د "ملا محمد عمر" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و Typo fixing using AWB
۲۸ کرښه:
ملا محمد عمر د ٢٠٠١ زېږيز کال څخه راپدېخوا، کله چې امريکايانو په افغانستان کې جگړه پيل کړله ده په يوه تد (نامالومه)ځای کې ژوند اخطیار کړ. ملا عمر هغه کس دی چې امريکا يې د نيولو په لټون بوخته وه او غوښتل یې چې دی او د القاعدې د ډلې مشران او نور غړي ونيسي، خو وروسته د اسامه د نیولو او د القاعدې د نورو غړو له افغانستان څخه وتنې ، د امریکا دريځ نرم شو او طالبان یې د نوي دولت په چوکاټ کې سياسي هلو ځلو ته وروبلل، خو تر اوسه هم د شمالي ټلوالې د پرچمي غړو لخوا یې مخالفت کېږي او سولې ته نه پرېښودل کېږي. د امريکا حکومت هغه په ٢٠٠١ کال کې د [[نيويارک]] په سوداگريزو مرکزونو باندې بريدونو کې د لاس لرلو او د اسامه بن لادن او د القاعدې د ترهگرې ډلې د غړو د نه سپارلو په خاطر تورن کړی دی.
== مخینه ==
ملا محمد عمر(مجاهد) د مولوي غلام نبي هوتک زوي، د مولوي محمد رسول لمسی او د مولوي باز محمد کړوسی، په کال ۱۳۳۹ هجري لمریز کې چې له ۱۹۶۰ زېږدي کال سره سمون خوري د افغانستان د [[کندهار ولايت|کندهار ولایت]] د [[د خاکرېز ولسوالۍ|خاکریز ولسوالۍ]] [[چا همت کلی|د چا همت]] کلي په یوه متدینه او علمي کورنۍ کې زیږیدلی دی. د ملامحمد عمرمجاهد والد مرحوم مولوي غلام نبي هم په همدې خاکریز ولسوالۍ کې دنیاته راغلی دی او د همدې سیمې په مختلفو دیني درسونو او دائرو کې خپلې دیني زدکړې ترلاسه کړې، چې بیا په یاده سیمه کې د تدریس او اسلامي دعوت په چارو کې د زیار او مصروفیت له امله د خلکو په منځ کې د یو ښه علمي او ټولنیز شخصیت په توګهتوگه وځلید . د ملامحمد عمر له زوکړې دوه کاله وروسته د هغه والد د کندهار له خاکریز ولسوالۍ څخه ددې ولایت د ډنډ ولسوالۍ د نودې کلي ته ولاړ او هلته د خپل ژوند ترپایه د سیمې د خلکو د دیني ښونې او روزنې په چارو بوخت ؤ، نوموړی په۱۳۴۴هجري لمریزکال کې چې له ۱۹۶۵زېږدي کال سره سمون خوري په همدې سیمې کې وفات او د کندهار ښار د طالبانو په پخوانۍ مشهوره هدیره کې خاورو ته وسپارل شو . ملامحمد عمرد خپل پلار له وفات وروسته د پنځه کلنۍ په عمر له خپلې کورنۍ سره د کندهار له ډنډ ولسوالۍ څخه د اروزګاناروزگان ولایت د هراود ولسوالۍ ته ولیږدیده او هلته یې د خپلو ترونو هر یو مولوي محمد انور او مولوي محمد جمعه تر سرپرستي لاندې د ژوند لومړنۍ مرحله پیل شوه .
 
که څه هم چې ملا محمد عمر په افغانستان کې د ٢٥ ميليونو وگړو ولسمشر و خو نړېوالو ته د هېښتابه خبره دا وه چې د يوه هېواد د هېوادمشرۍ سره سره د ده په هکله ډېر لږ مالومات يې خلکو سره شته. د هغه له خولې چې وېلي يې ؤ، هغه هېڅوخت هم په خپل هېواد کې په الوتکه کې سفر نه دی کړی، او هېڅکله د افغانستان څخه دباندې هم نه دی تللی. خو يو څو ځلې يې د ډيورنډ پولې ته نژدې قبايلي سيمو ته سفرونه کړي دي خو په پښو او گاډو کې. باندنيان وايي چې د ملا عمر د همدې ډول ژوند تېرولو څخه ښکاري چې يو ساده ، دینداره او له نړۍ بې خبره افغان دی . ملا عمر داسې يو سړی دی چې ډېرې لږې مرکې يې کړي، ډېر لږ ځله يې د غير مسلمانانو سره کتلي، او د هغه خورا لږ داسې انځورونه خپاره شوي دي چې خلک پرې خبر دي چې همدا ملا محمد عمر دی. ډيپلوماټان د ملا عمر څرگندونه پدې ډول کوي؛ ملا محمد عمر يو ډېر حياناکه او شرمندوکه سړی دی، د بهرنيانو سره ډېرې خبرې نه کوي.
د هغه د واکمنۍ پر مهال د هېواد څخه دباندې نورې نړۍ سره ټول امرونه او کارونه د هغه وخت د باندنيو چارو وزير، مولوي [[وکيل احمد متوکل]] پرمخ بېول.
== زده کړې ==
ملا محمد عمرمجاهد په اته کلنۍ کې د دیني علومو د ترلاسه کولو لپاره د روزګانروزگان ولایت د دهراود ولسوالۍ د شهرکهنه سیمې ابتدایې دینې مدرسې ته شامل شو. ددغې مدرسې سرپرستي هم د ملامحمد عمر د تره مولوي محمد جمعه لخوا ترسره کیده او ملامحمد عمر هم لومړنۍ دیني زدکړې له نوموړي څخه پیل کړې .د ملا محمد عمر دواړو ترونو په تیره مولوي محمد انور د نوموړي په دیني روزنې او پالنې کې ځانگړی رول درلود .ملا محمد عمر د خپل شرعي تعلیم لومړنۍ او متوسطې دورې په همدغې مدرسې کې په بريالۍ توګهتوگه پای ته ورسولې او اتلس ۱۸ کلنۍ ته له رسیدو سره یې په افغانستان کې د مروجه لوړو شرعي زدکړو په تحصیل پیل وکړ، خو د شرعي لوړو زدکړو د تحصیل بهیر یې په کال ۱۳۵۷ هـ ل ـ۱۹۷۸ م زېږدي په افغانستان کې د کمونستانو د واک ته رسیدلو له لامله نیمګړېنیمگړې پاتې شوې.
== شخصي ژوند او کورنۍ ==
له هډ پښتون په پښتنو کې د هوتک له لویې قبیلې سره تړاؤ لري او په هوتکو کې په تومزي ټبر پورې اړه لري . د خلکو له خولې چې لیدلی یې دی وايي : هغه لويه جوسه او دنگه ونه لري (ځينې وايي چې ١.٩٨ متره يا ٦'٦" فوټه يې ونه ده). کورنۍ يې يوه بزگريزه او ديني مخینه لري.
د ملا محمد عمر ټوله کورنۍ له مسلکې اړخه دیني علماء تېرشوي او د دیني علومو مدرسین هم دي. هغوی خپل ټول ژوند د الله تعالی د دین خدمت، د شرعي علومو تدریس او د مسلمانانو دیني اوفکري روزنې ته وقف کړي دي. له همدې لامله په سیمه کې خورا نوموتي يادېږي. د دا ډول ديني او دودیزې کورنۍ په منځ کې د ملا محمد عمر پیدایښت او بیا د خپلو علمي او فکري مربیینو (پالونکو) ترمستقیمې پالنې لاندې د هغه روزنه په جهادي او فکري لحاظ نوموړي ته د دې وړتيا وروبښله چې د افغانې ټولنې د نورو افرادو په منځ کې د یو مجاهداو سياسي شخصیت په توګهتوگه راڅرګندراڅرگند شي . په خپلو جهادي او اصلاحي هڅو سره خپله ټولنه د فساد ، ظلم اوبی عدالتۍ څخه ژغورنې لپاره لستوڼي بډوهل او افغانستان د حتمي تجزیې له شره چې د شمالي ټلوالې پدرامي پرچميانو ورته پلانونه لرل وژغوري . تر دا اوسه پورې د ملا محمد عمر جهادي کورنۍ، وروڼه او ترونه يې ټول پخواني مجاهدین او تر اوسه پوري یې د خپلې کورنۍ څلورتنه شهیدان هم ورکړي دي . ښاغلی عمر د کندهار ښار ته نژدې د سنگېسار د کلي په خټين کور کې ستر شوی دی . په افغانستان باندې د امریکایې یرغل په لومړۍ ورځ ۱۵/۶/۱۳۷۹ـ ۷/۱۰/۲۰۰۱ د ملا محمد عمر تره ملامحمدحنيف لومړنی شخص ؤ چې د امریکایي یرغلګرویرغلگرو په هوایي برید کې په شهادت ورسید.
ملا محمد عمر په ماشومتوب کې د پلار له سيوري څخه محروم پاتې شوی ؤ او په ډېر لږ عمر کې د خپلې کورنۍ مسؤليت ورپه غاړه شوی، خو ترونو یې بیا روزنه په ترسره کړې.
 
