د "نړیوال تشيال تمځای" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
ود سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه: STS-133 International Space Station after undocking 5.jpg |بټنوک|300px|کيڼ|نړيوال تشیال تمځای په ۲۰۱۱ کال کې]]
نړیوال تشیال تمځای (International Space Station) د ځمکې په ټیټ چورلېځ (low Earth orbit) کې یوه مېشتوړه لاسي [[سپوږمکۍ]] (artificial satellite) ده چې لومړۍ برخه یې په ۱۹۹۸ کې چورلېځ (مدار) ته ولېږل شوه. دا تمځای نن سبا په تشیال کې تر ټولو لویه لاسي (مصنوعي) سپوږمکۍ ده چې له ځمکې څخه زیاتره په لغړو سترګوسترگو هم لیدل کېدای شي. نړيوال تشیال تمځای له فشاري رغبېلګورغبېلگو (pressurized modules)، بهرنیو اډانو، لمریزو هیندارو، او نورو رغتوکو جوړ شوی دی. د دې تمځای رغتوکي په ټوټو ټوټو د پروټون (Proton) او سویوز (Soyuz) په نامه روسي توغندیو او همدارنګههمدارنگه امریکایي تشیالي ماکوګانوماکوگانو (Space Shuttles) له لارې تشیال ته ولېږل شول.
 
نړیوال تشیال تمځای په ټیټ‌راښکون (microgravity) او تشیالي چاپېریال (space environment) کې د یوه څېړنیز لابراتوار دنده ترسره کوي چې په دې کې د څېړنډلو له خوا د ژوندپوهنې، وګړوگړ-ژوندپوهنې، پنځپوهنې، ستورپوهنې، هسکاڼپوهنې، او نورو پوهنیزو ډګرونوډگرونو اړوند ازموینې ترسره کېږي. برسېره پر دې، دا د هغو تشیالبېړیو (spacecraft) د سامانونو د کتلو او ازمویلو لپاره هم مناسب ځای دی چې سپوږمۍ او مریخ ته ماموریتونه ترسره کوي. دا تمځای د ځمکې په ټیټ چورلېځ کې له ۳۳۰ څخه تر ۴۳۵ کیلو متره (۲۰۵ – ۲۷۰ میله) لوړوالی لري چې د زوېزډا رغبېلګېرغبېلگې (Zvezda Module) او یا هم د ورغلیو تشیالبېړیو د انجنونو له لارې پر‌له‌پسې مانورې کوي--- او په یوه شپه او ورځ کې ۱۵،۵۴ واره پر ځمکې را چورلي.
 
نړیوال تشیال تمځای د روسي سالیوت (Salyut)، الماز(Almaz)، او میر (Mir)؛ او امریکايي سکایلېب وروسته نهم تمځای دی چې وګړيوگړي کې اوسېږي. دا تمځای له تېرو ۱۴ کلونو او د ۲۰۰۰ کال د نومبر پر ۲مه د لومړي لېږد (Expedition 1) له رسېدا راهیسې په پر‌له‌پسې توګهتوگه هستوګنهستوگن دی--- چې دا په تشیال کې د وګړیووگړیو تر ټولو اوږد شتون دی چې د میر (Mir) ریکارډ یې چې ۹ کاله او ۳۵۷ ورځې وو مات کړی دی. د بېلابېلو تشیالبېړیو لکه سویوز (Soyuz)، پراګرسپراگرس (Progress)، آټومېټډ ټرانسفر وهیکل (Automated Transfer Vehicle)، ایچ-۲ ټرانسفر وهیکل (H-II Transfer Vehicle)، ډرېګنډرېگن (Dragon)، او سیګنوسسیگنوس (Cygnus) له خوا د دې تمځای د ترمیم چارې ترسره کېږي. تر اوسه پورې د ۱۵ هېوادونو ستورمزلو له دې څخه لیدنه کړې ده.
 
وروسته له دې چې په کال ۲۰۱۱ کې د امریکا د تشیال ماکو پروګرامپروگرام (Space Shuttle Program) پای ته ورسېد، نړیوال تشیال تمځای ته د ستورمزلو د وړلو راوړلو دنده یوازې د روسي سویوز توغندیو (Soyuz Rockets) له غاړې شوه، او ډرېګنډرېگن (Dragon) هم یوازې له تمځای څخه ځمکې ته د توکو د راوړلو دنده ترسره کوي؛ هغه په دې خاطر چې د سویوز دا وړتیا ډېره محدوده ده.
 
د نړیوال تشیال تمځای پروګرامپروگرام (ISS Programme) د پنځو تشیالي ادارو لکه [[ناسا]] (NASA)، روسکوزموس (Roscosmos)، جاکسا (JAXA)، اروپايي تشیال ادارې (European Space Agency, ESA)، او کاناډايي تشیال ادارې (Canadian Space Agency, CSA) یوه ګډهگډه پروژه ده. د دې تمځای څښتنتوب (ملکیت) او کارونه د دې هېوادونو ترمنځ پر تړونونو ولاړ دي. تمځای پر دوو برخو وېشل شوی چې روسي چورلیزه ونډه (Russian Orbital Segment, ROS) او امریکایي چورلیزه ونډه (United States Orbital Segment, USOS) یې بولي--- چې ډېر نور هېوادونه په شریکان دي.
 
{{تشيال تمځی}}
 
[[وېشنيزه: تشیالي تمځای]]