د "ملا محمد عمر" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۵۸ کرښه:
=== د روسانو له وتلو وروسته ===
په کال ۱۳۷۱هـ ل، ۱۹۹۲ز کې د نجیب د کمونستي واکمنۍ له سقوط او په هیواد کې دتنظیمي جگړو له پیلیدو سره سم ملا محمد عمر مجاهد جگړه ناروا وبلله او د ډېر شمېر نورو ولسي مجاهدینو په څیر وسله له اوږې کوزه او په خپله جهادي سیمه کندهار ولایت، د میوند ولسوالۍ د سنگ حصار د [[گیشاڼو]] کلي د [[حاجي ابراهیم مسجد|حاجي ابراهیم د مسجد]] ترڅنگ یې یوه دیني مدرسه جوړه او په همدې مدرسه کې میشت شو. له ۱۴ ستونزمنو جهادي کلونو وروسته یې د خپلو څو تنو جهادي ملگرو په ملتیا د خپلو نیمگړیو شرعي زدکړو په پوره کولو بیا پیل وکړ. دا هغه مهال ؤ چې د پلازمېني کابل په شمول ټول هیواد تنظیمي بې هدفه جگړو په سراخیستی ؤ، د ځینو څارگريزو تنظیمي جگړه مارانو د شخصي غرضونو او هوسونو د ترلاسه کولو له امله د مقدس جهاد سپیڅلي آرمانونه نیمگړي او د افغان مسلمان ولس د یو نیم میلیون شهیدانو پاکې هیلې همداسې تر پښو لاندې وې.
== په کورنی جگرو کی اشتراک او د افغانانو وینه رژول جد کمونیستي رژیم له سقوط وروسته د دې په ځای چې اسلامي نظام تاسیس شي او په دې توگه د مجاهد افغان ولس د کلونو کلونو ارمان پوره شي، خپل منځي جگړې پیل شوې، واقعي مجاهدین د یوې منظمې دسیسې له مخې ضعیفه او یا هم بیخي له سياسي صحنې څخه وایستل شول. ځینو پخوانیو مجاهدینو هغه کمونیستان چې باید محاکمه شوي وای په څنگ کې ورسره ونیول لکه برهان الدین رباني او عبدالرب رسول سياف پرچميان ، پخواني جنرالان لکه نورالحق علومي ، عبدالواحد بابه جان ، تورن اسماعیل خان ، گلاب زوی ، فرید مزدک ، کاوياني ، باقر فرین ، جنرال رشید دوستم ، د ببرک کارمل ورور ، د پخواني خاد اړونده مخبرین لکه سروري ، عارف سخره او داسې نور په سلهاؤ يې د هېواد څخه دباندې ولېږل او ځینو نورو په منظمه توگه د ولس په لوټلو، بې پته کولو، د ښځو ماشومانو سره نارواؤ او د وطن په چور تالان پیل وکړ. په دې توگه په درست هیواد کې د هرج ومرج یو داسې تور دوران راغی، چې شاید پخوایي افغانانو نمونه او بیلگه نه وي لیدلي، د مؤمنو هیوادوالو سر، مال او ناموس هره شیبه له گواښ سره مخامخ و، د هیواد په لارو او سرکونو د خودسره، جاهلو او پست صفته ټوپکیانو ځنځیرونه او پاټکونه خپاره شول، چې هر یوه د خپل مزاج موافق له بې وسه هیوادوالو نه یوازې پیسې اخیستي، بلکې د هیوادوالو په عزت او ناموس یي هم صرفه نه کوله، د هیواد د ملي شتمنیو، مادي او معنوي پانگو، د جهاد د غنائمو او حتی د هیواد د ځنگلونو او کانونو داسې بې رحمانه چور تالان پیل شو، چې پخوا یي کله هم بیلگه نه وه لیدل شوې، مؤمن اولس چې څوارلس کاله یي جهاد کړی و نه تنها دا چې د جهاد ثمره یي د ضیاع له خطر سره مواجه وه، بلکې ورځنی ژوند یي هم له خطر سره مخامخ و. د هرج ومرج د فتنې له امله ټولنیز فساد، قتل وقتال، چورتالان، ظلمونه، وحشتونه او د مسلمانانو رنځونه هره شیبه په ډیریدو و، چې دې حالت رښتیني مجاهدین هغوی چې د افغان مؤمن اولس د سوکالۍ، ازادۍ او سرلوړۍ لپاره یي مبارزه کړې وه سخت ځورول.