د "ميدان وردگ ولايت" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
و Typo fixing using AWB |
|||
۱ کرښه:
وردگ ولايت د كابل په لوديځ كې پروت دى، چې د كابل- كندهار لويه لار پكې غځېدلې ده. دغه ولايت په ۱۳۴۳ لمريز كال كې د ځانگړي ولايت په توگه منل شوى. په دغه ولايت كې بېلابېل توكمونه اوسېږي، چې ډېر يې وردگ قوم دى او ولايت هم ددوى په نامه نومول شوى دى. دغه ولايت اوس مهال اته ولسوالى، لكه سيدآباد، جغتو، چك، دايميرداد، جلرېز، نرخ، بسهود مركز او بهسود لومړۍ حصه دي.
==جوړښت==
۱۵ کرښه:
د معارف د ۱۳۸۸ کال د احصایې له مخې په وردگ ولایت کې ۷۴ لیسې، ۹۶ منځنۍ ښوونځي، ۱۶۰ لومړنې ښوونځي، (۵) دارالعلوم، (۹) دیني مدرسې، (۲) دارالحفاظونه، (۴) دارالمعلیمین (۱) تخنیکې او مسلکي لیسه فعال دي.
په لیسو کې (۸۷۵۴) تنه زده کوونکي، په منځنیو ښوونځیو کې (۲۲۰۱۳) تنه زده کوونکي، او په لومړنیو ښوونځیو کې (۹۶۳۲۰) تنه زده کوونکي، په دیني مدرسو کې (۲۰۲۹) تنه، په دارالعلوم کې (۷۵۰) تنه، په دار الحفاظ کې (۱۳۴) تنه، او په تخنیکې ښوونځۍ کې (۱۳۵) تنه چې جمعا (۱۳۱۰۰۱) تنه زده کوونکې پدې ولایت کې په تعلیم بوخت دي چې د (۴۱۰۶) تنو استادانو له خوا ورته تدریس کیږي.
ددغه ولایت په پښتون میشتو سیمو کې د نجونو د تعلیم پر وړاندې خنډونه شته. د طالبانو د راپرزیدو وروسته پدې ولایت کې په ډیر شوق او زور سره د نجونو ښونځي پیل شول؛ خو د لنډې مودې وروسته د طالباني فکر پلویانو لخوا یو پر بل پسې وتړل شول، او ځنې هم په بمونو والوزول شول.
ددې برعکس، ددې ولایت هزاره میشتو سیمو نجونو او هلکانو د نوي حکومت له راتگ سره سم ښونځیو ته د تگ زمینه وموندله چې دادی لس کاله وروسته د دې غرنۍ او غریبې سیمې هر ځوان او پیغله د پوهنتون تر کچې را ورسیدل او هر یو یې د علمي درجې لرونکي شول.
Line ۳۹ ⟶ ۳۷:
== '''ځمكنی جوړښت''' ==
د ولایت مرکز میدا ښار دی او مساحت یی ۸۹۳۸۱۳ کیلومتر مربع دی. د وردک ولایت په ټولیزډول سره ۲۸۰۰۰ ایکړه د اوبیزه یا کرهنیزه ځمکه لری. د میدان وردگ ولایت زمکنی جوړښت د اټکل له مخی په دریو برخو ویشلی ش،
# دری او خوړونه چی دا منتطقی ډیری اوبه لری او د کرهڼی لپاره ښه مساعد دی.
Line ۱۰۶ ⟶ ۱۰۴:
د دې ولسوالۍ سیمه د لویو غرونو تر منځ په تنگو درو او تنگیو کې ویشلې، تر ټولو لویه ستونځه دا ده چې یوه برخه یې د غوربند د ترکمن درې په وروستي پای کې پرته، او بله برخه یې د بهسودو په سیمه کې پرته ده، چې د دواړو برخو تر منځ د لخشان د کوتل له لارې تلل راتلل ممکن دي، دا کوتل د کال په شپږو میاشو کې په واورو پټ او تلل راتلل هم پرې کله گران او کله ناممکن وي.
د بهسودو دوهمه حصه اولسوالي (۲۱۹۸) کیلو متره مربع مساحت لري، د بحر له سطحې (۲۹۷۵) متره لوړوالی لري، د (۵۷-۶۷) درجو طول البلد، او (۲۱-۳۴)درجو عرض البلد تر منځ پرته ده، او د مساحت له مخی لومړی درجه مقام لري.
