د "ملا محمد عمر" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۲۰۷ کرښه:
 
==ملا منان او ملا یعقوب څنگه تابع شول؟==
د امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد د شهادت له افشا کېدو وروسته کله چې ملا اختر محمد منصور د علماء کرامو او د اسلامي‌امارت د رهبري‌شوری د اکثریت غړو لخوا امیرالمومنین وټاکل شو، په اول سر کې یې د مرحوم ملاصاحب ورور ملا عبدالمنان اخند مخالفت وکړ او زوی یې ملا یعقوب بې طرفه پاته شو، په دې لړ کې تر ټولو شدید مخالفت د ملا عبدالمنان له خوا وشو، خو ملا منصور هڅه وکړه چې دوی د خپل ځان متابعت ته راوبولي او په دې خاطر یې له هرې ممکنه لارې کار واخیست. بالاخر د نورو یو شمیر خفه مشرانو په شمول مولوي یعقوب او ملا عبدالمنان اخند هم خوشحال کړل، ملا عبدالمنان اخند ته یې د رهبري‌شوری د غړیتوب ترڅنګ د دعوت ارشاد کمیسیون مشري ورکړه او مولوي یعقوب ته یې د رهبري‌شوری د غړیبوب ترڅنګ د پنڅلسو ولایتونو د نظامي مسولیت دنده ور وسپارله.
ملا یعقوب په جهادي او نظامي چارو کې تجربه نه لري، خو منصور د هغه د خوشاله کولو په خاطر دا کار وکړ. د ملا یعقوب له ټاکل کېدو وروسته د طالبانو جهادي فعالیتونو له ستونزو سره مخ شول او په گڼو ولایتونو کې یې ترلاسه کړې بریاوې هم نسبتاً له لاسه ووتې. اهمه خبره دلته دا ده چې ملا یعقوب ځوان دی او کافي تجربه نه لري، دا عهده باید داسې کس په غاړه اخیستې وای، چې په جهادي او نظامي چارو کې یې په کافي اندازه وړتیا درلودلی. د یادونې وړ ده چې ملا یعقوب د ملا منان په آوامرو چلېږي، هر څه چې هغه ورته وايي، هماغسې کوي. هیله من یو چې ملا منصور او د امیرالمومنین کورنۍ د شخصي مقامونو لپاره امارت نور قرباني نه کړي. امیرالمومین ملا محمد عمر مجاهد غفرالله د تحریک د بقا لپاره خورا ډېرې هڅې کړې دي، چې دا باید د شخصي اغراضو په خاطر په اوبو لاهو نه شي.