== د روسانو په مقابل جهاد ==
 
ملا محمد عمر مجاهد د خپل ژوند دریمې لسیزې ته لا نه ؤ رسېدلای چې په افغانستان کې کمونستانو د پوځي کودتا له لارې واک ترلاسه کړ. دا هغه وخت ؤ چې نور نو د ملامحمد عمر په څير د هیواد ټولو زده‌کوونکو ته د خپلو دیني زده کړو استمرار ناشونی ښکاریده، ځکه د کمونستانو لومړنۍ مقابله د ټول هیواد په کچه له علماؤ، طالبانو، محصلینو او مسلمانو منورینو سره وه. هماغه ؤ چې ملا محمد عمر هم اړینه وبلله چې خپلې لوړې دیني زده کړې نیمګړېنیمگړې پریږدي او د خپل شرعي مسؤلیت د ترسره کولو لپاره له مدرسې څخه د جهادي مورچل په لورې مخه کړي.
دلته د ملا محمد عمر عملي مبارزه پیېږي چې نوموړي خپل جهادي بهیر د روزګانروزگان ولایت د دهراود په ولسوالۍ کې د [[حرکت انقلاب اسلامي]] په تنظیم کې پیل کړ. په دغې ولسوالۍ کې له څه مودې وروسته نوموړی د [[روزگان ولايت|روزګانروزگان ولایت]] په کچه د یوه مخور جهادي شخصیت په توګهتوگه مطرح او د دغه ولایت په بیلا بیلو برخو کې يې د کمونیستانو په وړاندې په متعددو پوځي عملیاتوکې فعال رول ترسره کړ. نوموړي ددغه جهادي شهرت او په جهادي عملیاتو کې د موفقانه رول له کبله په مجاهدینوکي ځای پیدا کړ او ومنل شو چې کله په هغه وخت کې د دهراود په ولسوالۍ د مختلفو سیمو د مجاهدینو له لورې پراخ بریدونه ترسره کیدل نو ملا محمد عمر په همدې عملیاتو کې د ټولو مجاهدینو په خوښه د مختلفو جبهاتو د مجاهدینو مشر او بریدمل بولندوی وټاکل شو . ښه موفق عملیات یې ترسره کؤل چي په همدي عملیاتو کې نوموړی په لومړي ځل زخمي هم شو ،نوموړي تر دریو کالو زیات وخت د خپلې سیمې دمجاهدینو سره د یرغلګرویرغلگرو روسانو او کمونستانو په بډواله په ډیرو مخامخ جګړوجگړو کې ګډونگډون درلود. د ملا محمد عمر د سنگر ملګريملگري او مشران وایي چې ملا محمد عمر په هغه وخت د جهاد کې له لومړۍ سره چې عمر یې هم کم ؤ خو د هر ډول مسئولیت او کار د ترسره کولو استعداد او وړتياوې یې درلودلې . وروسته په کال ۱۳۶۲ ه.لمريز چې د ۱۹۸۳ زېږدي سره سمون لري له خپلوجهادي ملګروملگرو سره د جهادي فعالیتونو د انسجام په لړ کې د کندهار ولایت میوندولسوالۍ ته لاړ او هلته یې د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم د مشهورجهادي قومندان [[فیض الله اخند زاده]] په جبهه کې د روسي یرغلګرویرغلگرو او د هغوئ د کمونستي تالي څټو په بډواله وسله وال جهاد ته دوام ورکړ. په کندهار ولایت کې هم په بي شمیره جهادي عملیاتو کې د نوموړي د موفقانه رول او په پوځي تکتیکونو کې د ښې وړتیا اوشهرت له کبله د سیمه ییزو جهادي قومندانانوپه کچه د وخت د جهادي تنظیمونو د پاموړ وګرځیدوگرځید . د [[محمد نبي محمدي|مولوي محمد نبي محمدي]] په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم لخوا د مستقلې جهادي جبهې مسؤلیت ورته وروسپارل شو.
=== د میوند ، ژړۍ ، پنجوايي پر سیمو جگړې ===
له کال ۱۳۶۲هـ ش ـ ۱۹۸۳ م تر۱۳۷۰- ۱۹۹۱ پورې ملامحمد عمر (مجاهد) د کندهار ولایت د میوند، ژړۍ، پنجوایې او ډنډ ولسوالیو په مربوطاتو کې چې د شوروي قواوو په ضد د جهاد مهم مرکزونه ول او نږدې هره ورځ به یې مجاهدین له دښمن سره په جګړهجگړه بوخت ول، همدارنګههمدارنگه د زابل په ولایت کې د شهرصفا او مرکز قلات مربوطو سیمو کې د کابل ــ کندهار په لویه لاره د روسي یرغلګرویرغلگرو په خلاف ډیر بريالي عملیات ترسره کول چې په ټولوهغو کې په مستیقمه توګهتوگه ملا محمد عمر سهیم ؤ. د ملامحمد عمر تر ټولو خوښه کړای شوې وسله د روسي جنګيجنگي شوبلو(ټانګونوټانگونو) په ضد استعمالیدونکې خورا مؤثره وسله « R.P.G.7» توغندی وه چې د مجاهدینو په مینځ کې به راکټ بلل کیده.
همدارنگه ملا محمد عمر یې په ویشتلو کې ځانګړیځانگړی مهارت درلود، د یادوني وړ ده چې کندهار په ځانګړيځانگړي ډول د [[د میوند ولسوالۍ|میوند]]، [[ژړۍ ولسوالۍ|ژړۍ]] او [[پنجوايي ولسوالۍ|پنجوایي]] سیمي د کمونیزم خلاف جهاد کې هغه سیمي وې چې د روسانو د ماتې او تېښتې محوري نقطي بلل کېدې په دې سیمه کې د کندهار هرات په لویه لاره د کمونستانو دومره زیات ټانګونهټانگونه او نوروسایط تخریب شوي و چې د سړک پر یوه او بله غاړه دښمن د هغو سوځول شویو ټانګونوټانگونو او پوځي وسائطو دیوالو نه وهلي وه څو د مجاهدینو له بریدونو څخه ځانونه پرې وساتي .نوموړی څلور ځله په جگړه کې زخمي شوی چې په همدغو پايلو کې يې په يوې پېښه کې د يوې چاودنې له کبله خپله ښۍ سترګهسترگه هم له لاسه ورکړې ده .
د محمد عمر مجاهد شهرت د روس په خلاف جگړه کې ډېر زيات و چې د ځينو جگړو پر مهال یې د پېښو يادونه بهرنیانو هم کړې ، د ځینو بېلگې یې چې د جگړې پر مهال نورو مجاهدینو يادې کړي دي دلته يادې شی :
# د بدوانو پوسته :
د کندهار په ولایت کې د دښمن یوه خورا محکمه پوسته وه چې د بدوانو پوسته یې ورته وئیله د دې پوستې سره دښمن په خورا حساس او حاکم ځای کې ټانګټانگ درولی ؤ چې له انداخت کولو یې مجاهدین ډیر په تکلیف ول. ډیرو مجاهدینو څو ځله کوښښ ورباندې وکړ چي دا ټانګټانگ وولي او مجاهدین یې له شره خلاص کړي خو له بیا بیا هڅو سره سره یې کوم مجاهد په ویشتلو بر یالی نشو بالاخره د سیمې مجاهدینو له [[سنګسنگ حصار]] څخه د مرستې لپاره ملا محمدعمرمجاهد راوغوښت او همدا ټانګټانگ چې د بدوانو د پوستې په ټانګټانگ یې شهرت موندلی ؤ ملامحمد عمر مجاهد د خپل [[آر پي جي-۷|آر پي جي راکټ]] په مرسته په نښه او له منځه یووړ چې دا په هغه وخت کې مجاهدینو ته خورا ستره لاسته راوړنه وه .
# د محله جات په سیمه:
له روسانو سره د جهاد په دوران کي د کندهار د محله جات په سیمه کې په یوې مخا مخې جګړېجگړې کې چې د کندهار یو تن بل وتلی او غښتلی [[مجاهد ملاعبیدالله اخند]] چې وروسته یې د [[د طالبانو اسلامي غورځنگ|اسلامي امارت]] د دفاع وزیراو د امریکا تر یرغل وروسته د ملا محمد عمر مجاهد د نائب په توګهتوگه دنده ترسره کوله هم ورسره ملګریملگری و. د دښمن دومره ټانګونهټانگونه او موټرونه وسوځول شول چي په سبا ورځ له لرې حخه لیدونکو خلکو چې دا سوزول شوی کتار لیده نو ګمانگمان یي کاوه چې قوه اوس هم ولاړه ده، خو حال دا ؤ چې د قوې زیات موټرونه سوزول شوي ول او نور یې بېرته خپلو مرکزونو ته په شا شوي ول.
# کندهار ـ هرات لويه لار :
د روس ضد ولسي جهاد په مهال د کندهار-هرات په لویه لاره د ژړۍ ولسوالۍ د سنګسنگ حصار په سیمه کې د روسانو ټانګونهټانگونه تیریدل ملا محمد عمرمجاهد سره ملا برادر اخند (چې بیا د اسلامي امارت نا ئب شو) هم ورسره و، د روسانو په ځواک يې د برید لپاره یوازې د راکټ څلور ګولۍگولۍ (مرمۍ) ورسره وې دوی له همغو څلورو ګولیوگولیو سره د دښمن په کتار جنګجنگ شروع کړ چې په ترڅ کې یې په همدې څلورو مرمیو د دښمن څلور ټانګونهټانگونه وویشتل او ویجاړ یې کړل .
