنرمندان]]
[[وېشنيزه:پښتانه سندرغاړي]]