↵ملا محمد عمر مجاهد چې دغه مهال له خپلو مجاهدو ملگروسره د کندهار په میوند ولسوالۍ کې اوسیده، د نورو واقعي مجاهدینو غوندې د دې حالاتو لیدلو دی هم ډیر زیات اندیښمن کړی و نوموړي لیدل چې د کندهار – هرات په لویه لاره گام په گام پاټکونه جوړ شوي او ټوله ورځ د هیواد مظلوم مسافر، ښځې او سپین ږیري د بد اخلاقه ټوپکیانو په لاس لوټل کیږي، بې آبه کیږي او وژل کیږي، باید ووایو چې دغه مهال په کندهار کې پاټکونه دومره زیات شوي و، چې د هیواد تجارانو چې له هرات څخه به یي د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د ویش باډر ته مالونه راوړل، ددې په ځای چې په عمومي لاره خپل مالونه انتقال کړي د ډیرو پاټکونو له امله یې له هرات څخه راوړي تجاري اموال په میوند کې ښکته کول او د ریگ له لارې یې په دښتو کې په ډیرو تکالفو تر ویش پورې رسول تر څو د پاټکوالوله شره خوندي وي . ملامحمد عمر مجاهد او دده مجاهدو ملگرو ته د کندهار ښار وضعیت هم ورمعلوم و، چیرته چې خودسره ټوپکیانو ښار کوڅه په کوڅه تر خپل منځ ویشلی و، د بیت المال ملکیتونه یي مسلسل غصبول او په نغدو پیسو یي پلورل او په دولتي ځمکو یي شخصي مارکیټونه جوړول، په دې سربیره یي تر خپل منځ همیشه جگړې کولې چې ترمنځ یي اولس ځپل کیده. همدې بې پایه ناخوالو واقعي مجاهدین اړ کړل چې د فساد د ورکولو او د مسلمانانو د سر او مال د تحفظ په خاطر خپل وس وکړي، مجاهدینو تر خپل منځ مشورې او غونډې پیل کړې، ملامحمد عمر مجاهد او ملگرو یي خپله لومړنۍ غونډه د پنجوایي ولسوالۍ د زنگاوات په سیمه کې د سیمې له مشهورو او پیژندل شویو علماء کرامو سره جوړه کړه، د روس ضد جهاد په مهال د کندهار د مجاهدینو د عمومي قاضي مولوي سید محمد صاحب ( چې په مولوي پاسني صاحب یي شهرت موندلی و) په مشرۍ د علماء کرامو دې غونډې ملا محمد عمر مجاهد ته وویل چې باید د فساد په ضد قیام وکړي او دوی ټول یې ملاتړي دي، له همدې غونډې څخه ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي تحریک اساس کیښود او د ۱۴۱۵ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵ نیټه د فساد او گډوډۍ په ضد یې د مبارزې بنسټ کیښود. د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ اسلامي تحریک د فساد د مخنیوي په خاطر مبارزه پیل کړه، چې د ولس او رښتنیومجاهدینو له پراخ هرکلي سره مخامخ شول، لومړی یي کندهار ولایت او ورپسې یي د افغانستان