# د ملا عمر د نږدې ملکاري ملا برادر اخند له خولې :
ملا برادر اخند چې له ملامحمد عمر مجاهد سره په جهادي دوره کې نږدې پاتې شوی و وئيل چي محمد عمر دومره زیات روسي ټانګانټانگان ویشتلي چې د کثرت له امله یې له ملګروملگرو څخه شمیر ګډوډگډوډ ؤ چې ټول به څومره و.
=== د روسانو له وتلو وروسته ===
په کال ۱۳۷۱هـ ل، ۱۹۹۲ز کې د نجیب د کمونستي واکمنۍ له سقوط او په هیواد کې دتنظیمي جګړوجگړو له پیلیدو سره سم ملا محمد عمر مجاهد جگړه ناروا وبلله او د ډېر شمېر نورو ولسي مجاهدینو په څیر وسله له اوږې کوزه او په خپله جهادي سیمه کندهار ولایت، د میوند ولسوالۍ د سنګسنگ حصار د [[ګیشاڼوگیشاڼو]] کلي د [[حاجي ابراهیم مسجد|حاجي ابراهیم د مسجد]] ترڅنګترڅنگ یې یوه دیني مدرسه جوړه او په همدې مدرسه کې میشت شو. له ۱۴ ستونزمنو جهادي کلونو وروسته یې د خپلو څو تنو جهادي ملګروملگرو په ملتیا د خپلو نیمګړیونیمگړیو شرعي زدکړو په پوره کولو بیا پیل وکړ. دا هغه مهال ؤ چې د پلازمېني کابل په شمول ټول هیواد تنظیمي بې هدفه جګړوجگړو په سراخیستی ؤ، د ځینو څارگريزو تنظیمي جګړهجگړه مارانو د شخصي غرضونو او هوسونو د ترلاسه کولو له امله د مقدس جهاد سپیڅلي آرمانونه نیمګړينیمگړي او د افغان مسلمان ولس د یو نیم میلیون شهیدانو پاکې هیلې همداسې تر پښو لاندې وې.
== د شر او پساد (کورنيو جگړو) پر وړاندې پاڅون او د اسلامي امارت تأسیس ==
د کمونیستي رژیم له سقوط وروسته د دې په ځای چې اسلامي نظام تاسیس شي او په دې توګهتوگه د مجاهد افغان ولس د کلونو کلونو ارمان پوره شي، خپل منځي جګړېجگړې پیل شوې، واقعي مجاهدین د یوې منظمې دسیسې له مخې ضعیفه او یا هم بیخي له سياسي صحنې څخه وایستل شول. ځینو پخوانیو مجاهدینو هغه کمونیستان چې باید محاکمه شوي وای په څنګڅنگ کې ورسره ونیول لکه برهان الدین رباني او عبدالرب رسول سياف پرچميان ، پخواني جنرالان لکه نورالحق علومي ، عبدالواحد بابه جان ، تورن اسماعیل خان ، گلاب زوی ، فرید مزدک ، کاوياني ، باقر فرین ، جنرال رشید دوستم ، د ببرک کارمل ورور ، د پخواني خاد اړونده مخبرین لکه سروري ، عارف سخره او داسې نور په سلهاؤ يې د هېواد څخه دباندې ولېږل او ځینو نورو په منظمه توګهتوگه د ولس په لوټلو، بې پته کولو، د ښځو ماشومانو سره نارواؤ او د وطن په چور تالان پیل وکړ. په دې توګهتوگه په درست هیواد کې د هرج ومرج یو داسې تور دوران راغی، چې شاید پخوایي افغانانو نمونه او بیلګهبیلگه نه وي لیدلي، د مؤمنو هیوادوالو سر، مال او ناموس هره شیبه له ګواښگواښ سره مخامخ و، د هیواد په لارو او سرکونو د خودسره، جاهلو او پست صفته ټوپکیانو ځنځیرونه او پاټکونه خپاره شول، چې هر یوه د خپل مزاج موافق له بې وسه هیوادوالو نه یوازې پیسې اخیستي، بلکې د هیوادوالو په عزت او ناموس یي هم صرفه نه کوله، د هیواد د ملي شتمنیو، مادي او معنوي پانګو،پانگو، د جهاد د غنائمو او حتی د هیواد د ځنګلونوځنگلونو او کانونو داسې بې رحمانه چور تالان پیل شو، چې پخوا یي کله هم بیلګهبیلگه نه وه لیدل شوې، مؤمن اولس چې څوارلس کاله یي جهاد کړی و نه تنها دا چې د جهاد ثمره یي د ضیاع له خطر سره مواجه وه، بلکې ورځنی ژوند یي هم له خطر سره مخامخ و. د هرج ومرج د فتنې له امله ټولنیز فساد، قتل وقتال، چورتالان، ظلمونه، وحشتونه او د مسلمانانو رنځونه هره شیبه په ډیریدو و، چې دې حالت رښتیني مجاهدین هغوی چې د افغان مؤمن اولس د سوکالۍ، ازادۍ او سرلوړۍ لپاره یي مبارزه کړې وه سخت ځورول.
ملا محمد عمر مجاهد چې دغه مهال له خپلو مجاهدو ملګروسرهملگروسره د کندهار په میوند ولسوالۍ کې اوسیده، د نورو واقعي مجاهدینو غوندې د دې حالاتو لیدلو دی هم ډیر زیات اندیښمن کړی و نوموړي لیدل چې د کندهار – هرات په لویه لاره ګامگام په ګامگام پاټکونه جوړ شوي او ټوله ورځ د هیواد مظلوم مسافر، ښځې او سپین ږیري د بد اخلاقه ټوپکیانو په لاس لوټل کیږي، بې آبه کیږي او وژل کیږي، باید ووایو چې دغه مهال په کندهار کې پاټکونه دومره زیات شوي و، چې د هیواد تجارانو چې له هرات څخه به یي د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د ویش باډر ته مالونه راوړل، ددې په ځای چې په عمومي لاره خپل مالونه انتقال کړي د ډیرو پاټکونو له امله یې له هرات څخه راوړي تجاري اموال په میوند کې ښکته کول او د ریګریگ له لارې یې په دښتو کې په ډیرو تکالفو تر ویش پورې رسول تر څو د پاټکوالوله شره خوندي وي . ملامحمد عمر مجاهد او دده مجاهدو ملګروملگرو ته د کندهار ښار وضعیت هم ورمعلوم و، چیرته چې خودسره ټوپکیانو ښار کوڅه په کوڅه تر خپل منځ ویشلی و، د بیت المال ملکیتونه یي مسلسل غصبول او په نغدو پیسو یي پلورل او په دولتي ځمکو یي شخصي مارکیټونه جوړول، په دې سربیره یي تر خپل منځ همیشه جګړېجگړې کولې چې ترمنځ یي اولس ځپل کیده. همدې بې پایه ناخوالو واقعي مجاهدین اړ کړل چې د فساد د ورکولو او د مسلمانانو د سر او مال د تحفظ په خاطر خپل وس وکړي، مجاهدینو تر خپل منځ مشورې او غونډې پیل کړې، ملامحمد عمر مجاهد او ملګروملگرو یي خپله لومړنۍ غونډه د پنجوایي ولسوالۍ د زنګاواتزنگاوات په سیمه کې د سیمې له مشهورو او پیژندل شویو علماء کرامو سره جوړه کړه، د روس ضد جهاد په مهال د کندهار د مجاهدینو د عمومي قاضي مولوي سید محمد صاحب ( چې په مولوي پاسني صاحب یي شهرت موندلی و) په مشرۍ د علماء کرامو دې غونډې ملا محمد عمر مجاهد ته وویل چې باید د فساد په ضد قیام وکړي او دوی ټول یې ملاتړي دي، له همدې غونډې څخه ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي تحریک اساس کیښود او د ۱۴۱۵ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵ نیټه د فساد او ګډوډۍگډوډۍ په ضد یې د مبارزې بنسټ کیښود. د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ اسلامي تحریک د فساد د مخنیوي په خاطر مبارزه پیل کړه، چې د ولس او رښتنیومجاهدینو له پراخ هرکلي سره مخامخ شول، لومړی یي کندهار ولایت او ورپسې یي د افغانستان زیاتي سیمې له بي بندوباره او فاسدو ټوپکیانو تصفیه کړې، هغه مهال چې د هیواد ډیري سیمې د طالبانو تر تسلط لاندې راغلې وې د ۱۴۱۶ هق کال د ذوالقعدې میاشتې په ۱۵ مه نیټه د افغانستان د علماء کرامو یو لوی ټولي چې شمیر یي تر ۱۵۰۰ زیات و، په کندهار کې یي د یوې غونډې په دائرولو سره د ملامحمد عمر مجاهد امارت تائید او نوموړي ته یي د امیرالمؤمنین لقب ورکړ، د ۱۳۷۵ هـ ش کال د میزان میاشتې په شپږمه نیټه د افغانستان پلازمینه کابل هم د اسلامي امارت تر تسلط لاندې راغله چې ورپسې د افغانستان د ټولو مرکزي او شمالي سیمو په شمول د هیواد په ۹۵ فیصده خاوره د اسلامي امارت حاکمیت ټینګټینگ شو .
 
