د "لمريز غونډال" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[File:Solar System size to scale.svg|thumb|400px|سيارې/اجرامونه او د هغو وزن د لمر له مخې]]
لمريز غونډال، چې شمسي نظام یې هم بولي، لمر او هغو هسکني پژیو (اسماني اجرامو celestial bodies) ته ويل كېږي چې پر لمر را چورلي-- لکهچورلي—لکه سیارې، سپوږمیانې، سیاره‌وزمې (asteroids)، سیاره‌ګیانېسیاره‌گیانې (dwarf planets)، لکیورې (comets)، او هسکاڼي‌وزمې (شهاب‌وار meteoroids). لمریز غونډال د اسمانلار (Milky Way) په نامه کهکشان کې دی. په دې کې اته لویې سیارې، چې ټولګهټولگه يې سيارنى غونډال (planetary system) بلل كېږي، په نېغه پر لمر را څرخي او نومونه یې په لاندې ډول دي:
 
۱- [[عطارد]] (Mercury)
۱۱ کرښه:
۸- نيپټون (Neptune)
 
د پورته سیارو سربېره، ځینې سیاره‌ګیانېسیاره‌گیانې لکه پلوټو (Pluto) او سېریز (Ceres) هم په خپل مدار کې پر لمر را چورلي. د سیارو، سیاره‌ګیانو،سیاره‌گیانو، او سیاره‌وزمو تر مېنځ پر توپیر به وروسته په تفصیل سره وغږېږو.
 
داسې اټکل کېږي چې لمریز غونډال کابو ۴.۶ ملیارډ کاله مخکې را مېنځته شوی دی. لمر د دې غونډال (نظام) په مېنځ کې دی چې تر ټولو لوی او د خپل راکښنیز ځواک (جاذبه قوې gravitational force) په زور ټولې سیارې او پژي (اجرام) پر ځان چورلوي. په دې کې ډېرې سیارې، سیاره‌ګیانې،سیاره‌گیانې، او ان ځینې سپوږمیانې لا خپلې هوا‌وېجې (اټموسفیرونه) لري.
 
د لمریز غونډال اته غټې سیارې پر لاندې ډلو وېشل کېږي:
۲۰ کرښه:
دنننۍ سیارې (Inner Planets):
څلور دنننۍ سیارې-- لکهسیارې—لکه عطارد، [[زهره]]، ځمکه، او مریخ تر نورو سیارو کوشنۍ او لمر ته ډېرې نږدې دي. دا ډبرینې سیارې (terrestrial planets) هم بولي. هغه په دې خاطر چې دا ځمکې ته ورته دي ــ یانې ډبره او اوسپنه یې د جوړښت اصلي توکي دي. بهرنۍ او دنننۍ سیارې د سیاره‌وزمو د کړۍ (asteroid belt) له لارې سره بېلې شوي دي.
 
بهرنۍ سیارې (Outer Planets):
په څلورو بهرنیو سیارو کې لومړنۍ دوې-- لکهدوې—لکه مشتري او زحل د ګازيگازي بلاوو (gas giants) په نامه پېژندل کېږي چې هایډروجن (hydrogen) او هیلیم (helium) یې د جوړښت اصلي توکي دي. پاتې دوې-- لکهدوې—لکه اورانوس او نیپټون بیا کنګلنۍکنگلنۍ بلاوې (ice giants) بولي. دا دوې بیا له اوبو، امونیا (ammonia)، او میتان (methane) څخه جوړې شوي دي. د څلورو بهرنیو سیارو په ګډون،گډون، ډېری پېژندل شوي سیاره‌ګیانېسیاره‌گیانې په کنګلنۍکنگلنۍ سیمې (ice zone) کې دي او د نیپټون ها خوا ته، چې د کایپر کړۍ (Kuiper Belt) یې بولي، د ډېرو لکیورو د پیدا کېدو ځای دی.
 
زموږ لمریز غونډال د اسمانلار په ښکاري مټ (Orion Arm) کې دی چې د ستورټلیځ (کهکشان) له مرکز څخه کابو ۲۶۰۰۰ نوري کاله لیرې دی. په دې ستورټلیځ کې په ملیارډونو نور لمریز غونډالونه او په پینۍ (کاینات) کې بیا په ملیارډونو ستورټلیځونه شته چې ښایي ځینې به يې مېشتوړ (habitable) ــ یانې د اوسېدا لپاره وړ شرایط هم ولري. زموږ په لمریز غونډال کې واټنونه په ستورپوهنیز یوون (Astronomical Unit, AU) سره کچل کېږي. یو (AU) د لمر او ځمکې تر مېنځ واټن سره برابر دی چې کابو یو نیم سل (۱۵۰) ملیون کیلو متره کېږي.
۳۲ کرښه:
د مهال له تېرېدا سره سم، د پینۍ (کاینات) په هکله زموږ په مالوماتو کې ډېر بدلون راغلی دی. نویو برسېرونو (اکتشافاتو) موږ هره پلا دې ته اړ کړي یو چې خپل مالومات بیا وځیرو او اوسني (update) یې کړو. له همدې کبله، د ستورپوهنې په برخه کې د ساینسپوهانو له خوا څېړنې لا پای ته نه دي رسېدلي او د هرې ورځې په تېرېدا د پینۍ یو نه یو راز لوڅتیا مومي.
 