زیاتي سیمې له بي بندوباره او فاسدو ټوپکیانو تصفیه کړې، هغه مهال چې د هیواد ډیري سیمې د طالبانو تر تسلط لاندې راغلې وې د ۱۴۱۶ هق کال د ذوالقعدې میاشتې په ۱۵ مه نیټه د افغانستان د علماء کرامو یو لوی ټولي چې شمیر یي تر ۱۵۰۰ زیات و، په کندهار کې یي د یوې غونډې په دائرولو سره د ملامحمد عمر مجاهد امارت تائید او نوموړي ته یي د امیرالمؤمنین لقب ورکړ، د ۱۳۷۵ هـ ش کال د میزان میاشتې په شپږمه نیټه د افغانستان پلازمینه کابل هم د اسلامي امارت تر تسلط لاندې راغله چې ورپسې د افغانستان د ټولو مرکزي او شمالي سیمو په شمول د هیواد په ۹۵ فیصده خاوره د اسلامي امارت حاکمیت ټینگ شو . ==
== د شر او پساد (کورنيو جگړو) پر وړاندې پاڅون او د اسلامي امارت تأسیس ==
د کمونیستي رژیم له سقوط وروسته د دې په ځای چې اسلامي نظام تاسیس شي او په دې توگه د مجاهد افغان ولس د کلونو کلونو ارمان پوره شي، خپل منځي جگړې پیل شوې، واقعي مجاهدین د یوې منظمې دسیسې له مخې ضعیفه او یا هم بیخي له سياسي صحنې څخه وایستل شول. ځینو پخوانیو مجاهدینو هغه کمونیستان چې باید محاکمه شوي وای په څنگ کې ورسره ونیول لکه برهان الدین رباني او عبدالرب رسول سياف پرچميان ، پخواني جنرالان لکه نورالحق علومي ، عبدالواحد بابه جان ، تورن اسماعیل خان ، گلاب زوی ، فرید مزدک ، کاوياني ، باقر فرین ، جنرال رشید دوستم ، د ببرک کارمل ورور ، د پخواني خاد اړونده مخبرین لکه سروري ، عارف سخره او داسې نور په سلهاؤ يې د هېواد څخه دباندې ولېږل او ځینو نورو په منظمه توگه د ولس په لوټلو، بې پته کولو، د ښځو ماشومانو سره نارواؤ او د وطن په چور تالان پیل وکړ. په دې توگه په درست هیواد کې د هرج ومرج یو داسې تور دوران راغی، چې شاید پخوایي افغانانو نمونه او بیلگه نه وي لیدلي، د مؤمنو هیوادوالو سر، مال او ناموس هره شیبه له گواښ سره مخامخ و، د هیواد په لارو او سرکونو د خودسره، جاهلو او پست صفته ټوپکیانو ځنځیرونه او پاټکونه خپاره شول، چې هر یوه د خپل مزاج موافق له بې وسه هیوادوالو نه یوازې پیسې اخیستي، بلکې د هیوادوالو په عزت او ناموس یي هم صرفه نه کوله، د هیواد د ملي شتمنیو، مادي او معنوي پانگو، د جهاد د غنائمو او حتی د هیواد د ځنگلونو او کانونو داسې بې رحمانه چور تالان پیل شو، چې پخوا یي کله هم بیلگه نه وه لیدل شوې، مؤمن اولس چې څوارلس کاله یي جهاد کړی و نه تنها دا چې د جهاد ثمره یي د ضیاع له خطر سره مواجه وه، بلکې ورځنی ژوند یي هم له خطر سره مخامخ و. د هرج ومرج د فتنې له امله ټولنیز فساد، قتل وقتال، چورتالان، ظلمونه، وحشتونه او د مسلمانانو رنځونه هره شیبه په ډیریدو و، چې دې حالت رښتیني مجاهدین هغوی چې د افغان مؤمن اولس د سوکالۍ، ازادۍ او سرلوړۍ لپاره یي مبارزه کړې وه سخت ځورول.