د ملامحمد عمر مجاهد په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د شریعت په اساساتو ولاړ اسلامي نظام رامنځته کړ، له اوږده ځنډ وروسته یي یوځل بیا نړۍ ته د اسلامي نظام ژوندۍ بیلګهبیلگه وړاندې کړه، هیواد یې له تجزیې وژغوره او هم یې د بې مسؤلیته کسانو نه د بیت المال اسلحې را ټولي کړې او یو بي مثاله امن یې راووست دا په داسي حال کي چي ټوله نړۍ د ملل متحد په شمول دغه کار ته بې وسه او وارخطا وه خو نړیوال کفري مستکبرینو دا شریعت اوامارت ونه شو زغملی نو ځکه یي په وړاندې دښمنانه دریځ خپل کړ او بې ځایه بهانې یې ور ته لټولې ترڅو یې په پای کې ورباندې په ګډهگډه پوځي برید وکړ.
===== دا برخه پوره نده =====
* د ملامحمد عمر(مجاهد) قیادي شخصیت:
 
ملامحمد عمر(مجاهد) د یو قیادي شخصیت په توګهتوگه د ځانګړيځانگړي طبیعت او سلیقې څښتن دی .
 
نوموړی د نړۍ د نورو چارواکو او لوړ رتبه مشرانو برعکس له ځان ښکارونې او تظاهر څخه کرکه لري، له اړتیا پرته خبرو کولو ته چندانې لیوالتیا نه ښیې، خو د ضرورت په وخت کې یې خبرې بیا ډیرې پخې، سنجول شوې او معقولې وي. د بیلګېبیلگې په توګهتوگه په افغانستان باندې د امریکایې یرغل په پیل کې چې د امریکا یانو له لوري د اسلامي امارت د له منځه وړلو او په تبلیغاتي لحاظ د مجاهدینو د مورال کمزوري کولو لپاره امریکایې هڅې ډیرې ګړندۍگړندۍ روانې وي او ټولې غربي رسنۍ، راډیویي او ټلویزوني شبکې ورته وقف وې .
 
ملامحمد عمر(مجاهد) د دغو ټولو شیطاني تبلیغاتي هلو ځلو په وړاندې په خورا مطمئنه او ډاډه روحیه سره په خپلو عام فهمه اوساده خبرو کې خپل ملت ته د اطمنان او ډاډ ورکولو داسې معنا لرونکی پیغام ورکړ: «الله تعالی په هرڅه قادر دی په الله تعالی باندي د امریکا او د یوه میږي (میږتون) د قدرت هیڅ فرق نشته امریکایان او د هغوئ ملګريملگري دي دا خبره په غور سره واوري چې اسلامي امارت داسې نظام نه دی چې امیر به یې لکه ظاهر شاه (د افغانستان پخواني پاچا) غوندي روم ته ولاړشي او عسکر ( افراد ) به یې تاسو ته تسلیم شي، بلکې دا د جهاد منظمې جبهې دي .
 
که تاسو ښارونه او پایتخت لاندې او اسلامي حکومت ړنګړنگ هم کړي زمونږ مجاهدین به وطنونه او غرونه درته ونیسي بیا به تاسو څه کوئ؟ بیا به لکه د کمونستانو غوندي په هر ځای کې وژل کیږئ!
 
تاسي پوه شئ چې ګډوډيگډوډي رامنځ ته کول اسانه ده خو بیرته د ګډوډئگډوډئ له منځه وړل او نظام جوړول خورا ګرانگران کاردی، مرګمرگ حق دی او هر چاته راځي نو چې د امریکا په ملګرتیاملگرتیا کې د بې ایمانۍ او بیغیرتۍ په حالت کې وي دا به ښه وي او که په اسلام کې له ایمانه سره د غیرت په حالت کې به ښه وي .
 
ښایې په هغه وخت کې د ملا محمد عمر(مجاهد) په دغه عقیدوي وینا د ډیرو ښاغلیو پوره سرنه وي خلاص شوی، خو اوس چې د دغې نا انډوله حیرانوونکې معرکې له پیل نه قریب څوار لس کاله تیریږې او د امریکایانو په شمول د ناټو تړون او د هغوی ټول ایتلافیان د ملا محمد عمر (مجاهد) د تش لاسو عقیدوي مجاهدینو په مقابل کې له ښکاره ماتې سره مخامخ دي، د نوموړي د هماغې تاریخې وینا په حقیقت به یې سرخلاص شوی وي .
 
دغه راز نوموړي د امریکایې یرغل په پیل کې افغان ولس ته د یوې راډیویې وینا په ترڅ کې یرغلګرویرغلگرو او د هغوئ ګوډاګیانوگوډاگیانو ته په اشارې سره وویل چې: «وسلې مرګمرگ کولای شي ، خو مرګمرگ ګرځولیگرځولی نشي » یاده جمله همغه مهال ځینو ته یو بې مفهومه ترکیب ښکاریده، خو دادی په تېرو دیارلسو کلونو کې د یاد مضمون عیني مصداق نړیوالو د سر په ستوګوستوگو ولید چې یرغلګرویرغلگرو ځواکونو د خپلې پرمختللي ټیکنالوژۍ او وسلو په زور ډیر مرګونهمرگونه وکړل خو له ځانه یې مرګمرگ ونشو ګرگر ځولی او دا دیارلس کاله مسلسل د ملا محمد عمر(مجاهد) په مشرۍ د اتلو مجاهدینو په لاس وژل کیږي، ژوبل کیږي او نیول کیږي .
 
او دا یوعیني واقعیت دی چې اوس په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال مغرور یرغلګریرغلگر ځواکونه هم په افغانستان کې د خپلو زرګونوزرگونو پوځیانو د مرګمرگ ژوبلي ښکاره اعترافونه کوي.
 
د ملامحمد عمر (مجاهد) په نظر تر ډیرو ویلو لږ عمل کول ارجحیت لري، د نوموړي ژوند له تکلفي تشریفاتو ډیر صفا اوپاک دی، سادګيسادگي او بي تکلفه حالت یې د ژوند په ټولو اړخونو احتواکړې، ساده لباس، ساده خوراک، بې تکلفه خبرې، بي تکلفه ناسته ولاړه یې فطري عادت دی، تکلف، متکلفین او متکلفانه کړه وړه يې هیڅ نه خوښیږي .
 
