د "کتيتر" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:Urinary catheter.JPG|بټنوک|د متيازو کتيتر]]
'''کتیتر''' ''([[انگرېزي ژبه|په انگرېزي]]: Catheter)'' په طبابت کې يوه تيوب ته ورته جوړښت ته وايي چې د بدن خاليگاوو، قناتونو او رگونو ته د درېناژ د ترسره کولو، د مايعاتو يا گازاتو د تطبيق او يا د ځينو عملياتي سامان آلاتو د داخلولو لپاره بدن کې دننه کيږي. کتېترونه له بېلابېلو څيزونو لکه پلاستيک، رابر، شيشې او يا فلزاتو څخه جوړ شوي. کتيتر په [[بدن]] کې د لنډمهال او يا دايمي ډول پرېښودل کېږي او يا دا چې په وقفوي ډول د مجوفو اعضاؤو لکه مثانې د تخلیې لپاره کارېږي. د سوندونوسندونو د تطبیق عملیې ته Catheterization وييل کېږي. کتيتر کیدای شي سخت او یا نرم وي.
 
== شالید ==
پخوانیو سوریایانو به کتیترونه د څارويو له رگونو څخه جوړول. همداراز پخوانیو یونانیانو به یو سوری فلزي تیوب د احلیل له لارې مثانې ته دننه کاوه چې د هغه په مرسته به یې مثانه تشوله. دوۍ دغه تیوب ته د Katheter ( په K نه په C) اصطلاح کاروله. نن سبا زیاتره کتیترونه له پلاستیک څخه جوړیږي. [[ډاوېډ اس. شيرايډېن]] په ۱۹۴۰ میلادي کال کې عصري يو ځل کارېدونکي کتیترونه اختراع کړل. ده د خپل ژوند په موده کې د کتیترونو څلور کمپنۍ جوړې او خرڅې کړې او په ۱۹۸۸ میلادي کال کې د [[فوربز مجله|فوربز مجلې]] له خوا ورته د کتېتر پاچا لقب ورکړل شو. همدارنگه دې د عصري پلاستیکي يو ځل کارېدونکي اېنډوټراکيال تيوب د اختراع له کبله چې نن سبا په عادي توگه په جراحي کې کارېږي، وستایل شو. دده د اختراع څخه مخکې له سرو رابري تیوبونو څخه گټه اخستل کیده ، چې له استفادې څخه وروسته به بیا بیا تعقیمیدل او بیا بیا ورڅخه کټه اخستل کیده ، او معمولاً د انتاناتو د انتشار لامل گرځیده نو ځکه شيرايډېن د دې یو ځل کارېدونکيو تیوبونو په اختراع سره وستایل شو.
د ۱۹۰۰ پیړۍ په پيل کې، یوه آیرلندي چې [[والش]] نومیده او یوه مشهور سکاتلندي يورولوژست چې [[نورمان گېبون]] نومیده په گډه کار وکړ چې هغه معياري سوندونهسندونه چې نن سبا په روغتونونو کې کارېږي رامنځته کړل. دغه سوندونهسندونه ددغو دوو جوړونکيو په نوم سره (Gibbon-Walsh) یادیږي. چې د گېبون او والش په واسطه تشریح او نظر نورو سوندونوسندونو ته د هغو ښه والي په گوته شول.
 
== د کتېترونو جوړښت، ډولونه او کارېدنه ==
والش سوندونهسندونه په ځانگړې توگه د پروسټېکټومي څخه وروسته د مثانې د دریناژ او Irrigation لپاره کارېږي. گېبون سوندونهسندونه په لوړه کچه د عاجلې پروسټېکټومي اړتیا راکموي او د احلیلي فسټولونو په صورت کې هم ډیر گټور دي. یو ساده پروسیجر چې په هغه کې د احلیل Dilatation او د گېبون کتیتر تطبیق شامل دي معمولاً د فېسټولونو د بندیدو لامل گرځي.
همدارنگه دا کتیتر د احلیل د Stricture او په مؤقتي ډول هغه احتباس چې د پروستات د سرطان له کبله منځته راځي ؛ په درملنه کې کارېږي. د لومړي ځل لپاره عصري کتیترونه په ۱۸۶۸ میلادي کال کې د Dr.N.B.Sornborger په واسطه وکارول شول. گڼ شمیر پولیمیرونه د کتیترونو په جوړیدو کې کارېږي لکه Silicone rubber ، Latex او Thermoplastic elastomers . په دې ټولو کې له Silicone څخه ډیر کار اخستل کیږي. د مثانې لپاره د کتیترونو زیات ډولونه وجود لري . عصري Intermittent سوندونه د Polyurethane څخه جوړ شوي دي چې د ناروینه و ، ښځو او ماشومانو لپاره بیلابیلې اندازې او اوږدوالي لري.
د بدن په یوه مشخصه برخه کې کتیترونه د مشخصو اهدافو لپاره کارېږي چې ځینې نمونې یې په لاندې ډول سره ذکر کوو:
"https://ps.wikipedia.org/wiki/کتيتر" نه اخيستل شوی