د "کليز" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
و Typo fixing using AWB
۱ کرښه:
'''کليز''' (جنتري) د [[وخت]] دتنظيم سويو واحدونو يو سيسټم دئ چي هدف يې په ټاکلو مرحلوکي دوخت محاسبه کول دي . د استرونومۍ دتعامل له مخي ورځ دوخت کوچنی ترين تقويمي واحددئ . په پورتني عمومي تعريف کي ټول هغه بېلابېل ميتودونه راتلالی سي ، چي دتقويمونودترتيبولوپه وخت کي کارځني اخيستل کېږي .
 
جنترۍ راز ــ راز دي . ځيني يې دنجومي دوروکټ مټ اخيستل سوي نسخې دي ، ځيني يې پرداسي مجردو، متداومواوتکراري دوروباندي ولاړي وي ، په استرونومۍ کي هيڅ راز اهميت نه لري . ځيني جنترۍ بيا دنجومي مشاهداتو له مخي اوځيني نوري بيا د هرواحد د دقيقي محاسبې پربنسټ تنظيم سوي وي . ځيني تقويمونه دليکل سويو قوانينو له مخي تدوين سوي وي اوځيني دشفاهي دودونو پرلاس ترموږ پوري را رسېدلي وي . جنترۍ په بېالبېلو زمانوکي موجودي وې اوکارځني اخيستل سوې دئ چي ټولي يې دوخت دطبيعي وېش پربنسټ تنظيم سوي وې . . ورځي اوکلونه دوخت په طبيعي وېش کي راځي . دجنترۍ په جوړولو کي عمومي موضوع داده چي دوخت واحدونه د ټولني د اړتياوودپوره کولوپه مقصد سره تنظيم سي . ددې پرڅنګپرڅنگ ددغه تنظيم په بهېر کي پخپله دوخت دکنترول اوپه هغه باندي دپوهېدلوچاره هم مطرح کېږي . له دې امله نوګوياجنترۍنوگوياجنترۍ دبشريت اوکايناتوترمنځ دارتباط ټينګولوټينگولو په الره
کي خدمت کوي .
 
'''جنترۍ''' دکرهڼي ، ښکاراومهاجرت د دورودسرښته کولو، د پېشګوييپېشگويي کولو او غيب ويلو له پاره اودغه راز دمذهبي او اولسي پېښو دسمبالولو له پاره تاداوونه جوړوي . جنتريو ته بايددټولنيز تړون په سترګهسترگه وکتل سي اودعلمي قراردادپه توګهتوگه بايدونه څېړل سي .
 
==[[وخت]] ==
۱۰ کرښه:
 
==سټانډرډ [[وخت]]==
د سټانډرډ وخت اړتيا دترانسپورټ اوارتباط د عصري وسايلوله امله منځ ته راغله . اوپه سټانډرډ وخت کي مطلب دادئ چي د نړۍ په بېالبېلوبرخوکي وخت يوشانته مفهوم ومعناولري . دمثال په توګهتوگه دغرمې دوولس بجې په مځکه کي دانسان د موقعيت له مخي په بېلابېلو وختو کي راځي . څرنګهڅرنگه چي مځکه په ثابت ډول څرخي نو هرڅومره چي څوک مخ پرلويديځ ليري ولاړسي ، هومره به غرمه وروسته راسي . که دامريکا متحده اياالت په نظر کي ونيسو نو د نيويارک دوولس بجې به د کليفورنيا د سهارنهه بجې اودسنټ لوئيس يوولس بجې وي . دهمدې مسئلې دتجانس له امله په ٦٢٢٣ ع کال کي دبېلابېلوملتونو د استازيو يوې لويي ډلي په واشنګټنواشنگټن ډي سي کي يوکنفرانس جوړکړ اوپه هغه کي يې سټانډرډ وخت وټاکه . ددغه وخت اساس پرلمريزوخت والړاودانګلستانوالړاودانگلستان دګرينويچدگرينويچ په شاهي رصدخانه کي اټکل سوی و . ددې مقصدله پاره يې مځکه د وخت پر ٩٣ حوزو يا (زونونو) باندي ووېشله چي پيل يې له ګرينويچگرينويچ څخه و . فيصله وسوه چي په هر زون کي پرتې سيمي بايد عين وخت ولري .
 
==سرچینې==
 
[[Categoryوېشنيزه:وخت]]
[[Categoryوېشنيزه:کليز]]
[[Categoryوېشنيزه:جنترۍ]]
"https://ps.wikipedia.org/wiki/کليز" نه اخيستل شوی