نوموړی قاطع والی، تدبر او اخلاص د کارونو د پرمختګپرمختگ له اساسیاتو څخه بولي او د ملګروملگرو له منځه یې هغه څوک ډیر خوښیږي چې مدبر اخلاصمند او جدي وي.
 
همدارنګههمدارنگه نوموړي له مشکلاتو، مصیبتونو او کړاونو سره ښه ځان عادت کړی، د هر ډول لويې حادثې او مشکل پیښیدلو په مقابل کې یې وضعیت کاملا عادي وي، ویره او وارخطایې یې په زړه کې نه ورتیریږي. د خوښۍ او مصیبت، کامیابۍ او ناکامۍ په مهال کې پرخپل ځان خورا ښه کنترول لري او مطمئن وي .
 
د علماوو او مشرانو ډیر درناوی کوي، سنګیني،سنگیني، وقار، حیاء، ادب، متقابل احترام ، خواخوږي، ترحم او اخلاص یې طبیعي خصلتونه دي، کلک عزم او په ټولو کارونو کې په یوه الله توکل او د هغه په مقدراتو ریښتونی باور یې د ژوند ځانګړيځانگړي مشخصات دي.
 
همدا لامل دی چې ملامحمد عمر (مجاهد) د خپلو لارویانو او مجاهدینو په زړه کې داسې محبوبیت لري چې د هغه تعلق نه په ظاهري منصب پوري دی او نه په مادي امکاناتو پوري، اوس چې د یرغلګرولهیرغلگروله لوري د افغانستان له اشغال نه دیارلس کاله تیریږي د هغه تر مشرۍ لاندې عام مجاهدین ماسوا له دي چې هغه مخامخ وویني یواځې د هغه شفاهي او مکتوبي اوامرو ته په داسې احترام قائل دي، چې د تعمیل لپاره يې آن دخپل سر په قربانولو هم باک نه کوي.
 
د نړیوالو اسلامي قضایاو په اړه یې اهتمام:
۹۵ کرښه:
ملامحمد عمر (مجاهد) د طالبانو د اسلامي تحريك د مؤسس او د مسلمانانو د یوه مشر په حیث د اسلامي امت د قضایاوو په اړه خاص اهتمام لري .
 
د مسلمانانو د لومړې قبلې مسجد اقصی او د فلسطیني مسلمانانو له برحقې داعیې او د نړۍ په لر او بر کې له داسې نورو اسلامي قضایاوو نوموړي همیشه دفاع کړې او نوموړی له غاصبو صهیونستانو څخه د مسجد اقصی ازادول د هرمسلمان شرعي مسؤلیت ګڼيگڼي.
 
ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي امت په درد دردمند مشر دی، او له مسلمانانو وروڼو سره اخوت، همدردي ، ایثار او همکاري یې یوازې شعاري نه بلکې عملا یي هم همیشه ثابته کړې ده .
۱۰۳ کرښه:
ملامحمد عمر(مجاهد) په عقیدوي او فکري لحاظ د مسلمانانو د اهل السنة والجماعة د منهج لاروی او د حنفي مذهب مقلد دی .
 
د خرافاتو او بدعتونو سخت مخالف دی، د مسلمانانو ترمنځ یې مذهبي، فکري او تنظیمي اختلافات هیڅ نه خوښیږي. خپلو مجاهدینو او ټولو مسلمانانو ته په خپلو منځونوکې د اسلامي وحدت او فکري همغږي په ټینګولوټینگولو توصیه او ټینګارکوي،ټینگارکوي، د مسلمانانو ترمنځ عقیدوي وحدت او یو والی د وخت تر ټولو اهم ضرورت ګڼي،گڼي، د قرآن اوحدیثو په رڼا کې د سلف صالحینو او ائمه مجتهدینو په نقش قدم رفتار کول د اسلامي امت د نجات یوازینی لامل بولي.
 
شخصي ژوند:
۱۱۱ کرښه:
ملامحمد عمر(مجاهد) تر اوسه پوري نه کوم د اوسیدلو عادي کور په ملکیت کې لري او نه هم د بهرنیو هیوادونو په بانکونو کې نغدي شتمنۍ.
 
په کال۱۳۷۸هش ۱۹۹۹ م کې چې د ملګروملتونوملگروملتونو د امنیت شورا له لوري په افغانستان باندې ظالمانه یو طرفه اقتصادي بندیزونه ولګیدلولگیدل او په بهرنیو بانکونو کې د طالبانو د مشرانو د مالي حسابونو د کنګلکنگل کیدلو حکم وشو، ملامحمد عمر(مجاهد) د افغانستان د اسلامي امارت د امیر په توګهتوگه د امارت تر ټولو لوړرتبه شخص ؤ چې نه یې د افغانستان په داخل کې او نه له افغانستان نه بهر په کوم بانک کې نه په خپل شخصي او نه هم په مستعار نوم مالي حساب درلود.
 
د امارت د حاکمیت په مهال چې د نوموړي استوګنځیاستوگنځی د دښمنانو له لوري تر مرګونومرگونو بریدونو لاندې راغي او د فامیل د نږدي افرادو په شهادت سربیره د ګڼوگڼو نورو کسانو د شهادت لامل هم وګرځیدهوگرځیده ، نو د امارت ځینو چارواکو د نوموړي د حفاظت په مقصد د کندهار ښارپه شمال لویدیځ کې د باباصاحب د غره د کوتل لاندي سیمه کې چې نږدې خوا و شا یې کومه ولسي ابادي نه وه د نوموړي لپاره یو استوګنځیاستوگنځی او د اسلامي امارت د مقام دفترجوړ کړ، چې هغه هم د تصرف په لحاظ د بیت المال له عمومي ملکیتونوڅخه ګڼلگڼل کیده نه دنوموړي شخصي ملکیت .
 
په کال ۱۳۷۵- هش ۱۹۹۶ م کې چې کله د هیواد د یونیم زر علماوو او مخورو له لوري نوموړي ته داسلامي امارت د امیر لقب ورکړل شو نوموړي ددې په ځای چې د امارت د ورسپارلو له امله د خوښۍ احساس وکړي دومره وژړل چې خپل د اوږي لوي څادر یې په اوښکو لوند او د غونډې په پای کې یې حاضرو علماوو ته په خپلې تاریخې ویناکې داسې وویل: «اي علماوو! تاسو د خپل شرعي علم له مخې دحضرت رسول اکرم ص دوارثانوحیثیت لرئ، تاسوچې نن ماته دغه دروند مسؤلیت په اوږو را واچاوه په حقیقت کې د هغه د استقامت او انحراف مسؤلیت ټول ستاسو په غاړه دی!
 
ای زموږ استاذانو درنوعلماوو! که خدای مه کړه له موږ څخه د مسلمانانو په دې ستر امانت کې څه تقصیر او انحراف پیښیږي د هغه سمونه او اصلاح ستاسو شرعي مسؤلیت دی، تاسو به د خپل شرعي علم په رڼا کې دي طالبانو ته د استقامت او په حقه لاره د تللو حتمي لارښوونه کوئ، که چیري له دي طالبانو څخه د اسلامي احکامو د تنفیذ په اړه کوتاهي یا انحراف رامنځته کیږي او تاسو هغه وینئ او د اصلاح په اړه یې څه نه وایاست د هغې پړه به د الله په نزد ټوله ستاسو په غاړه وي او زه به د سوال ځواب په ورځ ستاسو ګریوانگریوان ته لاس دراچوم .»
 
طبیعت اوشخصي مزاج:
 
ملامحمد عمر(مجاهد) د خپلې خاموشي ترڅنګترڅنگ یو ډول خاص ظرافت او خوش طبعي هم لري نوموړی په هیچا باندې که څه هم په هر لحاظ تر ده کشر وي ځان لوړ نه ګڼي،گڼي، له خپلو ملګروملگرو سره یې برخورد ډیر مینه ناک، صمیمانه، باشفقته او له متقابل احترامه ډک وي، په مجالسو کې زیاتره د جهاد په اړه بیان کوي.
 
په اوسنیو حالاتوکې یې ورځنی مصروفیت:
 
اوسنیو ستونزمنو امنیتي شرایطو او د دښمن له لوري سخت جدي تعقیب د ملا محمد عمر(مجاهد) په معمولي وظایفو او د اسلامي امارت د زعیم په توګهتوگه د جهادي چارو په تعقیب او تنظیم کې کوم تغیر نه دی راوستی.
 