د لمریز غونډال په هکله بنډار کې د "سیارو" نوم تر ټولو ډېر پورته او ښکته کېږي. نو لومړی د "سیارې" پېژندل په دې خاطر اړین دی چې دا د لمریز غونډال د ودې، جوړښت، او بنسټ په هکله زموږ د پوهې ښکارندويي کوي. د تاریخ په اوږدو کې، د سیارو په هکله د خلکو نظرونو هر مهال بدلون موندلی دی. د بېلګېبېلگې په توګه،توگه، لرغونو یونانیانو داسې ګومانگومان کاوه چې ځمکه یو مرکزي ټکی او سپوږمۍ، لمر، عطارد، زهره، مریخ، مشتري، او زحل يې سیارې دي. ساموسي اریستارخوس (Aristarchus of Samos) لومړنی کس وو چې په ۳مه مخزېږدي پېړۍ کې یې دا نظریه وړاندې کړه چې لمر په مېنځ کې دی او ځمکه پر را څرخي، خو د نوموړي دا نظریه هغه مهال په ټولیزه توګهتوگه نه ومنل شوه. همدا خبره نیکولاس کوپرنیکس (Nicolaus Copernicus) په ۱۶مه پېړۍ کې بیا را پورته کړه. ستورپوهان په ۱۷مه پېړۍ کې د لروین (ټېلسکوپ) په مرسته په دې وپوهېدل چې د ځمکې په ګډونگډون نورې ټولې سیارې پر لمر را چورلي او بله دا چې سپوږمۍ سیاره نه بلکې یوه سپوږمکۍ (satellite) ده چې پر ځمکې را څرخي.
 
اورانوس په ۱۷۸۱ او نیپټون په ۱۸۴۶ کې د سیارو په توګهتوگه وپېژندل شوې. سېریز (Ceres) بیا په ۱۸۰۱ کې د مریخ او مشتري تر مېنځ وموندل شوه چې هغه مهال سیاره بلل کېده. خو کله چې په هماغه هسکنۍ سيمه (celestial region) کې دې ته ورته نور پژي هم وموندل شول نو ساینسپوهانو دا یوه بېله ډله وبلل او د سیاره‌وزمې (asteroid) نوم يې پر کېښود.
 
کله چې پلوټو په ۱۹۳۰ کې وموندل شوه نو هغه مهال نهمه سیاره وبلل شوه حال دا چې پلوټو نه یوازې تر عطارد بلکې د ډېرو سیارو تر سپوږمیانو لا کوشنۍ ده. دا په جوړښت کې نه خو ډبرینو سیارو-- لکهسیارو—لکه عطارد، زهرې، ځمکې، او مریخ ته ، نه ګازيگازي بلاوو لکه-- مشتريلکه—مشتري او زحل، او نه هم کنګلنۍکنگلنۍ بلاوو لکه-- اورانوسلکه—اورانوس او نیپټون ته ورته ده. د شارون (Charon) په نامه یوه سپوږمۍ لري چې په غټوالي کې د پلوټو نیمی ده. پلوټو تر ۱۹۸۰مو کلونو پورې سیاره بلل کېده او په ۱۹۹۰مو کلونو کې د نویو برسېرونو سره سم دا نظريه هم بدله شوه.
 
د پرمختللیو لروینونو په برکت کتنو (observations) نور هم پرمختګپرمختگ وکړ او ساینسپوهان وتوانېدل چې ډېر کوشني او لیرې پژي کشف کړي. په ۱۹۹۰مو کلونو کې ستورپوهانو د نیپټون د مدار ها خوا ته ګڼشمېرگڼشمېر کنګلنيکنگلني پژي (icy objects) د کوپر کړۍ په سیمه کې پیدا کړل. د کوپر کړۍ او په دې کې د زرونو کنګلنيوکنگلنيو پژیو (چې د کوپر هسکړۍ پژي، ککپژي Kuiper Belt Objects, KBOs یې بولي) له موندلو سره سم، وړاندېینه وشوه چې دا به ډېر ګټورگټور وي که پلوټو د سیارې پر ځای یو تر ټولو غټ ککپژی وبلل شي. خو د ستورپوهانو یوې ډلې په ۲۰۰۵ کې د لسمې سیارې، چې تر پلوټو لا غټ ککپژی وو، د موندلو اعلان وکړ. خلک نه یوازې دا چې په دې کې ورک شول چې سیاره‌توب څه ته وايي بلکې په دې کې ډېر جنجالونه هم را پورته شول.
 
