د "تېمور شاه دراني" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و د "تېمور شاه دراني" ژغورنه لرې شوه
و Typo fixing using AWB
۳۵ کرښه:
|}}
 
'''اعليحضرت تېمور شاه درانى''' ''(په انګرېزيانگرېزي: Timur Shah Durrani)'' د افغانستان د لوى او نوميالي مشر ، د افغان دولت د بنسټ اېښودونكى او ټولواكمن اعليحضرت [[احمد شاه بابا]] زوى وو ، چې د ۱۷۴۸ ز كال د مى په ۱۸ زېږېدلى دى . تېمور شاه په ۱۷۷۳ ز كال كې د خپل پلار له مړينې وروسته د افغانستان پر پلاز كېناست . د افغانستان پلاز دده د واكمنۍ پر مهال له كندهار نه كابل ته ولېږدول شو .
موږ د ښوونځي په تاريخونو كې لوستي وو ، چې تېمورشاه هوسايي غوښتونكى سړى وو او دده له نرم طبيعت نه محلي مشران له ده ياغي شول . دا ډول ذهنيت زموږ په ذهن كې پاتې وو . بله خبره دا راووته ، چې ده قزلباش ډېر پالل او پښتو ته يې پاملرنه نه كوله . [[صديق فرهنگ]] په ۱۹۸۸ ز كال كې وليكل ، چې تېمور شاه پخپل حرم كې درې سوه ښځې درلودې او هره مياشت يوه ښځه زياتېدله . بيا ليكي ، خو ويښ سړى وو ، له هرې جګړېجگړې نه بريالى راستون شوى دى .
اوس به همدغه خبره وڅېړو :
د ملي تاريخ لپاره دده ويښتوب ، زړورتيا او هېوادپالنه ضروري ده . د ښځو معامله يې څوك څه كوي ؟
۶۴ کرښه:
 
د تېمور شاه له دغو شعري بېلگو نه د هغه مهال پښتو ښكاري ، لښكر ، ډگر ،جنگ او نور دده له پوځي ژوند څخه څرگند دى .
د امپراتور تېمور شاه اداره ، [[سياست]] ، او پوځي لياقت روښانه دى . يوازې دبدبه ، شان ، شوكت او هوسايي دده تر [[احمد شاه بابا]] ډېر وو . يو دوو جگړو ته چې ولاړ بېرته بريالى راغى . دده د كابل د بڼونو ښكلا ، د پوهانو ، كسبگرو له مخې د [[آسيا|اسيا]] يو معظم ښار وو ، خو د يوې نېمې پېړۍ كورنيو او بهرينو جګړوجگړو داسې وران كړ ، چې اوس يې بنسټونه هم نه ښكاري . كابل كې د [[ايران]] ، [[بخارا]] او [[هند]] شاهزادگان اوسېدل او همدلته پاتې دي . په افغانستان ، ايران او هند كې دده له خوا منظمې ابادۍ شوې دي . ددغه ستر هېواد اقتصاد په سوداگرۍ او صنعت ولاړ وو ، خو ډېره برخه ي ې د زمكو او باغونو ماليه وه . دده بېړۍ په سيندونو او د سمندر پر غاړو كې گرزېدې .
د محمدزايي سردارانو جگړو او د انگليس درې وارې يرغل هېڅ نه دي پرې اېښي . دغو جگړو د شاه زمان له دورې نه وروسته له ۱۸۰۰ نه تر ۱۹۱۹ پورې دوام درلود . محمدزايي سردارانو د [[سردار پاينده خان]] تر وژلو وروسته خپلې دوښمنۍ دومره وغځولې ، چې په افغانستان كې د احمدشاه بابا د سدوزي قبيلې وگړي د گوتو په شمار پاتې شول . ټول يې هند ته وشړل او د دراني په نامه په هند او پاكستان كې د عادي خلكو په څېر اوسي . دوى هم پارسي د ملي ژبې په توگه ساتلې ده . ما د دوى ډېر خلك د هند او [[پاكستان]] په سفرونو او هجرتونو كې وليدل ، چې د هېواد ارمان ورسره وو .
اعليحضرت تېمور شاه په ۱۷۹۳ ز كال كې په حق ورسېد او د كابل په ښار كې خاورو ته وسپارل شو . دده ارام ځاى د كابل په باغ عمومي كې دى ، چې رغاونې ته ضرورت لري او د [[شاه زمان خان|شاه زمان]] له مهال نه راهيسې چا لاس هم نه دى پرې وهلى او هماغسې پاتې دى .