د "احمد شاه درانی" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
۲۷۲ کرښه:
لوی احمد شاه بابا د زمامدارۍ او پادشاهۍ ترڅنگه د شعر او شاعرۍ سره ډېره لېوالتیا درلودله او کله به چې د خپلو فتوحاتو او کارونو څخه فارغېده د مهمو حوادثو او واقعو یاد به یې په خپلو اشعارو کې کاوه او په دې ډول شعرونه یې لیکل. لکه چې د یوې برۍ نه راستون شوې نو دا لاندې غزل یې لیکلې:
چي بر کړې مي خدای لاس په رقیبانو
چي له یاره سره خوښ هم کناره ځم
چي د هند د ملکو فتحه مي روزي شوه
تره به زه د هند په لور په تماشه ځم
پر دا کړې داد دی خدای نشي پښېمانه
نو ایران لره په توغ په نغاره ځم
معشوقې د ایران ډېرې ترکي شوخې
تر نگين مي ایران لاندي شاهانه ځم
زه د تسخیر د ولایت د خدای په داد کړم
په مدد د حبیب هره خواه ته تازه ځم
چي زما د ولایت فتحه روزي شوه
ترو به څه د یار له نازه کناره ځم
احمد شاه دنیا فاني گڼم چي نشته
دنیا پاته له ایمان به سره ځم
۲۹۹ کرښه:
د بابا په اشعارو کې ملي, عشقي, تصوفي, او اخلاقي برخه لیدل کېږي.خو د دې سره سره د تصوف او اخلاقو برخه ډېره بارزه ده, اشعارو یې ډېر زیات میهني, ملي, او حماسي چې د وطن دوستۍ څخه ډکه ده په دې دیوان کې شامل دي. دا ديوان دوه نیم زره (۲۵۰۰) بیتونه لري په اشعارو کې یې [[غزل]]،[[رباعي]]،[[قطعه]]،[[مخمس]]او[[مربع]] برخه لیدل کېږي.
دا یو بل د تصوف د کلام نمونه یې:
په آشنا به خبر نشم
څو خبر نشم له ذاته
که د خپلې خودۍ تیر شم
خود به زه شمه مراته
معرفت به مي روزي شي
که فاني شم و فنا ته
دا د یار مینه خوږه ده
چي پریکړې سر د زیاته
د حماسي اشعارو له جملې څخه دا لاندې غزل دی چې په انګرېزي, هندي او پاړسي ژبو ژباړه شوې هم دي.
۳۱۵ کرښه:
#هیواده
ستا د عشق له وینو ډک شو ځیگرونه
ستا په لاره کي بایللي زلمي سرونه
تاته راشمه زړگۍ زما فارغ شي
بې له تا مي اندېښنې د زړه مارونه
که هر څو مي د دنیا ملکونه ډېر شي
زما به هیر نشي دا ستا ښکلې باغونه
د ډهلي تخت هیرومه چې رایاد کړم
زما د ښکلي پښتونخواه د غرو سرونه
د رقیب د ژوند متاع به تارتار کړم
چې زه وکاندم پر هر لوري تاختونه
د فرید او د حمید دور به بیا شي
چې په تورو پښتانه کړي گزارونه
که تمامه دنیا یو خوا ته بل خوا شې
زما خوښ دي ستا خالي تش ډگرونه
احمد شاه به دغه ستا قدر هیر نه کا
که ونسي د تمام جهان ملوکونه
|