د "ويکيپېډيا:د پوهنغونډ په اړه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
اظافه معلومات
۱ کرښه:
ويکيپېډيا د وړيا مېنځپانگې يو خپلواک پوهنغونډ دی چې د ټولې نړۍ خلک يې په گډه ملکارۍ سره ليکي. دا وېبپاڼه ويکي يا wiki ده چې د هرچا مانا لري په بله وينا د هر هغه چا کمپيوټر چې د انټرنټ اسانتياو ته لاس رسي لري نو په ډېره اسانه توگه کولای شي چې په ويکيپېډيا کې ليکنې وکړي او يا هم ليکل شوې ليکنې سمې (ايډټ) کړي. ''[[ويکيپېډيا]]'' د ويکيمېډيا د بې گټې موسسې يو سوداگريز نوم او يا سوداگريزه نښه ده.
[[File:Great Feeling.ogv|250px|thumb| د ویکیپیډیا په اړه يو لنډه ویډیو څخه مرسته ترلاسه کړي خو په انګریزی]]
 
دا چې ويکيپېډيا همداسې پرله پسې غځېدونکی کار دی چې هر هغه څوک چې د انټرنټ اسانتياوې لري په کې برخه اخيستلی شي، خو دا بيا په ډېرو مهمو لارو کې د کاغذي سرچينو نه توپير لري. مانا دا چې داسې ځانگړې ليکنې او مقالې به وي چې د ښه منځپانگې او مالوماتي سرچينو نه پکې کار اخيستل شوی وي، او د ليکنې هغه د پوهې انډول به پکې ساتل شوي وي، خو څنگه چې جوته خبر ده چې په ويکيپېډيا کې د بېلابېلو توکمونو لخوا ليکنې کېږي، چې کېدای نشي د هغو ټولو اندونه او څرگندونې سمې وي، او گواکې لوستونکی دې هغه معيار وگڼي. د بېلگې په توگه ډېر ځل داسې شوي چې ځينو ليکنو کې لاس وهنې شوي او د ځينو ورانکارانو لخوا د ناسمو مالوماتو د خپرولو هڅه شوې، د غېر علمي توکو د خپرېدا هڅه شوې چې لوستونکي بايد پدې پوه او خبر اوسي. ددې لپاره چې لوستونکي کره مالومات لاس ته راوړي او د وران پوهاوي مخنيوی وشي نو '''د نور تفصيل لپاره''' [[ويکيپېډيا:د ويکيپېډيا په مرسته ځېړنه]] وگورۍ.