د "امسټرډام" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
و Typo fixing using AWB
۲۵ کرښه:
[[دوتنه:Amsterdam photochrom2.jpg|500px|بټنوک|د امستردام میدانی 1890 تر 1905 عیسویی کال]]
'''امسټرډام''' د [[هالنډ]] پلازمېنه او لوی ښار دی. دا ښار په (شمالي هالنډ) او د هالند (نېډېرلند) پر لوېدیځ کې د امستل د رود له غاړې پروت دی. په دیارلسمې پېړۍ کې د دغه رود په غاړو بندونه (په هالنډۍ - Dam) جوړ شول چې دې څخه د دغه ساحې نوم امسټرډام شو.
د امسټرډام نامتو د لیدوړ ځایونه Anne Frank Huis ،Van Gogh Museum ،Stedelijk Museum ،Hermitage Amsterdam ،Anne Frank House ،Amsterdam Museum ،Rijks Museum، سره څراغونه او د نشې (چرسو او ماریوانا) د څکولو کافیانې دي. چې دغه دوو د هالنډ دود د څه نړیوالو په سترګوسترگو کې راکښته کړی خو هالنډیان دې ته په نورموله سترګهسترگه ګوريگوري او بله برخه یې پر ویاړي. بر سېره پر دې امسټرډام دوه نړیوال پوهنتونه او ډېر شمېر خپلواکه انستیتوتنه چې غټ یې د امسټرډام د لوړو زده کړو ښوونځی دی؛ لري.
 
== پېښلیک ==
دا پلندۍ (ولاړ اوبو او واښو) سیمه په ۱۰۰۰ زېږېدیز کې د امستلې (چې د امستل د سیند څخه اخیستل شوی ټکی دی) په نامه یادېده. له اوترېخته (دامسټرډام سهیل ته پروت ښار) بزګروبزگرو د امستلې په خوا د ځمکې څخه د کار اخیستل پیل کړل. چې تر اوبو لاندې پرته ځمکه هم وچه او کار ترنه واخیستل شي، دوی ابو ته بندونه جوړ کړل. دې سیمې وده وکړه تر څو چې په دیارلسمې پېړۍ کې د (ای) د رود او د (زاودر زې) چې د ودن سمندرګيسمندرگي یوه برخه وه په غاړه بندونه جوړ شول. وروسته امستېل رود څه سمبال او څه نور پسې وکندل شو چې د سوداګرۍسوداگرۍ لوی بنسټ وګرځېدوگرځېد. د ښار لومړنی بندر چې (دمرک) د غټې لارې تر څنګڅنگ وو، جوړ شو. په کابو ۱۳۰۰ زېږېدیز کې امسټرډام په رسمي توګهتوگه لکه یو اروپايي او په پینځلسمه پېړۍ کې لکه یو د سوداګرۍسوداگرۍ نړیوالو ښار وپېژندل شو.
په ۱۵۷۰ زېږېدیز کې د امسټرډام وګړووگړو شمېر تر ۳۰۰۰۰ لږ ول. په ۱۶۲۲ زېږېدیز کې دا شمېر تر ۱۰۰۰۰۰ او د اولسمې پېړۍ په پای کې تر ۲۰۰۰۰۰ واوښت. چې د هغه وخت د اروپا له غټو ښارونو سره لکه لندن او پاریس پرتله کېدای شوای. د دغه وګړیزهوگړیزه لویوالي سره ښار هم له پلان سره لوېده. د ویالو (کانالونو) پر غاړو کورونه، د سوداګرېسوداگرې ودانۍ او ګدامونهگدامونه جوړ شول چې د ښار په پرمختګپرمختگ کې یې لوې ښیګڼېښیگڼې درلودې.
 
== وګړشمېرنهوگړشمېرنه==
په ۱ د جنوري د ۲۰۱۲ کې امسټرډام ۷۹۰.۰۰۰ تنه وګړيوگړي درلودل. دا ښار یو ګڼگڼ ولسه ښار دی چې ۵۰،۵ پر سلو کې وګړيوگړي بهرني دي. دغه بهرني د ۱۷۷ ټبرو (ملیتونو) څخه راټول شوي دي.
 
== ځمکپوهنه ==
امسټرډام په شمالي هالنډ کې پروت دی. دا ښار ۹۰ ټاپوګانېټاپوگانې او ۱۵۳۹ پلونه لري. د دغه سیمې وچه ۲ متره د اوبو تر کچ لوړه ده او ۲۱۹،۳۳ کیلو متره مربع یې پراخوالی دی چې په یو متر مربع کې یې ۴۷۵۱ تنه ژوند کوي.
 
== اقليم ==
امسټرډام سمندرۍ اوبو هوا لري چې شمالي سمندر سترې اغېزې پر کوي. د ژمي ساړه یې تر صفر درجې نه ټیټېږي او اوړی یې برابر تود او لنډ دی. په هوا کې یې لندبل ګډگډ دی په دې وجه ډېر وخت ورېځ او اورښت لري. کله هم دا اورښت توند او تکړه شي نو بیا د ښار په چاپېریال کې د پمپونو په مرسته اوبه سمندر ته لېږدول کېږي.
 
[[وېشنيزه:هالنډ]]