د "کتيتر" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۲ کرښه:
'''کتیتر''' ''([[انگرېزي ژبه|په انگرېزي]]: Catheter)'' په طبابت کې يوه تيوب ته ورته جوړښت ته وايي چې د بدن خاليگاوو، قناتونو او رگونو ته د درېناژ د ترسره کولو، د مايعاتو يا گازاتو د تطبيق او يا د ځينو عملياتي سامان آلاتو د داخلولو لپاره بدن کې دننه کيږي. کتېترونه له بېلابېلو څيزونو لکه پلاستيک، رابر، شيشې او يا فلزاتو څخه جوړ شوي. کتيتر په [[بدن]] کې د لنډمهال او يا دايمي ډول پرېښودل کېږي او يا دا چې په وقفوي ډول د مجوفو اعضاؤو لکه مثانې د تخلیې لپاره کارېږي. د سوندونو د تطبیق عملیې ته Catheterization وييل کېږي. کتيتر کیدای شي سخت او یا نرم وي.
 
== تاريخشالید ==
پخوانیو سوریایانو به کتیترونه د څارويو له رگونو څخه جوړول. همداراز پخوانیو یونانیانو به یو سوری فلزي تیوب د احلیل له لارې مثانې ته دننه کاوه چې د هغه په مرسته به یې مثانه تشوله. دوۍ دغه تیوب ته د Katheter ( په K نه په C) اصطلاح کاروله. نن سبا زیاتره کتیترونه له پلاستیک څخه جوړیږي. [[ډاوېډ اس. شيرايډېن]] په ۱۹۴۰ میلادي کال کې عصري يو ځل کارېدونکي کتیترونه اختراع کړل. ده د خپل ژوند په موده کې د کتیترونو څلور کمپنۍ جوړې او خرڅې کړې او په ۱۹۸۸ میلادي کال کې د [[فوربز مجله|فوربز مجلې]] له خوا ورته د کتېتر پاچا لقب ورکړل شو. همدارنگه دې د عصري پلاستیکي يو ځل کارېدونکي اېنډوټراکيال تيوب د اختراع له کبله چې نن سبا په عادي توگه په جراحي کې کارېږي، وستایل شو. دده د اختراع څخه مخکې له سرو رابري تیوبونو څخه گټه اخستل کیده ، چې له استفادې څخه وروسته به بیا بیا تعقیمیدل او بیا بیا ورڅخه کټه اخستل کیده ، او معمولاً د انتاناتو د انتشار لامل گرځیده نو ځکه شيرايډېن د دې یو ځل کارېدونکيو تیوبونو په اختراع سره وستایل شو.
د ۱۹۰۰ پیړۍ په پيل کې، یوه آیرلندي چې [[والش]] نومیده او یوه مشهور سکاتلندي يورولوژست چې [[نورمان گېبون]] نومیده په گډه کار وکړ چې هغه معياري سوندونه چې نن سبا په روغتونونو کې کارېږي رامنځته کړل. دغه سوندونه ددغو دوو جوړونکيو په نوم سره (Gibbon-Walsh) یادیږي. چې د گېبون او والش په واسطه تشریح او نظر نورو سوندونو ته د هغو ښه والي په گوته شول.
"https://ps.wikipedia.org/wiki/کتيتر" نه اخيستل شوی