د "نیپټون" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
و Typo fixing using AWB
۱ کرښه:
'''نیپټون''' د [[لمریز غونډال]] (شمسي نظام) اتمه او وروستۍ سیاره ده چې له لمر څخه کابو ۴،۵ ملیارډ کیلو مټره واټن لري. د یونان له لرغوني ادبیاتو څخه یې د سمندر د خدای (god of sea) نوم پر ایښی دی. دا د ۱۸۴۶ کال د سپټمبر پر ۲۳مه د اوربان لو وریه (Urbain Le Verrier) په نامه ریاضي‌پوه او یوهان ګالېگالې (Johann Galle) په نامه ستورپوه له خوا وموندل شوه. د دې سیارې په اړه ځینې لنډ مالومات په لاندې ډول دي:
 
۱ــ که لمر د یوې دروازې هومره لوی وای، نو ځمکه به د کیلي د سوري او نیپټون به بېسبال (baseball) هومره وای. نیپټون په لمریز غونډال کې تر اورانوس وروسته څلورمه لویه سیاره ده؛ او تر ځمکې کابو ۶۰ واره لویه ده--- یانې ۶۰ دانې ځمکې د نیپټون په نس کې ځایېدای شي.
 
۲ــ د خپل هګۍ‌ډولههگۍ‌ډوله چورلېځ (مدار) له کبله، پلوټو (Pluto) کله نا کله تر نیپټون لا لمر ته نږدې وي. نو ځکه موږ وایو چې په لمریز نظام کې نیپټون له لمر څخه د واټن له مخې زیاتره وخت اتمه سیاره وي--- او دا خبره په یاد لرئ چې د راتلونکو ۲۳۰ کلونو لپاره به نیپټون اتمه سیاره وي.
 
۳ــ نیپټون هم د نورو سیارو په شان زموږ پر لمر را څرخي. د لمر شاوخوا د نیپټون د چورلښت سرعت په یوه ثانیه کې ۵،۴۳ کیلو مټرو ته رسېږي.
۱۱ کرښه:
۵ــ د نیپټون یوه ورځ د ځمکې ۱۶ ساعته او ۶ دقیقې کېږي.
 
۶ــ نیپټون هم د اورانوس په شان کنګلنۍکنگلنۍ بلا (ice giant) ده، او له همدې کبله یې د اورانوس خور بولي. نیپټون کلکه سطح نه لري چې څوک پر ودرېږي. د جوړښت له مخې، نیپټون له ډېرو پنډو او ګرموگرمو اوبو، امونیا (ammonia) او میتان (methane) څخه جوړه شوې ده؛ او په خپل دننه کې د ځمکې هومره یو جامد زړی (core) هم لري.
 
۷ــ نیپټون له ځمکې څخه په لغړو سترګوسترگو نه شي لیدل کېدای. هغه په دې خاطر چې دا له ځمکې څخه ډېره لیرې ده.
 
۸ــ نیپټون هم هواوېجه (اټموسفیر) لري چې له هایډروجن (hydrogen)، هیلیم (helium) او میتان (methane) څخه جوړه شوې ده. نیپټون په لمریز غونډال (شمسي نظام) کې د نورو سیارو په پرتله تر ټولو ډېر بادونه لري. نیپټون د خپلې هواوېجې (اټموسفیر) په پاسنۍ برخه کې دومره تېز بادونه لري چې سرعت یې ۲۰۰۰ کیلو مټره/ساعت ته رسېږي، په داسې حال کې چې په ځمکه کې د توپانونو اعظمي سرعت په یوه ثانیه کې ۱۱۰ مترو ته رسېږي.
۱۹ کرښه:
۹ــ د دې سیارې پر مخ لوی تور داغ همدې بادونو جوړ کړی دی--- یانې دا دومره لوی توپان وو لکه زموږ ځمکه. د دې توپان سرعت ۱۱۰۰ کیلو مټره/ساعت وو. دا داغ بیا وروسته ورک شو او اوس د سیارې پر بلې برخې ښکاره شوی دی. یانې د نیپټون بادونه د مشتري تر هغې ۳ واره او د ځمکې تر هغې ۹ واره زورور دي.
 
۱۰ــ نیپټون د خپلې هواوېجې (اټموسفیر) په پاسنۍ برخه کې د میتان (methane) غاز د شتون له کبله شین رنګرنگ لري.
 
۱۱ــ نیپټون ۱۴ سپوږمیانې لري. پر دې سپوږمیانو یې د یونان له لرغوني ادبیاتو څخه د سمندر د خدایانو نومونه ایښي دي. د دې تر ټولو لویه سپوږمۍ ټرایټون (Triton) نومېږي چې تر پلوټو لا زیاته یخه ده؛ او دا سپوږمۍ د نیپټون له موندنې څخه ۱۷ ورځې وروسته وموندل شوه. د ټرایټون تودوښه منفي ۲۳۵ درجو ته رسېږي، او یوه عجیبه خبره خو دا ده چې د ټرایټون نری اټموسفیر هم لکه د ځمکې هغې د وخت په تېرېدا ګرمېږيگرمېږي او ساینسپوهان نه پوهېږي چې ولې.
 
۱۲ــ نیپټون ۶ کړیانې لري.
۳۲ کرښه:
 
==تړلې لیکنې==
**[[نیپټون]]
**[[زحل]]
**[[عطارد]]