نړیواله ستورپوهنیزه ټولنه (International Astronomical Union - IAU) د نوي ککپژي (چې وروسته اېریس Eris وبلل شوه) د ډلبندۍ ننګونېننگونې ته غاړه کېښوده. دې ټولنې په ۲۰۰۶ کې یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په هغه کې یې د سیارې لپاره تعریف او د [[سیاره‌ګۍسیاره‌گۍ]] په نامه یوه نوې ټولۍ (کټیګوريکټیگوري) را مېنځته کړه. اېریس، سېریز، پلوټو او دوه نور چې هاومیا (Haumea) او ماکیماکي (Makemake) نومېږي د دې ټولنې له خوا د ۲۰۱۳ په جولای کې د سیاره‌ګیانوسیاره‌گیانو په توګهتوگه وپېژندل شول. که څه هم پلوټو، اېریس، هاومیا، او ماکیماکي د ککپژيو په توګهتوگه ډلبندي شوي خو پر سېریز تر اوسه لا د سیاره‌وزمې نوم ولاړېږي.
 
ستورپوهان او سیاره‌پوهان د دې ډلبندۍ او تعریفونو منلو ته تیار نه ول. ځینو دا فکر کاوه چې دا ډلبندي د سیارو د شمېر د لږولو پر پار رغېدلې، ځینې خو په دې اړه په هیڅ هم نه پوهېدل، او ځینو ستورپوهانو بیا دا دعوه په مخه را اخیستې وه چې د دې ډول ډلبندۍ لپاره ځای (موقعیت) مهم وو، په تېره بیا د لمریز غونډال د پوهې او ودې په رڼا کې.
 
د یوې سیارې تر ټولو ساده پېژند (تعریف) داسې وو چې سیاره په تشیال (فضا) کې یو دومره غټ پژي ته ویل کېږي چې د خپل راکښنیز ځواک (جاذبه قوې) له کبله ګردۍگردۍ بڼه ولري. ځینو ساینسپوهانو له دې ساده پېژند سره په دې خاطر مخالفت درلود چې په دې کې دا یادونه نه وه شوې چې د یوې سیارې لپاره څو درجې ګردیوالیگردیوالی اړین دی. ځینو بیا داسې دعوې کولې چې ځای (موقعیت) او رغنده توکي د سیارې د ټاکلو لپاره مهم شیان دي. پر سیاره‌توب تر اوسه لا خبرې اترې روانې دي.
 
لکه څومره چې ورځ په ورځ زموږ پوهه زیاتېږي، پینۍ هم هاغومره له رازونو ډکه او پېچنه را ته ښکاري. دا پرېکړه به راتلونکی وکړي چې د سیارو په باب زموږ تعریفونه له دې نویو موندل شویو پژیو سره سر خوري که یا.
 
د سیارې ځانګړنېځانگړنې
سیاره کومې ځانګړنېځانگړنې لري (د نړیوالې ستورپوهنیزې ټولنې د معیارونو له مخې): سیاره‌ سیاره‌ګۍسیاره‌گۍ
پر لمر را څرخي √ √
دومره کتله (mass) لري چې کابو ګردۍگردۍ بڼه غوره کړي √ √
سپوږمکۍ نه وي (یانې چې پر بلې سیارې نه چورلي) √ √
د خپل مدار شا‌و‌خوا یې له نورو پژیو څخه پاک کړی وي √
د خپل مدار شا‌و‌خوا یې له نورو پژیو څخه پاک کړی نه وي √
 
 
 
[[دوتنه:Telluric planets size comparison.jpg|بټنوک|د مځکې او نورو سيارو تلواليز]]
 
[[وېشنيزه:ستوريلمريز غونډال]]
 
[[وېشنيزه:ستورپوهنهلمريز نظام]]
 
[[وېشنيزه:فضاءستوري]]
 
[[وېشنيزه:تشیالپوهنهستورپوهنه]]
 
[[وېشنيزه:ستورپېژندنه]]
 
[[وېشنيزه:لمريز غونډالتشیالپوهنه]]
[[وېشنيزه:لمريز نظامفضاء]]
[[وېشنيزه:ستوري]]
[[وېشنيزه:ستورپوهنه]]
[[وېشنيزه:ستورپېژندنه]]
[[وېشنيزه:تشیالپوهنه]]
[[وېشنيزه:فضاء]]
[[وېشنيزه:تشیال]]