ملا محمد عمر مجاهد چې دغه مهال له خپلو مجاهدو ملگروسره د کندهار په میوند ولسوالۍ کې اوسیده، د نورو واقعي مجاهدینو غوندې د دې حالاتو لیدلو دی هم ډیر زیات اندیښمن کړی و نوموړي لیدل چې د کندهار – هرات په لویه لاره گام په گام پاټکونه جوړ شوي او ټوله ورځ د هیواد مظلوم مسافر، ښځې او سپین ږیري د بد اخلاقه ټوپکیانو په لاس لوټل کیږي، بې آبه کیږي او وژل کیږي، باید ووایو چې دغه مهال په کندهار کې پاټکونه دومره زیات شوي و، چې د هیواد تجارانو چې له هرات څخه به یي د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د ویش باډر ته مالونه راوړل، ددې په ځای چې په عمومي لاره خپل مالونه انتقال کړي د ډیرو پاټکونو له امله یې له هرات څخه راوړي تجاري اموال په میوند کې ښکته کول او د ریگ له لارې یې په دښتو کې په ډیرو تکالفو تر ویش پورې رسول تر څو د پاټکوالوله شره خوندي وي . ملامحمد عمر مجاهد او دده مجاهدو ملگرو ته د کندهار ښار وضعیت هم ورمعلوم و، چیرته چې خودسره ټوپکیانو ښار کوڅه په کوڅه تر خپل منځ ویشلی و، د بیت المال ملکیتونه یي مسلسل غصبول او په نغدو پیسو یي پلورل او په دولتي ځمکو یي شخصي مارکیټونه جوړول، په دې سربیره یي تر خپل منځ همیشه جگړې کولې چې ترمنځ یي اولس ځپل کیده. همدې بې پایه ناخوالو واقعي مجاهدین اړ کړل چې د فساد د ورکولو او د مسلمانانو د سر او مال د تحفظ په خاطر خپل وس وکړي، مجاهدینو تر خپل منځ مشورې او غونډې پیل کړې، ملامحمد عمر مجاهد او ملگرو یي خپله لومړنۍ غونډه د پنجوایي ولسوالۍ د زنگاوات په سیمه کې د سیمې له مشهورو او پیژندل شویو علماء کرامو سره جوړه کړه، د روس ضد جهاد په مهال د کندهار د مجاهدینو د عمومي قاضي مولوي سید محمد صاحب ( چې په مولوي پاسني صاحب یي شهرت موندلی و) په مشرۍ د علماء کرامو دې غونډې ملا محمد عمر مجاهد ته وویل چې باید د فساد په ضد قیام وکړي او دوی ټول یې ملاتړي دي، له همدې غونډې څخه ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي تحریک اساس کیښود او د ۱۴۱۵ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵ نیټه د فساد او گډوډۍ په ضد یې د مبارزې بنسټ کیښود. د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ اسلامي تحریک د فساد د مخنیوي په خاطر مبارزه پیل کړه، چې د ولس او رښتنیومجاهدینو له پراخ هرکلي سره مخامخ شول، لومړی یي کندهار ولایت او ورپسې یي د افغانستان زیاتي سیمې له بي بندوباره او فاسدو ټوپکیانو تصفیه کړې، هغه مهال چې د هیواد ډیري سیمې د طالبانو تر تسلط لاندې راغلې وې د ۱۴۱۶ هق کال د ذوالقعدې میاشتې په ۱۵ مه نیټه د افغانستان د علماء کرامو یو لوی ټولي چې شمیر یي تر ۱۵۰۰ زیات و، په کندهار کې یي د یوې غونډې په دائرولو سره د ملامحمد عمر مجاهد امارت تائید او نوموړي ته یي د امیرالمؤمنین لقب ورکړ، د ۱۳۷۵ هـ ش کال د میزان میاشتې په شپږمه نیټه د افغانستان پلازمینه کابل هم د اسلامي امارت تر تسلط لاندې راغله چې ورپسې د افغانستان د ټولو مرکزي او شمالي سیمو په شمول د هیواد په ۹۵ فیصده خاوره د اسلامي امارت حاکمیت ټینگ شو .