دا ولسوالې په لاندې مهمو برخو ویشل شوې:
Line ۱۵۳ ⟶ ۱۵۱:
=== جغتو ولسوالي ===
جغتو: (۶۲۲) کیلو متره مربع مساحت لري (۲۵۰۰) متره د بحر له سطحې جگوالی لري د ( (۳۶- ۶۸) طول البلد او (۴۸- ۳۴) عرض البلد درجو تر منځ پرته ده
====څلور خواوې: ====
Line ۱۷۴ ⟶ ۱۷۲:
====طبیعي حالت:====
د دې ولسوالۍ گڼې سیمې هوارې او د کرنې لپاره مناسبې دي، خو دا چې د سیند روانې اوبه پکښې کمې دي نو زیاتره کرنه یې د غرونو څخه د رابهیدونکو اوبو او د چینو او کاریزونو په اوبو ترسره کیږي، له همدی امله، اوبه یې ډیرې کمې او د کال د گرمی په موسم کې پکښې اوبه وچیږي او یا خو ډیرې کمې وي
====د سلطان بند:====
Line ۲۶۵ ⟶ ۲۶۳:
د دي درې مشهور کلي د مومد، قادر خیل، کچغو، څلگرې، علیا تکه، برغسون، ملکیار خیل څخه عبارت دي.
====۹-آبگزار====
(دره مشک، میرکه، چینه، تر ممد، پای کوتل، سره کلا، )
====۱۰-د سیاب یا سه آب دره:====
Line ۲۹۰ ⟶ ۲۸۸:
====کوزه جلگه: ====
په دې سیمه کې دا لاندې مهم او لوی کلي پراته دي: تنگي سیدان، سدوخیل، نازک خیل، ، گلۍ، رشید، کلاخ، دورانی، شرطوغی، بابک، کاریز، تره، جنگه دولتشاه، چتو، دالان لښکرﺉ، میران، سیاه چغر، ، شاهیخیل، خړ... او داسی نورلوی او واړه کلي پراته دی.
====د جلگې تاریخي ځایونه:====
Line ۳۰۹ ⟶ ۳۰۶:
دا ولسوالي د وردگو د ولایت دوهمه درجه لویه ولسوالي ده، (۱۰۳۳) کیلو متره مربع مساحت لري، د بحر له سطحې (۲۱۰۰) متره جگوالی لري، د (۴۳-۶۸) طول البلد او (۴۸-۳۴) درجو عرض البلد تر منځ پرته ده. (د نړۍ هنداره – احسان الله آرین زی)
د کابل قندهار لویه لاره یې په سینه تېره شوې، دا ولسوالي د ختیځ او جنوب لور ته د لوگر د ولایت د محمد آغې، برکي او خروار له ولسوالیو، د شمال لور ته د نرخ او چک له ولسوالیو، د لویدیځ لورته د جغتو له ولسوالۍ او د جنوب لور ته د غزني ولایت له ځینو سیمو سره گډې پولې لري
====قوم او ژبه:====
Line ۳۱۶ ⟶ ۳۱۳:
====لارې او سرکونه: ====
د کابل غزني لویه لاره د همدې ولسوالۍ په سینه تیره ده چې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې، همدا شان د کابل غزني لویه لاره د کابل گردیز د لارې سره د دریمې درجې پاخه سرک په واسطه چې د تنگې په دره تیره ده.
د سیدآباد د ولسوالۍ د بازار څخه دریمه درجه پوخ سرک د اونخې درې ته غزیدلی، د شش کلا په سیمه کې د جغتو ولسوالۍ ته خام سرک غزیدلی، په همدې سیمه کې یو بل سرک د غزني ولایت د زنه خان او د لوگر ولایت د خروار ولسوالیو ته بل سرک غزیدلی.
====طبیعي جوړښت:====
Line ۳۳۹ ⟶ ۳۳۶:
دا سیمه د تنگی له دوراهي د حیدر خیلو تر کلي د سرک په استقامت اوږده غزیدلي، د دې درې ځمکې د شنیز د سیند له چینو خړوبیږي، د ولسوالۍ مرکز او د سیدآباد بازار په همدې سیمه کې پروت دی.
د دې درې مهم کلي د سیسۍ، سیا چوب، کډلک، شاطر، پاینده خیل، عرب خیل، امان خیل او تاج بیکي څخه عبارت دي
د شیرازي بابا مشهور زیارت هم په همدې سیمه کې پروت دی.
Line ۳۷۹ ⟶ ۳۷۶:
== لرغونی پېښلیک ==
كابل ته له ډېرو نږدو ولايتونو څخه يو هم ميدان
د كوشانيانو د واكمنۍ په مهال د افغانستان لرغونى
فرانسوي موسيو فوشه دا خبره
موږ د
موږ د مخه د كابل او غزني د اغېزو په اړه يادونه وكړه او وموويل چې
دمخه مو دا خبره هم وكړه چې
هوا يې په اوړي كې معتدله او په ژمې سړه ده. ځمكه يې حاصل خېزه ده. غلې دانې په كې كرل كيږي او راز راز مېوې هم لري خو دمڼو حاصلات يې زيات دي.
لیکوال: شهسوار
== '''اړيكتيايي سېسټم''' ==
Line ۴۱۲ ⟶ ۴۰۹:
۴- اتمه مڼې گل كتاب
== باتدنۍ تړنې ==
Line ۴۲۲ ⟶ ۴۱۵:
www.Nasirwardak.webs.com
{{د افغانستان ولايتونه}}
|