د "انارشيزم" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و Removing Link FA template (handled by wikidata) - The interwiki article is not featured
۱ کرښه:
'''انارشيزم''' د وړې بورژوازي هغه ارتجاعي نظر ته وايي چې هر ډول [[دولت|دولتي]] قدرت او حاکميت ردوي او په مقابل کې ګډوډيگډوډي او بې نظمي تاييدوي.
 
'''انارشي''' دغه لغت د يوناني ژبې له اناركيا Anarchia نه اخيستل شوى دى، معنا يې د يوې ټاكلې، مثبتې او فعالې رهبرۍ او [[حکومت]] نشتوالى دى او په حقيقت كې انارشيزم د انډيويډواليزم ډير افراطي شكل دى. انارشيزم د يو مكتب په حيث تقريباً ۱۵۰ كاله د مخه په اروپا كې منځ ته راغى. له سترو پلويانو څخه يې ״باګونين״״باگونين״ (۱۸۱۴. ۱۸۷۶) چې د ۱۸۴۵ نه تر ۱۸۷۶ پورې د اروپا د كمونستو انارشستانو رهبر ؤ، ״پرودون״، ״باتكين״ او نور دي. همدارنګههمدارنگه ״ليوتولستوى״ (۱۸۳۸. ۱۹۱۵) روسي ليكوال هم مذهبي انارشيست ؤ. انارشيزم په يوه ټولنه كې د ټولو ملي مترقي عناصرو ضد واقع كېږي.
انارشيستان په هر ډول اجتماعي شرايطو كې د دولت وجود او حزبي مشې ردوي. دوى سره له دې چې د دولت وجود نه مني. د هر ډول اجتماعي او ديني سازمان ضد هم دي. دوى په دې باندې چې انسان ازاد دى، د هر ډول ګډگډ عمل اتحاد او د ملي مترقي نهضتونو د پراختيا او پياوړتيا ضد واقع كېږي او انفرادي عمل ته ترجيح وركوي. دغه ډول يو جريان چې په ملت كې د ملي مترقي نهضتونو ضد واقع شي، نو هغه جريان د آزادي بخښونكو غورځنګونوغورځنگونو د يووالي مخه نيسي. دغه جريان زيار باسي چې په خلكو كې ځان ځاني راولي او د وطنپالو ملي مترقي عناصرو ترمنځ بې اتفاقي واچوي. انارشيستان د دولتونو قوانين د تعرض او تيريو منشاء ګڼيگڼي او د دولت پر ځاى د داؤطلبانه همكارۍ غوښتونكي دي. ځينې وايي چې لكه څنګهڅنگه چې پسې مشهوره ده، انارشيستان بې نظمه ټولنه نه غواړي او د يوه داسې نظام په لټه كې دي چې ازاد وي. انارشيستان انسانان اساساً او ذاتاً اجتماعي بولي. دوى وايي چې زموږ هدف په يو بې قانونه او بې دولته ټولنه كې ژوند كول دي. د دوى په عقيده،يوه ازاده او بې اجباره ټولنه كې به اقتصاد پرمخ ولاړ شي او هغه څه چې نن يې دولت په زور سرته رسوي، په داؤطلبانه شكل به هغه ښه ترسره شي. انارشيستان په عمومي ډول درې ډلې دي:
 
# تحول غوښتونكي انارشيستان
۸ کرښه:
# انډيويډواليست انارشيستان
 
انارشيستان ټول د دولت په نه موجوديت كې سره متفق دي. كه څه هم په ډيموكراسۍ معتقد دولت وي. دوى ديموكراسي د اكثريت استبداد ګڼيگڼي. د انارشيستانو بين المللي كنګرهكنگره په (۱۸۷۷. او ۱۹۵۷) كال كې جوړه شوه، خو دوى هيڅكله د ځان له پاره د دايمي تشكيلاتو خاوندان نه شول.
 
 
 
 
 
 
{{سیاسي اندونه}}
{{د فلسفې سرليکونه}}
 
[[وېشنيزه:انارشیزم ]]
[[وېشنيزه:سياسي هڅوب]]