د "چاپېريال ساتنه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نوی مخ: چاپيريال ساتنه ګرین هوز غازونه هغو غازوته وایي چې په شیشه ای کورونو کې منځ ته راځي او کله چې وړانګې شی...
 
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
چاپيريال ساتنه
 
ګرین هوز غازونه هغو غازوته وایي چې په شیشه ای کورونو کې منځ ته راځي او کله چې وړانګې شیشه ای کورته ننوځي نو یوه برخه يې چې د څپې اوږد والی يې ډیر وي هلته پاتې کیږي او دا کورونه ګرموي او له همدې ګرمۍ له امله په ژمي او یخه هوا کې نباتات پکې کرل کیږي او په زمي کې هم ګټه تر ې اخیستل کیږ ي اوس راځو دې موضوع ته چې صنعتي هیوادونه ډیر کاربن دای اکساید او نایتروجن اکساید تو لیدوي چې هوا ته خوشې کیږي او د ځمکې په شا او خوا دا سې یو ‌حالت جوړوي لکه ګرین هوز چې وړانګې ورته ننوځي بیرته وتی نه شي او هوا ګرموي ډیره څیړنه په دې برخه کې شوې او منل شوې ده چې همدا غازونه چې دګرین هوز تاثیر جوړوي داسې یوه پېښه لکه د ګرین هوز تاثیر جوړوي او د ځمکې اتموسفیر ګرموي او په دې ډول هوا ګرمیږي او چاپیریال ګرمیږي .
د جاپیریال دګرمیدو سره په ځمکه کې یخونه ویلې کیږي او په بحرونو کې اوبه زیاتیږي او جزیرې او دبحر د غاړې ټیت ځایونه د اوبو لاندې کیږي او همدارنګه واورې وریدل کمیږي او باران وریدل زیاتیږي ډیر بارانونه د سیلابونو د راتګ سبب ګرځي او سیلابونه ډیرې زمکې او کورونه تخریبوي. له بلې خوا د نباتاتو او حیواناتو دتغیراتو سبب ګر ځي یعنې دیخو ځایونو نباتات او حیوانات به یا بلکل له منځه لاړ شي او یا به په څه تغیراتو سره ځان د نوي چاپیریال سره برابر کړي او دا چې په انسانانو او حیواناتو نور څه تاثیر کوي چې او س يې مونږ نه شو تخمین کولی .