د "اروپايي ټولنې شورا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "Raad van de Europese Unie" مخ د ژباړلو له مخې جوړ شوی
(بې توپيره)

د ۱۹:۰۵, ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۶ بڼه

د وزیرانوشورا په رسمي توګه د اروپايي ټولنې شورا په نامه یادیږي، چې د اروپايي ټولنې دحکومتونو وزیران پکې خپل نظریات بیانوي. د مقرراتو له مخې، هغوې یواځې دهغو وړاندیزونو په اړه اقدام کولاې شي چې د اروپايي کمېسیون لخوا وړاندې شوي وي. وزیران د بحث وړ موضوعاتو له مخې د شورا په غونډوکې ګډون کوي- لکه چاپېریال، کرهنه یا تجارت. پدې پورې تړلې ده چې پرڅه شي باندې بحث کېږي، وزیران یا د رایو په اتفاق اویا د مشروط اکثریت(qualified majority voting) رایو له مخې فیصله کوي.( مشروط اکثریت هغه دی چې ۵۵سلنه غړی هېوادونه چې د اروپايي ټولنې د ۶۵سلنې نفوس څخه استازیتوب وکړي رایه ورکړي). ځینې مسایل لکه مالیه او دفاع د رایو اتفاق ته اړتیا لري.