نوموړی خپله کاري ورځ د الله عزوجل په عبادت او د قرآن کریم په تلاوت پیلوي او د فرصت په مهال د قرآن کریم د بېلابیلو تفاسیرو او احادیثو مطالعه کوي، د یرغلګرویرغلگرو په خلاف د جهادي چارو مراقبت په ډیرجدیت سره کوي، د جهادي او پوځي امورو د ترتیب او سمبالښت په غرض په معینه طریقه جهادي قومندانانو ته اوامر او توجیهات صادروي، د جهادي نشراتي منابعو او نړیوالو خبري رسنیو له تعقیب څخه د یرغلګرویرغلگرو خلاف جهادي بریاوو او نورو موضوعاتو جاج اخلي ، او له همدې لارې د هیواد او نړۍ له ورځنيو پیښو ځان خبروي. دغه مصروفیتونه د نوموړي د ورځني ژوند اساسي مشغله ده.
 
د ملامحمد عمر مجاهدتر مشرۍ لاندې اسلامي امارت:
 
د ملامحمد عمر مجاهد تر مشرۍ لاندې د افغانستان اسلامي امارت چې د ۱۴۱۵هـ ق کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۵ مې نیټه یې د یوه اسلامي خوځښت په حیث بنسټ ایښودل شوی او بیا یي ګڼگڼ پرمختیایي پړاونه وهلي تر دې چې د زرګونوزرگونو علماء کرامو، مجاهدینو او عام مجاهد اولس ملاتړ او د هیواد په ۹۵ فیصده خاوره د اسلامي حاکمیت د نفاذ ویاړ یي ترلاسه کړی دی، د یوه سوچه اسلامي امارت په حیث لا هم د هیواد په زیاترو سیمو سلطه لري او د غرب د کفري یرغلګرویرغلگرو په وړاندې په مسلحه مبارزه بوخت دی .
 
د افغانستان د اسلامي امارت د اوسني تشکیل په رأس کې امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د زعیم او امیر په حیث قرار لري، د نوموړي تر مشرۍ لاندې د امارت د نیابت مقام، رهبري شوری ، قضایه قوه، نهه اجرائیه کمیسیونونه او دری نور اداري جوړښتونه فعالیت لري ، چې همدا د اسلامي امارت اوسنی جوړښت یا تشکیل دی .
 
د امارت د نیابت مقام یا مشرتابه، د ټولو ماتحتو اداراتو په نګرانۍنگرانۍ او مراقبت سربیره د هغوی کاري راپورونه تر امیرالمؤمنین پورې رسوي او د امارت د زعیم هدایات او اوامر و ټولو ذیربطه ادراتو ته رسوي .
 
د امارت رهبري شوری د شلو تنو په شاوخوا کې غړي لري، اعضاء یې د اسلامي امارت د زعیم لخوا ټاکل کیږي او د امارت د نائب په مشرۍ غونډې کوي، دغه شورا د ټولو مهمو سیاسي، پوځي، اجتماعي او نورو حادو مسائلو په اړه سلا مشورې او پریکړې کوي .
۱۴۳ کرښه:
اوسنیو شرایطو او د وخت غوښتنو ته په پام سره د اسلامي امارت په تشکیل کې نهه کمیسیونونه جوړ شوي دي، د جهادي جریان ضرورت ته په پام سره د تشکیل له مخې ترټولو لوی کمیسیون نظامي کمیسیون دی چې په لسو حلقو مشتمل دی، د نظامي کمیسیون په تشکیل کي د افغانستان د ۳۴ ولایاتو لپاره نظامي مسؤلین یا والیان ، د ولسوالیو نظامي مسؤلین دغه راز د ولایاتو او ولسوالیو په سطحه کمیسیونونه هم راځي چې د نظامي او ملکي چارو د څارنې مسؤلیت په غاړه لري.
 
نور کمیسیونونه په لاندې ډول دي، د تعلیم او تربیې کمیسیون، د سیاسي چارو کمیسیون، فرهنګيفرهنگي کمیسیون، اقتصادي کمیسیون، د صحت کمیسیون ، د دعوت ارشاد او جلب وجذب کمیسیون، د بندیانو د چارو کمیسیون او د مؤسساتو د چارو کمیسیون .
 
د اسلامي امارت د اداري تشکیل پاتې ادارات د ملکي تلفاتو د مخنیوي اداره، د شهداء او معلولینو اداره او د ځینوخاصو عوایدو د راټولولو او تنظیم اداره دي .
۱۶۰ کرښه:
== د طالبانو لارښود ==
په [[١٩٩٦]] زېږيز کال کې کله چې ملا محمد عمر د خرقې زيارت نه دباندې د [[حضرت محمد (ص)]] خرقه چې په صندوق کې کولپ شوې وه راووېستله او د کندهار خلکو ته يې وښودله نو د ملا محمد عمر پلويانو نوموړي ته د اميرالمومنين لقب ورکړ، (أمير المؤمنين, "د ايمان لرونکو امير يا قومندان."<ref>[http://www.memritv.org/Transcript.asp?P1=860 Messages by Al-Qaeda Operatives in Afghanistan to the Peoples of the West] "... alongside the Emir of the Believers..." September 2005</ref>)
، د خلکو ترمېنځ داسې وييل کېده چې هر هغه څوک چې خرقه د خپل صندوق نه راوباسي نو هغه به د مسلمانانو لوی لارښود يا "اميرالمومنين" وي. <ref>{{cite web|url=http://www.sfgate.com/cgi-bin/article.cgi?f=/c/a/2001/12/19/MN37470.DTL|title="Kandahar residents feel betrayed"|last=Healy|first=Patrick|publisher=Boston Globe|date=[[2001-12-19]]|accessdate=2006-07-02}}</ref>. چې تر همدغې پېښې وروسته ډېر ژر په ١٩٩٦ زېږيز کال کې [[کابل]] د ملا محمد عمر د پوځونو له خوا ونيول شو.
 
کله چې د افغانستان ډېرۍ سيمې او ولايتونه د طالبانو د واک ترلاندې راغلل نو په افغانستان کې ځينې نوي دولتي ادارې جوړې شوې چې پخوا په حکومت کې نوې. طالبانو په افغانستان کې د امر بل معروف او نهي عن المنکر په نوم يو وزارت جوړ کړ چې ددې وزارت دنده دا وه چې د عامو وگړو ورځيني چارچلند وڅاري چې آيا دوی شرعي احکام پلي کوي او که نه. په همدې توگه طالبانو د ١٩٩٧ زېږيز کال د [[اکتوبر]] په مياشت کې د افغانستان رسمي نوم هم بدل کړ او د افغانستان اسلامي امارات په نوم يې ونوماوه. که څه هم چې کابل د پېړيو راپدېخوا د افغانستان [[پلازمېنه]] ده، خو ملا عمر د خپلې واکمنۍ پر مهال د خپل پلارني ټاټوبي نه کابل ته و نه کوچېده. وييل کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ايله دوه ځله ملا محمد عمر د کابل نه ليدنه کړې. هغه کندهار کې اوسېدنه غوره گڼله او د واک له لاسه ورکولو پورې همالته په کې اوسېده.
۱۷۲ کرښه:
په ٢٠٠١ زېږيز کال کې چې کله امريکا او د امريکا متحدينو په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جگړه پېل کړې، له هماغه وخت نه تر اوسه پورې د ملا محمد عمر درک نه دی مالوم. هغه په يو نامالومه ځای کې پټ دی. ځينې خلک وايي چې هغه د پاکستان او افغانستان تر مېنځ پر پوله په قبايلي پښتني سيمو کې پټ دی، خو ددې خبرې پخلی لا تر اوسه پورې نه دی شوی. د امريکا د متحده آيالاتو حکومت د ملا عمر د نيولو لپاره او يا هم د داسې مالوماتو لپاره چې امريکايان د ملا محمد عمر په نيولو کې بريالي شي، د لسو ميليونو امريکايي ډالرو انعام ايښی دی.<ref>{{cite web|url=http://www.rewardsforjustice.net/english/wanted_captured/index.cfm?page=MullahOmar|work=Rewards for Justice|title=WANTED Mullah Omar Up to $10 Million Reward|accessdate=2006-07-02}}</ref>
 
