د "ککړتیا" د بڼو تر مېنځ توپير

۷۲۷ بايټونه ورگډ شول ،  ۴ کاله مخکې
د سمون لنډيز پرته
د هوا ککړتیا تل له تمدن سره مل وه. ککړتیا له تاریخ نه مخکې یا ماقبل تاریخ دورې نه پېل شوه کله چې [[انسان]] اور ولګولی شو. د یو ې ساینسي رسنۍ د راپور مطابق کال ۱۹۸۳، په یوه لرغوني غار کې چې د تاریخ نه وړاندې وه د کاربون یا اور د لوګي ډېر غلیظ تور والی ېې پر دېوارونو او د اور لپاره د لوګي وتلو ځای کې پېدا کړ چې د دې دورې انسانانو ډېر ستر اور لګولی وو او لوګي ېې فضا ککړه کړې وه. د وسپنې جعل هم ښي چې د هوا د ککړتیا وجه ګرځي. په ګرینلینډ کې د یخ یچالونه کچه ښي چې د رومان، چین او یونان د وسپنې تولید هوا ککړه کړې وه، خو په دې وخت کې ککړتیا ډېره کمه وه چې د طبعیت لخوا اداره کیدای شوه.
==ښاري ککړتيا ==
[[File:AlfedPalmersmokestacks.jpg|thumb|upright=1.2|Air pollution from a [[fossil-fuel power station]]]]
د سکرو او لروګیو سوزولو او په ډېر ځایونو کې د اسانو شتون له ښارونو د ککړتیا مرکز جوړ کړی. صنعتي انقلاب د کیمیاوي موادو داسې توکي له ځان سره راوړل چې بې درملنې وو او د اوبو په پایپونو کې وکارول. په انګلستان کې چې کله د سمندر د سکرو سوزول مضر وګڼل شول نود انګلستان پاچا لمړی ایډوارډ د سمندر سکاره سوزول په کال ۱۲۷۲کې بند کړل.
خو د ککړتیا دزېږون لامل چې نن ېې مونږ د تودوخې په نامه پیژنو صنعتي انقلاب وو. انګلستان هم همداسې مخکې په ۱۸۵۸ کې د ګریټ سټینک (بد بوی ) په نامه په دیمس سیند کې ککړتیا لویه کچه ثبت کړې چې وروسته ېې سم د لاسه د خپلې ابادي لپاره د فاضله اوبو کانالونه او سیستم جوړ کړ. د ککرټیا یو بل لامل په تېزی سره د نفوس زېاتوالی او د کثافاتو یا اضافي توکو لپاره مناسب سیستم نشتون ده. نو په دې وخت کې اصلاح غوښتونکو د فاضله اوبو لپاره د سیستم او پاکو اوبو ته د لاس رسي غوښتنه وکړه. په کال ۱۸۷۰ کې برلین د ککړتیا له مخې په خورا بد وضعیت کې وه او اوګوست بېبل مخکې له دې چې د فاضله اوبو سیستم په کال ۱۸۷۰ کې جوړ شي د شرایطو یادونه وکړه. په هغه وخت کې به د کورونو فاضله اوبه به د کورونو تر څنګ په ذخیرو کې راټولیدې چې ډېر بد بوی ېې کاوه او همداسې په لارو کوڅو او نورو عامه ځایونو کې عمومي تشنابونه نه وو. د دې ترڅنګ په عمومي تعمیرونو کې صحي لارې چارې او سهولتونه په نظر کې نه وو نیول شوي.
د ۵ جاېر په نامه اداره د ځنې ککړتیاو په اړه لکه د ماریانا ککړتیا څېړنې کوي او پر اغیز ېې د راپور جوړلو لپاره بوخت دي.
==د ککړتیا ډولونه او ککړونکي ==
[[File:Air .pollution 1.jpg|thumb|Before [[flue-gas desulfurization]] was installed, the emissions from this power plant in [[New Mexico]] contained excessive amounts of [[sulfur dioxide]].]]
 
[[File:AirQualityLondon1.jpg|thumb|[[Nitrogen dioxide]] diffusion tube for air quality monitoring. Positioned in [[London]] City.]]
 
[[File:Air Pollution-Causes&Effects.svg|thumb|350px|Schematic drawing, causes and effects of air pollution: (1) greenhouse effect, (2) particulate contamination, (3) increased UV radiation, (4) acid rain, (5) increased ground level ozone concentration, (6) increased levels of nitrogen oxides.]]
===دهوا ککړتیا : ===
په هوا کې د کیمیاوي ګازونو خوشې کېدنه په ذراتو وېشل کیږي. د هوا عام ککړونکي ګاز لرونکي کیمیاوي توکي دي لکه : کاربن مونو اکساید، سلفر دیو اکساید، کلروفلوروکاربن (سي اېف سي اېس) او نایتروجن اکساید کوم چې د انډسټریانو لخوا تولیدیږي او همداسې موټر هم د هوا غټ ککړونکي دي. فوټو کیمیاوي اوزون ګاز او لوګی د نایتروجن اکساید، هایدرو کاربن په څېر د لمر وړانګو ته له عکس العمل نه تولیدیږي. د دې کیمیاوي توکو ذرې د مایکرومتر سایز لري پي اېم ۱۰ تر پي اېم ۲.۲۵ . (PM10 تر PM2.5)