د "ليکدود" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
د ليکلو(writing)عمليه پر يوه وسېله باندي د کرکټرونو (تورو) کېندل ياکښل دي . له دې فعاليت څخه مراد د لغاتو او نورو هغو جوړښتونو سره اوډل يا ثبتول دي ، چي د يوې ژبي استازي کوي . د اوډلو او ثبتولو لپاره له ټايپ څخه هم کاراخيستل کېږي خو د ليک كره ماهران ټايپ کولو ته د ليکلو عمليه نه وايي . د دوی په نزد ليکل (writing) اوټايپ کول (typing) دوې سره بېلي عمليې دي . په [[نړۍ]] کې د ليکلو اساسي سيسټمونه پرڅلورو برخو وېشل سوي دي : لوګولوگو ګرافيگرافي ، سيلابي ، الفبايي او شکلي . په دې ټولوکي يې زموږد بحث وړ برخه الفبايي سيسټم دئ . الفبې دسمبولونويومجموعه ده چي هر سمبول يې دژبي ديوه فونيم ( ږغ ) نمايندګينمايندگي کوي . بشپړي الفباوي هغه الفباووته ويل کېږي چي داړوندي ژبي ټول اوازونه او حرکتونه په پشپړه توګهتوگه سره تمثيل کړلای سي . يعني که يوه ليکونکي ته ديوه لغت تلفظ ورکړه سي ، دی يې دليکلوترعهده ووتلای سي اوکه يوه لوستونکي ته يوليکل سوی لغت وړاندي سي ، دی يې دتلفظ کولو تر عهده ووتلای سي .(١) دسيمبولونوياالفباوو په واسطه ديوې ژبي تمثيل ته د هغې ژبي ليکدودوايي . څرنګهڅرنگه چي ديوې ژبي اوبلي ژبي تر منځ او دغه رازپه يوه ژبه کي دننه دبېلابيلو لهجوترمنځ دږغونو توپير سته ، ځکه نوليکدودونه هم توپيرسره لري . هرڅومره چي ديوې مشخصي ژبي دلهجودويونکوترمنځ راشه درشه اونور ټولنيز او کلتوري اړيکي سره نزدې کېږي،هغومره يې دواحدي ژبي اوواحد ليکدودله پاره زمينه برابرېږي .
 
ديوې ژبي دليکني سيسټم ([['''ليکدود]]''') تل دهغې ژبي دويونکود اړتياووپربنسټ بدلون اوانکشاف مومي . کله کله دوخت په تېرېدو سره دسمبولونوپه شکل کي هم بدلون راځي . له همدې امله دئ چي ديوې ليکلي نسخې د انکشاف دڅېړني له لاري هم داړوندوويونکو د اړتياوو په باب معلومات ترلاسه کولای سو اوهم يې دوخت په اوږدو کي دبدلونونوپه څرنګواليڅرنگوالي پوهېدلای سو. دهمدې حقيقت له امله بايد دمتونوپه ثبت اوخپرولوکي دخطاط دسليقې يالهجې په خاطر بدلون رانه وستل سي ځکه که داکاروسي ، متون مسخه کېږي اودژبي د تاريخي مطالعې په څېړنه کي څېړونکی بې لاري کېږي اوپرخپله څېړنه باندي غلطي نتيجې بناکوي .
 
دالفبې تاريخي سابقه لرغوني مصرته رسېږي اوپيل يې د٢٧٠٠ ق م څخه رانښول کېږي. لرغونومصريانودهيروغليف ددوه ويشتو سمبولو په ايجاداوانکشاف سره دخپلي ژبي کانسونينټونه را پېژندلي دي . د ليکدوددتاريخچې اودليک دډولونوڅېړنه زموږتربحث وتلې ده .
 
(١) ارواښادپوهاندډاکټرالهام ليکلي دي : دپښتوپه اوسني ليکدودي سيسټم کې دهرکانسونانتي ږغيزواحد(فونيم) له پاره يوخاص ليکدودي واحد(ګرافيمگرافيم) شته اوکومه ستونزه په کې نه احساسيږي .مګردپښتودږغيزسيسټممگردپښتودږغيزسيسټم جوړښت واولي ږغيزواحدونه لري خودليکدودپه سيسټم کې يې يوازی پنځه ګرافيمونهگرافيمونه موندلای شو. له بلې خواپښتوځينې داسې ږغونه هم لري چي له دوو واولونوڅخه ترکيبيږی او په ليکدودکې ګرافيمونهگرافيمونه ورته نشته اودپښتودليکدودستونزې له همدی کمبوتيوڅخه راولاړيږي .
 
( وګوگ : دخان شهيدياد ـــ ٧٤ مخ )
 
[[وېشنيزه:پښتو ژبه]]