د "مایکوباکتریا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "په انګلیسي کې د '''Mycobacterium''' په نوم یادیږي. راډ ته ورته، هوازي، غیر متحرکې باکتریاوي دي چې سپ..." تورو مخ جوړ شو
(بې توپيره)

د ۲۰:۰۹, ۲۳ مارچ ۲۰۱۷ بڼه

په انګلیسي کې د Mycobacterium په نوم یادیږي. راډ ته ورته، هوازي، غیر متحرکې باکتریاوي دي چې سپور نه جوړوي، په آسانۍ سره رنګ نه اخلي او که چیرته رنګ شي نو د الکهولو او تیزابو په واسطه نه بیرنګه کیږي؛ له همدې امله د Acid Fast Bacilli په نوم یادي.

مایکوباکتریا د Mycobacteriaceae په کورنۍ پورې اړه لري، ګرام مثبتې، اسید فاسټ، سلنډري شکله، سیخې او یا لږڅه کږې راډ ته ورته باکتریاوې دي.

دا باکتریاوې په پرازیتیک او سپروفایټیک ډول ژوند ترسره کوي. اکثراً په هغو خلکو کې چې معافیتي سیستم یې کمزوری وي (لکه په ایدز لرونکو خلکو کې) ناروغي رامنځته کوي.

د لومړي ځل لپاره د Robert Koch  په واسطه چې یو جرمنی باکتریولوژست وو (۱۸۴۳-۱۹۱۰) د ا باسیل ولیدل شو.

ګڼ شمیر ډولونه لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

۱- M. Tuberculosis: په انسانانو کې د توبرکلوز ناروغي رامنځته کوي.

۲- M. bovis: معمولاً په غواوو او غویانو کې ناروغي رامنځته کوي.

۳- M. microti:  په rodents، هندي خوګ، سوی او داسې نورو کې ناروغي رامنځته کوي.

۴- M. leprae: په انسانانو کې د جذام ناروغي رامنځته کوي.

۵- M. avium: په مرغانو کې ناروغي رامنځته کوي.

۶- M. Kansasii: په نادره توګه په انسانانو کې ناروغي رامنځته کوي.

۷- M. scrofulaceum: په ماشومانو کې ناروغي رامنځته کوي.

۸- M. marinum: په ماهیانو، انسانانو او یو شمیر نورو حیواناتو کې ناروغي رامنځته کوي.

۹- M. ulcerans: په انسانانو کې ناروغي رامنځته کوي.

د مایکوباکتریا دوه ډولونه ډير مهم دي چې اکثراً په انسانانو کې ناروغي رامنځته کوي:

۱- Mycobacterium tuberculosis: معمولاً په انسانانو کې د توبرکلوز ناروغي رامنځته کوي (توبرکلوز ته دې مراجعه وشي).

د مورفولوژي له نظره؛ نازک باسیلونه دي چې د Ziel Neelsen او فلوروکروم تلوین څخه وروسته په آسانۍ سره لیدل کیږي. د Mycobacterium هغه ډولونه چې معمولاً په انسانانو کې د توبرکلوز ناروغي رامنځته کوي عبارت دي له:

۱- انساني ډول چې د M. tuberculosis په نوم یادیږي.

۲- غوایي ډول چې د M. bovis  په نوم یادیږي.

پورته دواړه ډولونه د توبرکلوز ناروغي رامنځته کوي په دې تفاوت چې د غوایي ډول یې د خوړو له لارې هضمي سیستم ته داخل او د هضمي لارو د توبرکلوز لامل ګرځي، انساني ډول یې د تنفسي سیستم او نورو غړو د توبرکلوز لامل ګرځي.

په عمومي ډول ددې باکتریاوو د کرلو لپاره دوه ډوله وسطونه تهیه کیږي:

۱- انتخابي وسطونه: په دې ډول وسطونو کې انتي بیوتیک ګډیږي.

۲- غیر انتخابي وسطونه: په دې ډول وسطونو کې انتي بیوتیک نه ګډیږي.

د جوړښت له مخې ددې باکتریاوو د کرلو لپاره درې ډوله وسطونه تهیه کیږي:

۱- Semisynthetic agar: لکه Middlebrook 7H10, 7H11.

۲- Inspissated Egg Media : لکه Lowenstein-Jansen .

۳- :Broth Media چې په دې کې سریع نشونما کوي لکه Middlebrook 7H9, 7H12.

دا مطلقې هوازي باکتریاوې دي، بطئ میتابولیزم، بطئ رشد او بطئ تکثر لري. غیر مرضي ډولونه یې نسبتاً سریع تکثر لري او مقاومت یې هم لږ دی. دا باکتریاوې د رنګونو (ملاشیت ګرین)، پنسلین، اسید، قلوي او وچې هواء په مقابل کې مقاومت لري او کولی شي په وچه هواء کې ترډير مودې پورې ژوندۍ پاته شي.

۲- Mycobacterium leprae: په انسانانو کې د جذام ناروغي رامنځته کوي (جذام ته دې مراجعه وشي). په غذایي وسطونو کې نه کرل کیږي.د سمیر د جوړولو لپاره معمولاً نمونه له Nasal septum څخه اخیستل کیږي.

سرچینې:

1- word web professional 5.32, 2007, Antony Lewis, on CD Rom.

2- Stedman’s electronic Medical dictionary. Version 6, 2004, Lippincott Williams and wilkins.

3- Microsoft Encarta encyclopedia, 2005, On CD ROM.

5- Walter R.Wilson, W. Lawrence et al. Current Diagnosis & Treatment in Infectious Diseases 1st edition. Publisher: McGraw-Hill/Appleton & Lange (June 22, 2001).Isilo format,  On CD ROM.

6- kayser F.H.etal. Medical microbiology, 2005, Thieme , pdf format, on CD ROM.