د "احمد شاه درانی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۲۶۶ کرښه:
 
== د احمد شاه بابا آثار ==
احمد شاه بابا ټول خلک د یو لوی پاچا په حیث پېژني خو په دې نه پوهېږي چې یو ملي مبارز او شاعر هم وو.
ده په کوچنیوالې کې دیني علوم خط او کتابت د خپل وخت د عالمانو څخه زده کړې وو, او د ښه سواد خاوند وو, او په پښتو او پارسي ژبو کې لیکنه کړې دي.
لوی احمد شاه بابا د زمامدارۍ او پادشاهۍ ترڅنګه د شعر او شاعرۍ سره ډېره لېوالتیا درلودله او کله به چې د خپلو فتوحاتو او کارونو څخه فارغېده د مهمو حوادثو او واقعو یاد به یې په خپلو اشعارو کې کاوه او په دې ډول شعرونه یې لیکل. لکه چې د یوې برۍ نه راستون شوې نو دا لاندې غزل یې لیکلې:
 
چي بر کړې مي خدای لاس په رقیبانو
چي له یاره سره خوښ هم کناره ځم
چي د هند د ملکو فتحه مي روزي شوه
تره به زه د هند په لور په تماشه ځم
پر دا کړې داد دی خدای نشي پښېمانه
نو ایران لره په توغ په نغاره ځم
معشوقې د ایران ډېرې ترکي شوخې
تر نګين مي ایران لاندي شاهانه ځم
زه د تسخیر د ولایت د خدای په داد کړم
په مدد د حبیب هره خواه ته تازه ځم
چي زما د ولایت فتحه روزي شوه
ترو به څه د یار له نازه کناره ځم
احمد شاه دنیا فاني ګڼم چي نشته
دنیا پاته له ایمان به سره ځم
 
 
احمد شاه بابا په پښتو، عربي او دري ژبه اشعار ويلي او آثار يې ليکلي دي چې دا درې اثره يې د زمانې له حوادثو او آفاتو څخه خوندي پاتې شوي دي:
# د احمد شاه بابا د پښتو ژبې د اشعارو بشپړ ديوان
#*د بابا د پښتو اشعارو دیوان چې د لومړیلومړي ځل دپاره په کال ۱۳۱۹ هـهجري لشمسي کالکې په کابل کې د پښتو ټولنې لخوا د علامه عبدالحی حبیبی د يوې اوږدې سريزې سرهپه چاپاهتمام شو،چاپ شو.او بيا دپه کال ۱۹۶۳ زسپوږمیز کال(میلادي) د نومبر په مياشت په پېښور کې د پښتو اکېډمۍ لخوا چې د دوو نورو خطي نسخو سره مقابله شویشوې و،وو، چاپ او خپور شویشوې دیدي.
د بابا په اشعارو کې ملي, عشقي, تصوفي, او اخلاقي برخه لیدل کېږي.خو د دې سره سره د تصوف او اخلاقو برخه ډېره بارزه ده, اشعارو یې ډېر زیات میهني, ملي, او حماسي چې د وطن دوستۍ څخه ډکه ده په دې دیوان کې شامل دي. دا ديوان دوه نیم زره (۲۵۰۰) بیتونه لري په اشعارو کې یې غزل, رباعي, قطعه, مخمس او مربع برخه لیدل کېږي.
دا یو بل د تصوف د کلام نمونه یې:
په آشنا به خبر نشم
څو خبر نشم له ذاته
 
که د خپلې خودۍ تیر شم
خود به زه شمه مراته
 
معرفت به مي روزي شي
که فاني شم و فنا ته
 
دا د یار مینه خوږه ده
چي پریکړې سر د زیاته
 
د حماسي اشعارو له جملې څخه دا لاندې غزل دی چې په انګرېزي, هندي او پاړسي ژبو ژباړه شوې هم دي.
هیواده
 
ستا د عشق له وینو ډک شو ځیګرونه
ستا په لاره کي بایللي زلمي سرونه
تاته راشمه زړګۍ زما فارغ شي
بې له تا مي اندېښنې د زړه مارونه
که هر څو مي د دنیا ملکونه ډېر شي
زما به هیر نشي دا ستا ښکلې باغونه
د ډهلي تخت هیرومه چې رایاد کړم
زما د ښکلي پښتونخواه د غرو سرونه
د رقیب د ژوند متاع به تارتار کړم
چې زه وکاندم پر هر لوري تاختونه
د فرید او د حمید دور به بیا شي
چې په تورو پښتانه کړي ګذارونه
که تمامه دنیا یو خوا ته بل خوا شې
زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه
احمد شاه به دغه ستا قدر هیر نه کا
که ونسي د تمام جهان ملوکونه
 
 
# علم گنج
#* دا د احمد شاه بابا د بل کتاب نوم دی چې اته بابه لري او په تصوف کې يې ليکلی دی. ددې کتاب د شرح يوه قلمي نسخه د کابل د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په خطي کتابتون کې شته چې سر او پای نلري، او د کتاب پاته برخه پنځه پنځوس پاڼې دی چې هر مخ يې ۱۱ کرښې لري او کچه يې ۱۳x۱۹ کې ده ددې کتاب په ۲۱ مخ کې لومړی باب داسې پيل کېږي:<br />''“باب اول قال المصنف خلدالله ملکه:آسمان شجر يعنی الف سين ميم نون ؟؟ قال الشارح عضی الله عنه: بدانکه قبل از شروع در علم واجب است تقديم چند چيزې که موجب از د ياد بصيرت ستاره گردد در آن علم که د ا ب محصلين صناعات علوم حقيقت همين است...”''<br />پوهاند حبيبي ليکي چې: “احمد شاه بابا په عربي ژبه ځينې کلمات لري چې محمد غوث ابن ترکمان ابن تاج خان په هندوستان کې په پارسي ژبه شرح پر ليکلې ده چې [[شرح الشرح]] نوميږي او درې سوه مخه لري، نو څرگنده نه ده چې د علم گنج دا شرح هماغه شرح الشرح ده او که دا شرح ده او پر دې شرح باندې بله شرح ليکلی شوې ده.”