داسې وييل کېږي چې د ٢٠٠٦ زېږيز [[کال]] په [[جون]] مياشت کې ملا محمد عمر يو بيان خپور کړ چې په هغه کې ده په [[عراق]] کې د ابو مصعب الزرقاوي په مړينه خپله خواشيني څرگنده کړې وه. په هغه بيان کې زرقوي يو شهيد بلل شوی وه او داسې ژمنه يې هم کړې وه چې په افغانستان او په عراق کې به د امريکايانو او د متحدينو پر ضد جهاد به هېڅکله د هغه په مړينه کمزوری نه شي. <ref>{{cite news|publisher=BBC News|date=2006-06-09|url=http://news.bbc.co.uk/2/hi/south_asia/5062964.stm|accessdate=2006-07-02|title=Taleban play down Zarqawi death}}</ref>
 
داسې وييل کېږي چې د ٢٠٠٦ کال د سېپټمبر په مياشت کې په [[وزيرستان]] کې د وزيري پښتنو او پاکستاني پوځ تر مېنځ جگړه کې هم ملا عمر اهم رول درلوده. ددې تر څنگ دا هم وييل کېږي چې ملا محمد عمر او د طالبانو د غورځنگ مخور پوځي لارښودانو ټولو سره لاس يو کړی چې په دې کې [[ملا دادالله]] او [[جلال الدين حقاني]] او د پخوانی جهادي مشر [[گلبدين حکمتيار]] ډله هم گډه ده.
۱۸۱ کرښه:
 
==مرموزه وژنه==
ملا محمد عمر د 2015 کال په جولای میاشت کې د یو لړ استخباراتي رپوټونو پر بنسټ د خپل مرستیال ملا اختر محمد منصور له خوا یوه ډز په سینه او دوه ډزه په سینه ویشتل شوی او وژل شوی دی. نامتو پاکستاني ژورنالېست او خبریال رحیم الله یوسفزي له خولې لیکلي دي، چې پخوانی طالب مشر ملا محمد عمر د۵۵- ۶۰ کلونو ترمنځ عمر درلود، خو پیچلې مړینه یې د عمر له کبله نه، بلکې په ډزو وژل شوې دی. یوسفزی وايي : ملا محمد عمر له روسانو سره په جګړهجگړه کې څلور ځل ټپي شوې او ان یوه سترګهسترگه یې هم له لاسه ورکړې وه. نوموړی وايي : له طالبانو جلا شوې ډله فدايي محاذ هم دملا محمد عمر طبیعي مړینه نه مني او دا محاذ خو اوسنی مشر ملا اختر منصور او ګلگل اقا د ملا محمد عمر پر وژنه تورنوي، پاکستانی خبریال ټینګارټینگار کوي، چې ملا محمد عمر دپاکستان په کراچۍ کې وژل شوې او ډیورنډ کرښې ته څېرمه زابل ولایت کې ښخ شوی دی. یوسف زی دا هم وايي : طالب مشرانو دملا محمد عمر له زوی ملا یعقوب څخه غوښتي وو،چې دخپل پلار دمړینې یا وژنې په اړه چوپه خوله پاتې شي او دا خبر پټ وساتم. یوسف زی وايي : ځینې داسې راپورونه شته، چې د ملا محمد عمر یو شمېر نږدې ملګروملگرو د نوموړی قبر راسپړلې دی او دا یې په خپلو سترګوسترگو لیدلي دي، چې ملا محمد عمر دوه مرمۍ پر سینه او یوه مرمۍ په تندي لګیدلیلگیدلی دی، دهمدې پرمختګپرمختگ په اړه ملا یعقوب او ملا عبدالمنان نیازی تر اوسه چوپه خوله دي.<ref>http://rohi.af/fullstory.php?id=39740</ref>
 
پاکستانی خبریال سمیع یوسفزي نیوزویک مجلې ته د پخواني طالب مشر د مړینې اړوند خبرونو ته په کتنې د همدې مجلې له قوله د خپلې لیکنې په یوه برخه کې چې په ژمن وبپاڼه کې خپره شوې، لیکلي: «.... ملا عبدالجبار، چې کله کوټې شورا خبره کړه دوه اونۍ وروسته د شورا مشر ملا اختر منصور او ملا عبدالقیوم ذاکر له دوو دیني عالمانو سره ناسته وکړه، سرچینه وايي ملا عبدالسلام او ملا عبدالحکیم د ملا محمد عمر لونګۍلونگۍ اختر منصور ته وسپارله او د(امیرالمومنین) په توګهتوگه یې وټاکه، ملا عبدالحکیم مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه: ته اوس مشر شوې، په کار ده، چې د ملا عمر لار ته ادامه ورکړې.» لیکوال دخپلې سرچینې له خولې لیکي : «ملا عبدالقیوم ذاکر غوښتل، چې سمدلاسه د ملا عمر د مړینې اعلان وکړي، خو نورو یې مخالفت وکړ او دې ته یې قانع کړ، چې دا راز باید وساتل شي، کویټې شورا ډېره وړاندې ولاړه او خبرپاڼه یې خپره کړه، چې د ملا محمد عمر د برخلیک په اړه هیڅوک پوښتنه نه شي کولای او که هر چا دا راز رسوا کړ، هغه به د طالبانو محکمې ته وړاندې کېږي.» کېدای شي د ملا محمد عمر د مړینې د راز پټ ساتلو ترشا نور لاملونه او اهدف هم شتون ولري او یا هم وروسته افشا شي، خو اوسمهال د هغو جزئیاتو ته لاس رسی له امکانه لرې ښکاري. بلخوا بیا ځینې طالب مشران د نوم نه ښودلو په شرط وایي چې طالب مشرانو دملا محمد عمر له زوی ملا یعقوب څخه غوښتي وو، چې دخپل پلار دمړینې یا وژنې په اړه چوپه خوله پاتې شي او دا خبر پټ وساتم . خو وروسته د ملا محمد عمر اخند زوى ملا يعقوب مجاهد په يوه غونډه کې وويل چې ملا محمد عمر مجاهد په خپل طبعي مرګمرگ باندي وفات شوى دى. خو ځیني شنونکي بیا داسي وایي چي عالي قدر امیر المؤمنین داسلامي امارت روحاني اوسیاسي مشر وو او دنړئ زیاتره مسلمانانو ورسره دخپلو مشرانو په توسط بیعت وکړ چي دنړیوالو مطبوعاتو په ارشیفونو او نشرشویو سیډیګانوسیډیگانو او داولسونو په حافظو کي پراته دي چي په هغوی کي شهید اسامه بن لادن او ایمن الظواهري حفظه الله او داسي نور جهادي مشران ول چي له دې غازي او داسلام له خادم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد سره یې بیعت وکړ
نوموړی اتل دامریکایي تاړاک په مهال له هیواد نه دیوه ساعت لپاره هم ونه ووت او په کوم ځای کي چي اوسیدی له هغه ځای نه یې دامارت سیاسي او نظامي چارې سامبالولې نوموړی غازي دافغانستان په تاریخ کي یوازنی شخصیت وو چي ورته خپل اولس لاس پر نامه ولاړوو او دده هر امر ته یې لبیک وایو
دښاغلي غازي عمر دمړینې سبب دده مزمنه ناروغي وه چي نه یې غوښتل چي یو لوري ته دتداوي دپاره ولاړشي ځکه په داسي کار سره ممکن وو چي دی دي افشا شوی وای نو ده نه غوښتل چي دمسلمانانو زړونو ته دي په خپل ښکاره توب سره درد ورسوي او دامارت نظم دي له سوال سره مخ کړي او دامریکایانو،ناټو او ددوی دلاس پوڅو داشوم ارمان دي پوره شي دا ټول وخت یې له خپلواولادونو او کورنۍ څخه جلاتیر کړ خو داسلامی امارت او جهادي وقار پرتم یې هم داسي وساتلو لکه چي وو
دده دمړیني په اړه دده زوی محترم مولوي محمدیعقوب وویل چي هغه دخپلې ورپیښې ناروغي له امله په حق ورسید الله دي ورباندي رحم وکړي په یو داسي صف کي چي قیادت یې غازي عمرکړی وي کله هم داسي نه پیښیږي چي دخپلو ملګروملگرو له لوري دي هغه شهید کړل شي درحیم الله یوسف زي او سمیع یوسف زي دا خبرې چي دلوي ملاصاحب قبر وښندل شو او وکتل شو چي دوې مرمۍ په ټټر لکیدلی وو هغه هم دملا اختر محمد منصور حفظه الله له لوري نو دا ډیر خندوونکی خبر دی چي دسالم عقل څښتنان یې په هیڅ صورت نشي منلای او نه ورته دقناعت وړ دی
او دنوي زعیم امیر المؤمنین ملا اختر محمد انتخاب دامارت دشیخانو او شورا ده ۱۸ غړو له لوري وشو او بیا ورپسې دافغانستان د۳۴ ولایتونو ولالیانو ولسوالانو دلګۍدلگۍ مشرانو او عام خلکو له لوري بعت وشو او نوموړی یې دلوی ملاصاحب ځای ناستی انتخاب کړ او دده لپاره یې دوه معاونین لکه سراج الدین حقاني صاحب چي په خلیفه صاحب شهرت لري او ستر عالم هیبت الله اخوند زاده انتخاب شول او دافغانستان په لر اوبر کي دفتوحاتو زیري واوریدل شول چي دلسهاوو ولسوالیو تر څنګڅنگ دقندوز ولایت هم دمجاهدینو په لاس فتحه شو چي دالته او دهلمند په ګڼوگڼو فتحه شویو ولسوالیو کي په سوونه ټانګونهټانگونه او پوځي موټران او بې شمیره وسلې او مهمات له دښمن نه دمجاهدینو لاس ته ورغلل او لا هم دا دبریاوو دالړۍ دوام لري
داسلامي امارت په وړاندي دغربي تاړاک په مهال دامیرالمؤ منین مرحوم په اړه دافغان اولس شاعرانو او لیکوالانو ډیر څه ولیکل چي زه یې دنمونې په شکل دملا راز محمد ساقیار یو څو له درده ډګډگ بیتونه را اخلم
ځئ چي په توبو او مرکو ورشو
غواړو به له خدای څخه امیر عمر -
۱۹۵ کرښه:
پام کوه نظر بدي ترې واړوې
نغښته لړزوي دځان په ویر عمر -
ژوند که وفا وکړه او مر ګیگی نه وو
ستایو به په سوبو عالمګیرعالمگیر عمر -
مات به کړي لښکردصلیبي ناقوس
فتحې او نصرت ته منتظر عمر -۰۰۰۰۰۰
او یوه فارسي مجموعه یې هم لیکلې چي لومړی بیت یې دا دی
بنامیکه درصلح جنګجنگ آورد
عمر را بیورش فرنګفرنگ آورد
 
