د "اروپايي شورا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "Europese Raad" مخ د ژباړلو له مخې جوړ شوی
(بې توپيره)

د ۱۷:۵۵, ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۶ بڼه

 اروپايي شورا، د اروپايي ټولنې د غړوهېوادونو له مشرانو،ددغې شورا او د اروپايي کمېسیون رییسانوڅخه جوړه شویده. هغوې لږترلږه په کال کې څلورځلې غونډه کوي او د اروپايي ټولنې سیاسي لومړیتوبونه او هدفونه ټاکي. اروپايي شورا خپل رییس یا مشر لري. اروپايي مشران هغه ته د یو مدیره هیات د رییس په سترګه ګوري، نه دیوداسې مشرپه سترګه چې تش د نړۍ ګوټ کوټ ته پرلپسې سفرونه کوي، خوکله کله دهغه د واکونو د کچې په اړه ځینې بحثونه شوي. که تاسو پدې ساحه کې کوم رپوټ خپروئ دوو شیانو ته مو باید پام وي: اروپايي شورا او د اروپاشورا یوله بله سره توپيرلري، یوشی ندي.هغوې کاملا دوه بېل بېل سازمانونه دي. د اروپاشورا د اروپا له ۴۷ هېوادونوڅخه جوړه شوېده. هغه په ۱۹۴۹ کال کې د ډموکراسۍ د ودې او د بشري حقونو د ساتنې په خاطر رامنځته شوه. هغه د اروپايی ټولنې دشورا په نوم هم مه یادوئ- ځکه چې دا د غړیوهېوادونو دحکومتونو د وزیرانو غونډو ته ویل کېږي.