د "کندهار ولايت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۶۹ کرښه:
 
'''کندهار''' د [[هېواد]] سويل لوېديځ ته پروت ولايت دى او د [[افغانستان]] د لويو تاريخي مرکزونو څخه شمېرل کېږي. د منديگک تاريخي کيندنې د کندهار په ۲۰ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، چې د لرغونپېژندنې له مخې د برنج او مفرغ په دورو پورې اړه لري.
په همدې اساس له ميلاده مخکې د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ کلونو په منځ کې د سند، [[ايران]] او بين النهرين گرځندويانو او سېلانيانو دې تاريخي مرکز ته تگ راتگ کاوه. له [[هرات]]، [[باختر]] او [[سيستانسیستان]] خڅه کوچيان هم په دې تاريخي لاره تېرېدل.
دا حوزه په [[اوېستا]] کې د هراوارتي په نامه ياده شوې ده او د [[اراکوزيا]] د نوم يادونه هم د همدې ځاى لپاره شوې ده. په لومړيو مرحلو کې دلته کرنيزه زمکې وې.
کندهار هغه مهال ډېر شهرت ترلاسه کړ چې په ۱۷۴۷ ز کال کې [[احمد شاه درانيدرانی]] د افغانستان واکمن ومنل شو او کندهار یې د هېواد د پلازمېنې په توگه وټاکله.
د ښار په مرکز کې د مېوند ودانۍ وجود لري، چې په ۱۸۷۱ ز کال جوړه شوې ده. [[خرقه مبارکه|خرقه شريفه]] له [[بخارا]] نه دې ښار ته د [[احمد شاه درانيدرانی|احمدشاه بابا]] په پېر کې راوړل شوې ده. د [[ميرويس هوتک|ميروېس خان نيکه]] او احمدشاه بابا زيارتونه په همدې ښار کې دي او د کندهار چهل زينه يې د غره په لمنه کې ده چې تاريخي ارزښت لري او د چهل زينې د پاىۍ په برخه کې د بابر شاه يادښت په ډبره کې کيندل شوې دى. کندهار په ۱۷۰۸ز کال کې ميروېس خان د خپل حکومت د مرکز په توگه وټاکه، هغه په کوکران کې موقعيت درلود چې له اوسني ښار څخه ډېر لرې نه دې.
بايد ووايو چې لوى سکندر اراکوزيا په کندهار کې د اسکندري په نوم يوه لويه کلکه پوځي او دفاعي کلا جوړه کړه چې د کندهار عظمت او حېثيت يې لا لوړ کړ.