==د ملا منصور له خوا د ملا عمر د وژنې لومړۍ اندېښنې==
د طالبانو د غورځنګغورځنگ مشر ملا منصور د پاکستان په دالبندین کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې برید کې له وژنې مخکې ملا منان چې اوس کابل کې اوسیږې د ملا عمر د مرګمرگ نه وروسته ملا منان د پيښور نه کویټې ته غوښتې ‌ؤ او ورته یې ویلې ‌ؤ چې ملا عمر غواړی چې ته د ټالبانو وزیر دفاع جوړ شې هغه وخت ملا منان او زامنو یې د پيښور نوښار کې د رختونو دوکانونه لروده که څه هم ملا منان د خالص د ګروپگروپ پخوانې غړی او مالداره شخص دئ خو پيښور نوښار کې یې تجارت کاوه. ملا منان ورته ویلې ‌ؤ چې دا خو غټ مسولیت دئ زه غواړم د ملا عمر سره خپله ملاقات وکړم خو ملا منصور ورته ویلې ‌ؤ چې ته هغه سره ملاقات نشې کولې او که هره سلاح مشوره وې ته به یې ماته وایې زه به یې د ملا عمر سره شریکومه خو ملا منان ورته ویلې ‌ؤ چې داسې وی زه دا مسئولیت په غاړه نه اخلم. هغه وخت ملا عمر د ای اس ای او ملا منصور په لاس وژل شوی ‌ؤ. کله چې ملا منان بیرته نوښار ته را ستون شوو نو دوه وراځې وروسته فوجیانو په دی تور ونیوو چې ته د پاکستان د حکومت خلاف سازشونه جوړوې. پدی جرم یو کال بندې ‌ؤ د کورنۍ سره یې هیڅ رابطه نه وه مړی او ژوندي یې معلوم نه ‌ؤ کله چې را خلاص شوو نو مستقیمه یې افغانستان کې د حاجې دین محمد سره تماس ونیوو او افغانستان ته ک‌‌‌‌‌‌ډن راغې. د ملا عمر مرګمرگ کې هم ملا منصور شریک ‌ؤ د ملا داد الله مرګمرگ او د ټالبانو پخوانې وزیر دفاع وژلو کې هم د پنجابیانو سره د ملا منصور لاس ‌ؤ ملا برادر هم د ملا منصور په شیطانت بندې شوی د ټالبانو بل مشر چې اوس ترکیه کې دئ هغه هم د ملا منصور په شیطانت په کراچۍ کې ویشتل شوی ‌ؤ لن‌‌‌‌‌‌ډا دا چې څومره ټالب مشران د ای اس ای له خوا وژل شوی ټول د ملا منصور په شیطانت وژل شوې خو داسې راپورونه هم شته چې د قطر نه د ټالبانو کوم پلاوی تیره میاشت پاکستان ته په پټه دوره راغلې ‌ؤ هغوی او ای اس اې هم دا پلان جوړ کړی ‌ؤ چې ملا منصور باید د منځه لاړ شې.
 
==ملا منان او ملا یعقوب څنګهڅنگه تابع شول؟==
د امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد د شهادت له افشا کېدو وروسته کله چې ملا منصور په زور ځان د امارت امیر اعلان کړ، د شهید ملا صاحب کورنۍ ورسره سخت مخالفت وکړ، چې په دې لړ کې تر ټولو شدید مخالفت د ملا عبدالمنان له خوا وشو، خو ملا منصور هڅه وکړه چې دوی د خپل ځان متابعت ته راوبولي او په دې خاطر یې له هرې ممکنه لارې کار واخیست. کله چې د ملا منصور هڅې ناکامې شوې نو مولوي عمري ته وظیفه وسپارل شوه چې د پاکستاني حکومت له لارې پر ملا منان او ملا یعقوب فشار وارد شي، ترڅو د ملا منصور متابعت وکړي. ملا عمري د طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ د پل حیثیت لري، بالاخره له ډېرو فشارونو وروسته ملا عمري په دې وتوانید چې ملا منان او ملا یعقوب د ملا منصور تابع کړي. ملا منصور د ملا منان او ملا یعقوب د خوشاله کولو لپاره ملا یعقوب د پنځلس ولایتونو نظامي مسوول وټاکه.
ملا یعقوب په جهادي او نظامي چارو کې تجربه نه لري، خو منصور د هغه د خوشاله کولو په خاطر دا کار وکړ. د ملا یعقوب له ټاکل کېدو وروسته د طالبانو جهادي فعالیتونو له ستونزو سره مخ شول او په ګڼوگڼو ولایتونو کې یې ترلاسه کړې بریاوې هم نسبتاً له لاسه ووتې. اهمه خبره دلته دا ده چې ملا یعقوب ځوان دی او کافي تجربه نه لري، دا عهده باید داسې کس په غاړه اخیستې وای، چې په جهادي او نظامي چارو کې یې په کافي اندازه وړتیا درلودلی. د یادونې وړ ده چې ملا یعقوب د ملا منان په آوامرو چلېږي، هر څه چې هغه ورته وايي، هماغسې کوي. هیله من یو چې ملا منصور او د امیرالمومنین کورنۍ د شخصي مقامونو لپاره امارت نور قرباني نه کړي. امیرالمومین ملا محمد عمر مجاهد غفرالله د تحریک د بقا لپاره خورا ډېرې هڅې کړې دي، چې دا باید د شخصي اغراضو په خاطر په اوبو لاهو نه شي.
 
* [[په ٢٠٠١ کال کې په افغانستان کې جگړه]]
۲۲۶ کرښه:
* [http://web.archive.org/web/20040421044621/www.jihadunspun.com/thePlayers/mullahoverview.htm د ملا محمد عمر په هکله د سپړلي جهاد د وېبپاڼې پېژندنڅېره]
* [http://www.guardian.co.uk/g2/story/0,3604,558076,00.html گارډين: ملا عمر - د هغه له خولې نه]
 
 
{{start box}}
Line ۲۳۹ ⟶ ۲۳۸:
{{ترهه گرۍ پر ضد جگړه}}
{{طالبان}}
 
[[وېشنيزه:د افغانستان هېوادمشران|ملا محمد عمر اخوند]]
[[وېشنيزه:افغان طالبان]]