د "ککړتیا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۳۳ کرښه:
د لمریز نظام په وړانګو کې دزېاتې رڼا ګډېدنه چې د لمریز نظام رڼا ککړوي. غږیزه ککړتیا : په غږیزه ککړتیا کې د سرکونوغږ، د الوتکو غږ، صنعتي غږونه شامل دي او همداسې هره هغه اله چې لوړ غږ تولیدوي د طبعېت ککړونکي بلل کیږي. دځمکې ککړتیا: خاوره هغه وخت ککړیږي چې کیمیاوي کارېدلي توکي پرې پرېښودل شي. د پام وړ د خاورې ککړونکي : هایدرو کاربونونه، درانده فلزات او کلورین لرونکي هایدروکاربونونه دي. رادیو اکتیف ککړونکي: له ۲۰ پېړۍ د اتومي فزیک فعالیت او کړنې لکه د اتومي برېښنا تولید او اتومي څېړنې، تولید او بیا پلي کول. د ډېرو مالوماتو لپاره د ( آلفا رادیو او په چاپېریال کې اکتینیدونه وګوری). حرارتي ک کړتيا: په طبعي اوبو کې د حرارت بدلون چې لامل ېې د انسانانو ځنې کړنې دي لکه اوبه د یخوونکي مادې په څېر کارول یا ګرم توکي په اوبو یخول. عيني ککړتیا: د برېښنا مزي، کېبل یا لین، په غټو سرکونو د لوحو نصب، د خزلو او کثافاتو سر لوڅې ذخیرې، د ټولنې هغه جامد توکي چې د کثافاتو په څېر په ټولنه کې د سرک لارو او کوڅو کې پراته وي. د اوبو ککړتیا: د صنعت او سوداګرۍ خونو لخوا د ځمکې په سطح اوبو کې فاضله اوبه پرېښودل، یا د کورونو کارېدلې فاضله اوبه له پاکو اوبو سره ګډول، او یا ککړونکي کیمیاوي توکي لکه کلورین
===د پلاستیک ککړتیا:===
د پلاستیک یوځای ته راغونډونه چې د وحشي ژوو اوانسان پر ژوند اغیز کوي
 
==د ککړتیا سرچینې او لاملونه ==
د هوا دککړتیا لامل دواړه طبعیت او دانسان چلند له طبعیت سره ده. خو تر ټولو زېات ککړونکي د انسان په لاس جوړ احتراق، ودانۍ، په کانونو کار، زراعت او جګړې دي. د دې تر څنګ موټر هم د پام وړل د هوا په ککړولو کې برخه اخلي.