Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۳۲ کرښه:
پښتو ويکيپېډيا کې ستاسې ليکنې د ستاينو وړ دي. زه ستاسې د نېک نيت هرکلی کوم. خو زه غواړم ستاسو پام يو څو ټکو ته راواړوم. ستاسې پښتو ليکنې کې يو لړ گرامري او املايي تېروتنې شته. تاسو څخه غوښتنه دا ده چې تر دې دمخه يوه ليکنه (مقاله) پښتو ويکيپېډيا کې ورگډه کړئ نو لومړی يې په پلټلو کې وگورئ کېدای شي له تاسې څخه دمخه بل چا هغه سرليک پيل کړی وي. ډېر ځله داسې شوي چې تاسې په ناسمې املا او د اعرابو (زور، زېر، پېش) په گډولو سره تاسو يوه ليکنه ورگډه کړې چې له پخوا څخه شته. موږ په پښتو ژبه کې د عربي ژبې زور، زېر او پېښ نه کاروو. تاسو له عربي زور، زېر او پېښ څخه ډډه وکړئ. دويمه خبره دا چې تر دې دمخه چې تاسې پښتو ژبه کې يوه ليکنه ورگده کړئ نو د نورو ليکنو ولولئ. په لوستلو سره ستاسې پښتو املا ښه کېږي. تاسو د سمې پښتو ليکلو سره عادي کېږئ او بيا به مو په ليکنو کې تر دې حده تېروتنې نه وي لکه څومره چې اوس په کې ليدل کېږي. ليکنئ پښتو کې يو عام دود دا دی چې څنگه تلفظ کېږي هماغسې ليکل کېږي هم. هو ځينې استثناگانې شته چې هغه په ورو ورو ليکلو او لوستلو سمېږي. د پښتو ژبې د ياگانو په برخه کې پاملرنه وکړئ همدا راز د سم گاف ليکلو هڅه وکړئ. ستاسې په ليکنو کې د کړۍ داره گاف (ګ) چې غلط مروج شوی ليدل کېږي. هيله من يم چې زما په لارښوونو مو خوا بده نه شي او د نېک نيت له مخې خپله ليکنئ پښتو ورو ورو سمه کړئ.
مننه --[[کارن:ANBI|ANBI]] ([[د کارن خبرې اترې:ANBI|خبرې اترې]]) 22:19, 22 مارچ 2016 (UTC)
 
سلام،ښاغلى ANBI
زما پښتو اوس ډېر پر مختګې کړى دى،
ستاسونه او نورو ګرانو ملګرو نه ،ډېره مننه چې زما سرم کومک وکړ، زماتم لار لارښود وکړ،اوس انشالله خپل مقالات سمون ته تياروم [[کارن:طاهره مجیدی|طاهره مجیدی]] ([[د کارن خبرې اترې:طاهره مجیدی|خبرې اترې]]) 07:12, 28 اکتوبر 2016 (UTC)
 
== ستاسو د ليکنې په ځواب کې ==