د "ښيښه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:Glass welding two tubes together.JPG|300px|بټنوک|د وېلډنگ پر وخت کله چې دوه ښېښې د يوې بلې سره يوځای کيږي]]
'''ښيښه''' (غیر کرسټالي ) بې رنگه بڼې کلک څيز يا ماده ده . ښيښې په ښکاره ډول نیم کلکې خو د ماتېدو وړاو په سترگو روڼې ښکارې .
تر ټولو عادي هیندارې ، د څښاکو بوتلونو ،ځينې گلدانونو او ښيښې د کړکيو په جوړولو کې له پېړيو را هيسې کارېږي . دغه ښيښې ۷۴ ٪ په سلمه کې له سلیکاسلیکان او یا د [[سليكان ډاي اکسایډ]] په انگرېزي - (silica) نومي عنصر ، [[چونې]] او [[سوډا]] څخه جوړېږي. همدارنگه دغو عنصرونو سره ځينې نور پوډري توکي د ښيښې د پايښت لپاره ورگډېږي.
په ساينسي نړۍ کې که ښيښه په ډېره پراخه او اوږدې مانا سره تشريح کېږي ، همدارنگه د هر هغه کلکې بڼې چې کرستالي نه وي ، اوبې بڼې جوړښت ولري . ښيښې ته بڼې هم ورکول کېږي کله چې ېې د تودوخې په وجې اوبه کړي . د همدې پراخې مانا سره ، ښيښه په رازو رازو مختلفو د مادو په ټولگو کې وېشل کېږي . د جوړښت عنصرونه ېې مټالک الويډ، آيانک ملټس ، اکويوس سولوشن ، ماليکيولر اوبلنې مادې ، او پوليمر نومېږي . ښيښه لکه توکی ، په ساينس او کارخانو کې مخکښه ضروري رول توکی گڼل کېږي. د دې کيمياوي ، پږني او په ځانگړي توگه سترگۍ واله ځانتيا ېې د دې وړ ده چې په ځينو بڼو وکارېږي ، د بېلگې په ډول هواره ښيښه ، دبلی ييزه ښيښه ، سترگۍ (عینکې) او د برېښنايزو توکيو سترگيو ښيښې ، د طبي آزمويښتون اوزارونه ، ترمل انسولېټر ، گلاس وول ، د مزبوطېدو توکي ، د پلاستيکي ښيښو په بڼه ،او د هنري توکيو لپاره ښيښه کارېدنه ، په فني توگه ، سټوډيويي ښيښې ترې يادېږي .
 
۱۴ کرښه:
== جوړېدنه ==
 
ښيښه د ۷۰ - ۷۴ فیصدو پورې د سليکاسليکان ( کورتز ریگ، سپین ریگ هم ورته وایي) څخه جوړېږي. دغه عنصر د تودوخې په ۱۵۰۰ - ۱۷۰۰ درجو کې اوبه او ولې کېږي. په داسې لوړه درجه کې انسان د کار کولو زغم او ځواک نلري. چې دغه لوړه تودوخه د کار په ځای کې د کار وړ کړي د سليکاسليکان د اوبو کېدو ټکی د سوډا او یا اشخارو (پوتاس) په مرسته کښته کوي.
 
ښیښه کېدای شي یوازې د سلیکاسلیکان څخه جوړه شي. خو د ښې ښیښې د جوړولو لپاره د سليکاسليکان سره نور توکي گډېږي. دا گډون د راتلونکې جوړې شوې ښیښې د دندې سره تړنه لري.
 
* که سلیکا،سلیکان، اشخار او د سرپو اکسايډ سره يو ځای شي نو کریستالۍ ښيښه به ترې جوړه شي. د سرپو اکسایډ د ټینگاره څخه پرته ښیښې ته ځلا او په شمېریزه ډول د رڼا پیاوړتیا ورکوي. دغه ښیښه د عینکو، د عدسيو او لينزونو، د کرستال د لوښيو او داسې نورو د جوړولو لپاره کارول کېږي. د سارِی په ډول د لوښیو د کرستال په جوړولو کې د ۲۴ – ۳۴ فیصدو د سرپو اکسایډ گډوي.
* د سلیکا،سلیکان، اشخار او د چونې له پیوستون څخه به نيمه کريستالۍ ښېښه جوړه شي. دا ډول ښيښي د بېلگه په توگه د لابراتور په چارو کې کارېږي.
* د سلیکا،سلیکان، سوډا او چونې د یو ځای کولو څخه اواره ښیښه په لاس راځي. اوسمهال د (پیل کینگ تون) په مېتود جوړېږي. دغه ښیښه په ودانیو کې، موټر او داسې نورو کې کارول کېږي.
د سلیکاسلیکان د سپېځلي کیدو لپاره کاربن او د ښیښې د شین - توربخون رنگ د منځه وړلو لپاره د ارسينک څخه کار اخیستل کېږي. د چورلټ (سل فیصده) بې رنگې ښیښې د جوړولو شونتیا هم شته. خو دې لپاره به سلیکاسلیکان په ځانگړي ډول سوتره او سپېځ کېږي.
 
'''کیمیاوي نومونه'''
 
سلیکاسليكان ډاي اکسایډ (SiO2) , د وسپنې اكسايډ (Fe2O3) , چونه (CaO) , سوډا (Na2O3) , اشخار (K2O3) , دولمیت (کلسیم مگنيزيم کاربونات) {CaMg(CO3)2} ,
نیفیلین {Na,K)AlSiO4)} , سرپ (د سرپو اکسایډ){(PbO (Pb}.
 
"https://ps.wikipedia.org/wiki/ښيښه" نه اخيستل شوی