د "قهوه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و Bot: Migrating 133 interwiki links, now provided by Wikidata on d:q8486 (translate me)
 
۱ کرښه:
[[دوتنه:A small cup of coffee.JPG|بټنوک|250px|کیڼ|د تورې قهوې یوه پیاله]]
'''قهوه''' یا '''کافي''' يو ښه بوی لرونکی [[څښاک]] (مشروب) دی چې رنګرنگ يې زرغون يا تېزنسواري دی او د قهوې د ونې د دانو څخه جوړېږي، دغه ماده [[کافیين]] لری، څښل يې [[اعصاب]] پاروي، [[زړه]] قوي کوي، د مخدره توکو اغېزه او مسموميت لېرې کوي او شنه قهوه يې د [[اسهال]]، [[تبه|تبې]] او [[شنه ټوخلی|شنې ټوخلې]] ضد دی. فورمل يې C8H10N4O2 دی.
 
د دغه څښاک پوډر: هغه ونه چې دغه پوډر يې د دانو څخه لاس ته راځي؛ د قهوې بوټی په تودو سيمو کې - چې په ايکالوجي کې ټروپيکي سيمې نومېږي - وده کوي، يعنې د عرض البلد تر ٢٤ درجو پورې. د حاصل وخت يې د ٩ مياشتو په حدودو کې دی. څېړنې ښيي چې د قهوې بوټی په طبيعي صورت سره د حبشې په هېواد کې شين شوی دی او بيا عربي نړۍ او نورو سيمو ته وړل شوي دي. د ونې لوړوالی يې ٢-١٢ مترو پورې دی او تر اوسه پورې يې ٣٣ ډولونه پېژندل شوي دي. سپين او ښه بوی لرونکي ګلانگلان کوي. مېوه يې لومړۍ شنه او تر پخېدو وروسته قرمزي کېږي. په مېوه کې يې دوې دانې وي او هره دانه، چڼې په اندازه وي، د نړۍ د قهورې حاصل په سلو کې اتيا د عربي سيمو څخه لاس ته راځي، خو ترکۍ قهوه مشهوره ده. قهوه توده و سړه، خوږه او بې خوږو او په شيدو کې خوړله کېږي.
 
[[وېشنيزه:قهوه]]
"https://ps.wikipedia.org/wiki/قهوه" نه اخيستل شوی